د ولسواليو په کچه ډاکټرانو ته اړتيا

طبي مرکزونه په ښارونو کې راټول شوي، کليوال [طبي] څارنې ته ډېر لږ لاسرسی لري.

د ولسواليو په کچه ډاکټرانو ته اړتيا

طبي مرکزونه په ښارونو کې راټول شوي، کليوال [طبي] څارنې ته ډېر لږ لاسرسی لري.

د آی ډبليو پي آر د يوې وروستنۍ مناظرې د گډون کوونکو په وينا، مرکزي حکومت ته پکار دي چې د هېواد په ډېرو لرې پرتو سيمو کې طبي خدمتونو ته پراختيا ورکړي.

د لوگر، خوست، ارزگان او پکتيکا د ولايتونو په مناظرو کې واورېدل شول چې طبي مرکزونه په ښاري سيمو کې راټول شوي او د هېواد د لرې پرتو او گوښه سيمو اوسيدونکي په مرستو پسې لاس او پښې وهي.

په لوگر ولايت کې د اناهيتا عالميار په نامه يوي فعالې وويل، د دې نابرابرو تاسيساتو موجوديت، په ځانگړي ډول، پر ښځو ناوړه اغېز کړی دی.

هغې وويل: «د لوگر ولايت په لرې پرتو سيمو کې ښځې د اميدوارۍ او د ماشوم د زيږون پر مهال له ستونزو سره مخ وي. هغوی په دې برخه کې تخصصي طبي څارنې ته اړتيا لري.»

د ختيح ولايت د سيمه ييزې شورا غړي، عبدالرحمن توکلي زياته کړه: «د لوگر ولايت نفوس ډېر دی، خو د طبي څارنې مرکزونو شمېر پکې لږ دی. که کوم طبي مرکز موجود وي، پوره درمل نه لري.»

د لوگر ولايت د مرکزي روغتون رئيس، عاشق الله مجيد وويل، په ټول ولايت کې ٥٠ طبي مرکزونه موجود دي، خو د ولايت د ټولو اوسيدونکو لپاره بسنه نه کوي.  

په خوست ولايت کې د عامې روغتيا رياست هم وويل، د مور ماشوم د مړينې کچه رالوېدلې، خو ښځې او ماشومان لا د پخوا په څېر ډېر زيات زيان منونکي دي.

د عامې روغتيا سرپرست رئيس، هدايت الله حميدي وويل: «هر کال په خوست ولايت کې ٢٥٠ – ٣٠٠ ميندې او ماشومان مري. هڅه کوو چې وضع تر کنترول لاندې راولو.»

حميدي وويل، د دې ختيځ ولايت په لرې پرتو کلو او بانډو کې د [اړتيا وړ] توکو نشتوالي ښځې او د هغوی ماشومان له جدي خطر سره مخامخ کړي دي.

د خوست د ولايتي شورا غړي، نورشاه نوراني د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د طبي څارنې د بودجې کچه لوړه کړي او په کلينيکونو کې زيات شمېر طبي مسلکي  اشخاص په کار وگوماري.

د ارزگان په مناظرې کې هم واورېدل شول چې [طبي] خدمتونه په دې ولايت کې يو شان نه دي چمتو شوي.

په ارزگان ولايت کې د کندهار پوهنتون اړوند د لوړو زده کړو د انستيتوت استاد، فريدالله فرحان وويل: «موږ اوس د طبي څارنې ډېرو مرکزونو ته اړتيا لرو. د دې ولايت په لري پرتو سيمو کې د طبي څارنې مرکزونه ډېر لږ دي او له امله يې روغتيايي ستونزې رامنځته شوي دي.»

د مدني ټولنې فعال، عطاالله افغان د طبي کارکوونکو د مسلکيت د نيمگړتيا له امله خبرداری ورکړ.

هغه وويل: «په دې ولايت کې د طب ډاکټران يوازې پر خپل تخصصي ډگر کې کار نه کوي. د بېلگې په توگه، زياتره وختونه د معدي ډاکټر د هډوکو د ناروغانو درملنه کوي. دا کار د خلکو ستونزې زياتوي.»

د حميدالله وطني په نامه يو ځايي ژورنالست وويل، د طبي نه پاملرنې په اړه يې زيات رپوټونه اورېدلي دي.

هغه وويل: «ناروغان زياتره د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د مناظرې گډون کوونکي، عبدالولي د ډاکترانو د نسخو ستونزې ته گوته ونيوه، چې يوازې په يوه درملتون کې موندل کيږي. دا داسې يو کار دی چې د هغه په وينا فساد ته لار هواروي.

د ارزگان ولايت د عامې روغتيا د رياست مرستيال، محمد عيسی په غبرگون کې وويل، د داسې پېښو په اړه بايد له ځنډ پرته خبر ورکړل شي. 

هغه وويل: «که کوم يو ډاکټر ناروغ ته داسې يوه نسخه وليکي، د عامې روغتيا رياست ته يې راوړئ. موږ به يې اړه اقدام وکړو.»

عيسی د ولايت په لرې پرتو سيمو کې د روغتيا څارنې د تاسيساتو د شتون دفاع وکړه.

هغه وويل: «دمگړۍ پر ولايتي مرکز سربېره، د ولسواليو او لرې پرتو سيمو اوسيدونکي طبي مرکزونو ته لاسرسی لري. تقريباً هر يو کولای شي د اړتيا پر مهال يو طبي مرکز ته لاړ شي.»

په سويل ختيځ ولايت، پکتيکا کې د روغتيا د ولايتي شورا رئيس، سيدالله له دې سره موافق و چې په دې ولايت کې د سيمه ييزې روغتيا ستونزه موجوده ده. هغه يادونه وکړه چې د ټول ولايت په کچه يوازې يوه ښځينه ډاکټره شتون لري.

هغه وويل: «پکتيکا يو پراخه ولايت دی. په زياترو سيمو کې روغتيايي خدمتونه تقريباً له نشت سره برابر دي.»

سيدالله زياته کړه، د بسنټيزو پراختيايي کارونو په برخه کې دا ولايت له پخوا راهيسې له پامه غورځول شوی. ډاکټرانو ته ډېره سخته اړتيا موجوده ده.

د قومي شورا مشر، عبدالمنان د پارلمان پر ځايي غړو پړه واچوله چې نه دې توانېدلي په پکتيکا کې د روغتيا په ډگر کې شتو ستونزو ته د مرکزي حکومت پام واړوي. 

د نوموړي ولايت د عامې روغتيا د رياست مرستيال، اسدالله رسولي ومنله چې ولس غوره طبي خدمتونو ته اړتيا لري. هغه وويل، د دې ولايت په لرې پرتو سيمو کې کار ته د مسلکي ډاکټرانو جلبول سخت کار دي. 

هغه وويل: «د مرستندويه موسسو په گډه مرسته موږ دلته ډېرې دندې اعلان کړي، خو هيڅوک په پکتيکا ولايت کې کار ته زړه نه ښه کوي، که کوم يې ښه هم کړي، لوړ معاش غواړي.»

رسولي وويل، موږ تر خپل وس پورې له محدودو سرچينو څخه ښه کار اخلو.

هغه ويل: «دا سمه ده چې موږ د پکتيکا ولايت په کچه يوازې يوه ښځينه ډاکټره لرو، خو په هر کلينيک کې روزل شوې قابلې موجودې دي او له ميندو سره د ماشوم د زېږېدو پرمهال مرسته کوي.»

د مدني ټولنې فعال، غلام رحمن دا خبره وننگوله، زياته يې کړه، ډېرې داسې پېښې ورته معلومې دي چې طبي مرستو ته د رسيدلو لپاره په خامه سړکونو کې د سفر پر مهال ډېرې ميندې او نوي زيږيدلي ماشومان مړه شوي دي.

هغه وويل: «موږ د ولايت په مرکز ښرنه کې يو شپېته بستره يي روغتون لرو، چې پوره کارکوونکي نه لري او سم فعال هم نه دی. فکر وکړئ چې په لرې پرتو ولسواليو کې به د طبي څارنې د خدمتونو حال څنگه وي.»

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists