دننه د لويي جرګى په انګړ کى

که څه هم د لويي جرګى دننه ننوتل ګران دي خو دغه خبريال سره له نورو ژورنالستانو وکولى شو د اجازى په اخيستو غونډى ته ورداخل شي.

دننه د لويي جرګى په انګړ کى

که څه هم د لويي جرګى دننه ننوتل ګران دي خو دغه خبريال سره له نورو ژورنالستانو وکولى شو د اجازى په اخيستو غونډى ته ورداخل شي.

Monday, 21 February, 2005

د لويي جرګى په اړه لومړى څه چى ليدل کيږي هغه د دغې غونډى امنيت دى. مخکى له دى چى هغى خيمى ته ورسيږو چى غونډه هلته روانه ده دريو امنيتي تالاشويو کى ودرول شو چى د ISAF آى اس اى اف عسکر او د ملي ګارد کسان يي شاوخوا ته ولاړ دي.

د دوهمى او دريمى تلاشۍ تر منځ موږ نژدى ٣٠٠ متره پر يوه نري سړک قدم وواهه

او هغه ځايونه مو وليدل چيرى چى پلاوي بيديږي. دا ټولى د کابل پولى تخنيک عادي څلور پوړيزه ليلي دي او خواته يي نژدى دوى خيمى دي او پرى ليکل شوي چى دا د ميلمنو له پاره ټاکل شوي دي.

له ډيرى آماده گى وروسته موږ اصل تالار ته ورسيدو چى شاه ته يي ډير ځاى تش و. په سل ګونو پلاوي د خيمى شاوخواته ګرځيدل او ناوخته را داخليدل.

موږ له نژدى ٢٠ تنو استازو پوښتنه وکړه چى دوى ولى غونډه له دلچسپۍ سره نه تعقيبوي او دوى ټولو وويل چى لويه جرګه هسى دموکراتيکه نه وه څرنګه چى دوى يي هيله درلوده.

له کندهار څخه حاجي عبدالقادر خان وويل: دوى د هم هغه يوه شي په هکله خبرى کوي او پر کومى مهمى موضوع نه . دا په رښتيا سره ستومانه کوونکى دى.

د تالار په منځ کى لکه پخپله د خيمى په شان ستيژ دى . د جرګۍ ريس قاسميار په منځ او دواړو خواو ته يي سکرتران ناست و. د خيمى غاړى ته ځينى کسان ناست وو او داسى ښکاريده چى د غږ و کنترول له پاره د مايکروفون څارنه کوي او داسى نورى آسانتياوى برابروي.

په حقيقت کى داسى رابرسيره کيده چى پلاو د غونډى د تعقيبولو پر ځاى د بهرنيو ژورنالستانو سره د مرکو کولو له پاره ډيره دلچسپي درلوده. پداسى حال کى چى له دوى سره مو خبرى کولى دوى به زموږ هغو بندونو ته کتل چى پرى زموږ پيژندګلوي کيده. زما سره د مرکى پر مهال کله چى دوى وليدم چى د بي بي سي ، امريکا غږ، دوچويلى او يا په افغانستان کى د کومى بلى پيژندل شوى راډيو نه يم نو دلچسپي به يي کمه شوه.

ټول پلاوي د شورا د موضوع او دا چى څوک څه وړانديز کوي مغشوش و . ځنيو وويل شورا بايد د اداري څانګو پر بنسټ وي ، بل بيا ويل چى د نفوسو پر اساس دى جوړه شي او نورو ويل چى د لويي جرګى د يوه څخه نيولى د لسو اصولو پر بنسټ دى وي پداسى حال کى چى نورو بيا ويل د پارلمان لپاره اړتيا نه شته.

نعمت اله محسب له مزار شريف څخه وويل : که چيرى موږ پوهيداى چى لويه جرګه به داسى وي نو هيڅکله به راغلي نه واى. دا د امريکا د متحدو ايالاتو، د کرزي د ادارى او د ملګرو ملتونو پلان دى چى موږ مغشوشه کړي او پر مهمو موضوع ګانود پريکړى کولو څخه تيښته وکړي.

له لويي خيمى څخه بهر درى نورى خيمى هم وى. يو يي فرش شوى وه او دوشکونه او بالختونه يي هم درلودل او اټکل کيده چى منتخب ولس مشر حامد کرزي به يکشنبى د شپى له خوا د مختلفو واليانو او د نماينده ګانو له ډلو سره ليدلي وي چى هڅه وکړي دوى د شورا له پاره وړانديزونه ومني.

له بلى خيمى څخه د دى له پاره کار اخيستل کيده چى پلاو ته اوبه ورکړي او له دريمى خيمى څخه د لويي خيمى د امنيت له پاره کار اخيستل کيده.

له لويي خيمى څخه داسى ښکاريده چى کافي جګه ده او امنيتي کسان يي لاندى ګرځيدى راګرځيدى شي.

دغه راز څرګنديده چى پلاوي سيمه اييزه ډلو ته نژدى ناست و او ټولو يو ځاى خپل غبرګون ښوده.

خو ښځينه پلاوي، ټول په يوه بلاک کى دي، او هغه مهال چى موږ له لويي خيمى بهر راوتو ټولو بهر يو له بله سره خبرى کولى. دوى د نارينه و په پرتله د نورو توکميزه ډلو سره ډيرى خبرى اترى کولى.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists