دآ فتاب مسوول مدير' افغانستان بې ثباته كوې'

وتلى ژورنالست وايي د وينا آزادي د كفري مقالو د ليكلو دليل كيداى نه شي.

دآ فتاب مسوول مدير' افغانستان بې ثباته كوې'

وتلى ژورنالست وايي د وينا آزادي د كفري مقالو د ليكلو دليل كيداى نه شي.

د پخوانيو مجاهدينو يو وتلى ليكوال ادعا كوي، چې د مخالف نظر ليكوال مير حسين مهدوي ليكنې زيان رسوونكي دي،ځکه چې هغه نه يوازې ددين مخالف دي، بلكه افغانستان هم بې ثباته كوي.

 

عبدالحفيظ منصور، د پيام مجاهد د خپرونې مسوول مدير وايې چې په مجاهدينو باندې د مهدوي ګوتنيونې او په حكومت کې د اسلام د رول په هكله پوښتنه د بيا جوړونې بهير غړنده كوي.

 

مهدوي ديوې خپرونې مسوول مدير و. چارواكو يې له هغه وروسته د هغه خپرونه وتړله، چې په خپل اخبار كې يې د "فاشيزم مقدس" تر سرليك لاندې يو مطلب چاپ او په هغه كې يې په حكومت كې د اسلام رول تر پوښتنې لاندې راوست او د واكمنومجاهدينو په تير مهال يې ګوتنيونه كړې وه.

 

په پايله كې هغه او د اّفتاب د خپرونې يو بل خبريال د اتوو ورځو لپاره په بند كې اچول شوى وو. په داسې مهال كې چې وروسته خوشې شول، هغوى لا اوس هم له سزا سره مخامخ دي او له دې امله په يونامعلوم ځاى كې اوسيږي. سترې محكمې د يوې فتوى د صادرولو له لارې د هغوى د مرګ غوښتنه كړې ده.

 

سره له دې چې منصور د مهدوي ليكنه يو سپكاوى ګڼي، هغه په دې باور نه دى، چې مجاهدين دې يوازې د پخواني شوروي په وړاندې په جهاد كې ونډې د اخيستو له امله له هر ګوتنيوي څخه خلاص وي.

 

منصور زياتوي، خوتش په تشه په مجاهدينو ګوتنيوى سپيڅلې جګړې (جهاد) ته سپكاوى دى او له دې امله هغه د اسلام په ضد دي.

 

منصور وايي ، د يوې موضوع په هكله مهدوي حق لري خپل نظر څرګند كړي. اسلام د وينا آزادي ته اهميت وركوي، خو د وضعې او شرايطو له مخې سره توپير لري. په دې ډول هغه مهال چې هيواد په يو نازك حالت كې واقع وى نو له دې امله دا اړينه ده د هغسې ليكنو مخه ونيول شي، چې بې ثباتي راولي.

 

هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: " په اوسنيو شرايطو کې امنيت زموږ خلكو ته تر هر ځه لومړى دى. كه چيرته امينت نه وي، نو د بيا رغونې پروګرامونه به هم نه وي، حكومت به ونه شي كړاى پايشگت وكړي، له دې امله به شگوونه او روزنه هم نه وي، بشري حقوق به هم نه وي او خپروې به هم."

 

هغه زياتوي، "دا او داسې نور مضامين شايې د وينا د آزادى په نامه ليكل شوي وي، خو د ثبات د راوستلو په ځاى هغه بيا جوړونه تر تاثير لاندې راولي او منفي اغيزه اچوي."

 

مسوول مدير همدارنګه ادعا كوي چې مهدوي او د هغه خپرونه د بهرنيو پيسو په واسطه تطميع شوې وه. هغه وايي: "هغه خپل قلم د خپلې عقيدې له مخې نه كاراو، هغه خپل قلم د خپلې ګتې لپاره كاراوه." هغه زياتوي: "هغه ځگه چې بسپنه وركوونكي ورته ووايي، هغه يې كوي. هغه دخپل فكر خاوند نه دى."هغه ادعاكوي چې مهدوي په لاسي داسي لمسوونكي مضامين ليكل، چې خپله ګته ډيره كړي او په لويديڅ كې د پناه اخيستلو موقع تر لاسه كړي.

 

د آفتاب د خپرونې پخواني مدير د تيلفون په واسطه له يو پټ ځاى څخه له آى ډبليو پي آر سره په يوه مركه كې دا ادعاګانې ردكړې. هغعه وويل په داسې حال كې چې آفتاب خپرونې د جرمني له يوې خيريه موسسې (جي ټي زيد) او د امريكې له خوا د مرسته شوي افغاني مدني ټولنې ډلې څخه مرسته تر لاسه كړې دي. هغه دا ليكنه د هغوى په امر نه وه ليكلې. خو له دې امله چې هغه خپلواك دى، نو ملاتړ يې ورسره كړى دى.

 

هغه وايي له دې ليكنې څخه د هغه موخه د مذهبي سمونونو رامنځ ته كول و اوزياتوي چې هغه اوس دا مفكورې د يو كتاب د ليكلو له لارې پراخوي.

 

مهدوي چې د تهران له پوهنتون ځخه يې د فزيك په څانګې كې د ليسانس برى ليك تر لاسه كړى، پنځه كاله يې د ايران په ديني مدرسو كې د اسلام بيلا بيل اړخونه څيړلي دي.

 

منصور ثانوي زده كړې هغه مهال پريښودې چې په 1979كال كې د شورويانو په وړاندې په جګړې كې ورګډ شو او تر 1992 كال پورې د مجاهدينو په ډلې كې د يو جنګيالي په توګه پاتې شو. هغه له دغه مهال وروسته خپلې زده كړې په كابل پوهنتون كې د ژروناليزم په څانګه كې بشپړې كړې.

 

منصور له هغه وړاندې چې د طالبانو په وړاندې د مقاومت په ليكو كې ورګډ شي، د باختر آژانس په رياست كې دنده سر ته رسوله. هغه همدا شان د جمعيت د تنظيم لپاره د فرهنګي مسوول په توګه دنده سر ته رسولې ده.

 

د طالبانو له راپرځيدو وروسته منصور ر لنډ مهالې ادارې سره په كار لاس پورې كړ او د اطلاعاتو اوكلتور د وزارت سرپرست او ورسته يې د راديو تلويزيون د عمومي رئيس په توګه دنده تر سره كړه. هغه ددې تر پريښودو وروسته د پيام مجاهد سره په كار لاس پورې كړ.

 

منصور د افعانستان د شمالي ټلوالې د مشر احمد شاه مسعود د ژوند ليك په ګدون د جګړې په اړوند اووه كتابونه ليكلي دي. دهغه اتم كتاب ، په اوسني انتقالي حكومت باندې د يو نقد په اړوند د "كرزى له لوستلو پرته لاسليك كوي" تر سرليك لاندې ليكلى دى، چې په راتلونكې اووې كې به له چاپه راوځي.

Frontline Updates
Support local journalists