د ورېښمو صنعت په هرات کې له غورځوپرځو سره مخامخ دى

کسبګر او سوداګر يادونه کوي چې [دا] تاريخي صنعت د ارزان بيه وارداتو له امله له سقوط سره مخامخ دى.

د ورېښمو صنعت په هرات کې له غورځوپرځو سره مخامخ دى

کسبګر او سوداګر يادونه کوي چې [دا] تاريخي صنعت د ارزان بيه وارداتو له امله له سقوط سره مخامخ دى.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شريف سعيدي ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د عباس عظيمي د ورېښمو په ورکشاپ کې اته تنه کسبګر د لرګينو چوکاټونو ترشا د [ورېښمينو] دستمالونو په اوبدلو بوخت دي.

اوس هغوى له دې ډار سره مخامخ دي چې کېداى شي د هرات د ورېښمو د وتلي او مشهور پېر د پاى شپې او ورځې رانژدې شوې وي.

پنځه اويا کلن محمد حسين، چې ملا يې څه دپاسه نيمه پېړۍ د ورېښمو د اوبدلو له امله کړوپه شوې، وايي: "پخوا زموږ لاسي صنايعو ډېر ارزښت درلود. سوداګر او شتمن مشتريان به هغو هټيو ته تلل چې ورېښمين دستمالونه، شالونه او لونګۍ به يې اوبدلې.د ورېښمو اوبدلو د دستګاه درلودل د سرلوړۍ يوه نښه وه، خو اوس نه ښه مشتريان شته او نه زموږ لوړ عايد او مزدوري."

د حسين ډېر ملګري لدى کار څخه وتلي دي، ځينې يې د ورکشاپ خاوندانو له کاره ګوښه کړي دي او نور اړ شوي دي سودمن او ګټور کار ته مخه کړي.

حسين وويل، نن سبا د ورېښمو د صنعت يو کارکوونکى د ورځې کولاى شي دوه نيم ډالره ترلاسه کړي. هغه ګوته وڅنډله که حکومت مرستې ته راونه دانګي، د ورېښمو د مرکز په توګه به د هرات ميراث په اوبو لاهو شي.

د هرات د ورېښمو د اوبدلو د اتحاديې مشر، عباس عظيمي د خپلې شل کلنې تجربې له مخې وويل، نهه کاله وړاندې د طالبانو له سقوط وروسته د بهرنيو ارزان بيه مالونو د موجوديت له امله [د ورېښمو] بازار مخ په ځوړ دى.

په داسې حال کې چې د ٢٠٠١ کال دمخه شاوخوا د ورېښمو سل فابرېکې په فعاليت پوختې وې، اوس د هغه په وينا لس هغه يې پاتې دي. دې صنعت په کال کې له ٣٢٠٠٠٠ ډالرو څخه ٣٢٠٠٠ ډالرو ته سقوط کړى دى.

هغه وويل: "موږ به د سر دستمالونه، لونګۍ، شالونه او نور ورېښمين توکي توليدول. په هغو ورځو کې به هر ماشين په اوونۍ کې درې ورېښمينې لونګۍ توليدولې. هغه به په ٢٥ ډالرو پلورل کېدې. اوس دا هر څه له منځه تللي دي."

عظيمي وويل د هرات د ورېښمو توليدوونکو به د افغانستان ټولو بازارونو ته ورېښم استول.

هغه وويل: "په سلو کې د ورېښمو نوي توليدات په خپله هرات او د افغانستان په نورو بازارونو کې پلورل کېدل. يوازې لس سلنه به ګرځندويانو پېرودل. هغه به د کورنو د سينګار لپاره کارېدل او ډېره ښه عايداتي منبع وه."

هرات د ښه کيفيت لرونکو ورېښمو له امله ډېر شهرت درلود. ورېښم په افغانستان کې د هغې د ښکلا او کارونې له مخې ارزښتمن توکى شمېرل کيږي او نوې واده شوې جوړې ته يو ډېر ښه سوغات دى.

د ورېښمو توليد ستونزمن کار دى، چې د ورېښمو د چنجيو د هګيو له ټونګرېلو [سوري کېدو] پيليږي او د توتانو د ونو په پاڼو تغذيه کيږي، ترهغه پورې چې غوزه پخه شي. د ورېښمو کسبګر هغه راټولوي او د ورېښمو د تارونو د جوړلو په موخه يې خوټکوي، بيا رنګ ورکول کيږي او رېشل کيږي.

اعظمي وويل: "موږ طبيعي ورېښم توليدوو، له دې امله زيات لګښنت پرې راځي. مصنوعي توليدات د هرات ښار ته راځي او په نسبتا ډېرې ټيټې بيې پلورل کيږي. ځينې وختونه قاچاق وړونکي هغه په غيرقانوني لارو واردوي او د هرات ټاپه پرې لګوي."

اعظمي وويل، افغان حکومت بايد د چين او پاکستان په څېر هيوادونو څخه په وارداتي توکو بنديز ولګوي او کورني صنعت ته وده ورکړي.

د هرات د کسبګرو د اتحاديي د مرستيال، عبيدالله ياري د وينا له مخې، د هغوى اتحاديې د وارداتي جعلي توکو د يرغل د بندلو په موخه يو لړ ګامونه پورته کړي دي..

ياري وويل، په دې وروستيو وختونو کې د هرات په ښار کې يوه اندازه چينايي قاچاق شوي ټيټ کيفيته شالونه وموندل شول او قاچاق کوونکى يې جريمه شول. همدا راز نورې پلټنې هم روانې دي، ترڅو ومومي کومو سوداګرو پاکستاني لونګۍ واردې کړي دي او د هرات د ساخت نښه يې پرې وهلې ده.

هغه وويل: "ځينو شال جوړوونکو د ټيټې بيې ټوکر له چين او پاکستان څخه وارد کړي او د هرات نښه يې پرې وهلې ده. زموږ اتحاديې ددې کار تر شا خلک وموندل او ژمنه يې ترې واخيسته چې په راتلونکې کې به دا کار نه کوي."

د ياري موسسې د اصلي ورېښمينو توکو د غوړېدا په موخه پخپله په هرات او د افغانستان شمال ته په تاجکستان کې يو نندارتون جوړ کړ.

اقتصاد پوهان وايي د ازاد بازار په سيستم کې د سيالۍ له لارې د بهرنيو توکو د واردولو د مخې نيول ستونزمن کار دى.

د هرات پوهنتون استاد احمد فرهاد شاهي زاده وويل، دا ستونزه پخپله ددې ولايت د ورېښمو په صنعت کې پرته ده، چې نشي کولاى په بازا رکې خپل دريځ بېرته تر لاسه کړي.

هغه وويل: "دا کوچني صنعتونه اداري منجمنت نه لري، بازار نشي موندلاى، مالي او توليدي مسلکي اشخاص پکې نشته."

د هرات د جامع جومات د کوڅې بازار هټيوالو، چې يو مهال د هغه ولايت د ورېښمو د سوداګرۍ مرکز و، د لاسي صنايعو د پېرېدلو مينه له لاسه ورکړې ده.

ښوونکي محمد کاظم وويل، هغه به هراتي ورېښمينې لونګۍ او دستمالونه له بازاره اخيستل، خو په دې ورځو کې بهرني توکي برلاسي شوي دي.

هغه وويل: "هغه زيات ښايسته او ارزانه دي. له دې امله اوس بهرني توليدات کاروو."

د [هرات] په ښا رکې د عزيز احمد په نامه يو زده کوونکي وويل، باور وکړه چې افغاني ورېښم د بهرنيو او وارداتي توکو په پرتله کمزوري او زيات ګرانبيه دي.

هغه وويل: "هغه زاړه دي. پخواني خلک يې کاروي. بايد په موزيم کې کېښودل شي. که اړتيا ورته پيدا شوه، نو پاکستاني دستمالونه به واخلم."  

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists