د ولسمشر واکونه په افغانستان کې د اندېښنو سبب شوي دي

يو شمېر هېوادوال ډارلري، چې د منځمهالې ادارې مشر حامد کرزي ښايي هڅه وکړي، چې د ملي شورى له ټاکنو دمخه خپل واک غښتلى کړي.

د ولسمشر واکونه په افغانستان کې د اندېښنو سبب شوي دي

يو شمېر هېوادوال ډارلري، چې د منځمهالې ادارې مشر حامد کرزي ښايي هڅه وکړي، چې د ملي شورى له ټاکنو دمخه خپل واک غښتلى کړي.

Wednesday, 16 November, 2005

اوس چې د افغانستان اساسي قانون په دې وروستيو کې د لويي جرګې له خوا تصويب شوى، دا تر ټولو ستره پوښتنه رامنځته شوې، چې د منځمهالې ادارې مشر، حامد کرزى به په څه ډول د ولسمشرۍ پياوړي واک وکاروي، چې د لاسته راوړلو لپاره يي په ټينګه مبارزه کړې ده.


د کرزي مخالفين ډار لري، چې هغه به تر ټاکنو پورې له شته وخت څخه ګټه واخلي، چې په واک باندې خپلې منګولې ټينګې کړي.


عبدالشکور واقف حکيمي، د لويي جرګې استازى او د جمعيت اسلامي د پياوړي تنطيم د فرهنګى څانګې مسول وايي، داسې سترې اندېښنې موجودې دي، د نوي پارلمان ترټاکل کېدو او په کار باندې د پيل تر وخته به حامد کرزى ددې توان ولري، چې يوه رښتيني زور ځواکي پلي کړي.


د اساسي قانون د لويي جرګې په بهير کې د جمعيت تنظيم د رياستي نظام پر ځاى په پارلماني سيستم ډېر ټينګار درلود او داسې هڅې يي په لاره اچولې وي، چې د نوي پارلمان تر جوړېدو پورې يو منځمهالى پارلمان رامنځته کړي. خو يوازې په دې ټکي بريالي شول، چې په وروستي سند کې يو عبارت ورزيات کړي او هغه داچې: "هراړخيزې هڅى کيږي چې د جمهور رييس او شورا انتخابات په يوه وخت تر سره شى ،،. حکيمي وايي: "دا ډار موجود و، خو له بده مرغه د ځينو موضوعګانو په اړوند د يو لوى اکٍثريت فرياد له پامه وغورڅول شو ."


تر هغه مهاله چې د پارلمان لپاره ټاکنې تر سره کيږي، حامد کرزى به په يوازې سر فرمانونه صادروي او په لوړو څوکيو به د خپلې خوښې اشخاص ټاکي. په دې هکله به د هيچا په وړاندې مسووليت نه لري. په همدۍ توګه هغه به د اساسي قانون د څارنې د خپلواک کميسون د غړيو په ټاکلو کې لوى لاس لري، چې د اساسي قانون د پلي کولو په اړوند به يو پياوړى ځواک وي.


د حکيمي په وينا دا بهيرد کميسون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. هغه وايي: "دا چې ولسمشر د کميسون د ټاکلو واک ولري، نو (ددې راز کميسون لرل) څه ګټه لرلاى شي، ولې په هغې نورې پيسې ولګول شي؟ "


د افغانستان د قانونپوهانو د ټولنې مشر او په لويه جرګه کې د کابل د خلکو استازى،عبدالکبير رنجبر هم د ناټاکل شويو مامورينو په هکله اندېښنه لري، چې کېداى شي په منځمهالې دوره کې له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي. رنجبر وايي: "د واک په ګدۍ اوسنۍ ناسته ډله په ديموکراسۍ باور نه لري." هغه وايي د هغه نيوکې، د هغو اشخاصو په پرتله، چې د منځمهالې ادارې مشر د ځان په خوا وشا راټول کړي دي،په لږه اندازه کرزي ته متوجه دي، چې په هېواد کې د بېلا بېلو ډلو ټپلو استازيتوب کوي او زياتره د روغې جوړې سياست پر مخ وړي.


د هغه موخه نېغ په نېغه کرزي ته ګوته نيول نه دي، سره له دې چې وايي د منځمهالې ادارې مشر د ځان په خوا وشا تنظيمي خلک راټول کړي او زياتره د روغې جوړې له لارې کارونه پر مخ وړي. د حکيمي په څېر هغه هم د اساسي قانون د څارونکو د ګومارلو په هکله اندېښمن دى.


خو د کرزي پلويان دا ډار بې بنسټه بولي. د افغانستان د مرکزي بانک مشر او د افغان ملت ګوند لارښود، دوکتور انورالحق احدي وايي، هغه په دې هکله کومه ستونزه نه ويني. احدي وايي، کرزى د رسمي پرېکړو پر مهال "خپلي شخصي ګټې په پام کې نه نيسي." هغه همدارنګه وايي، هغه په دې ډاډمن دى، که چېرته دا څرګنده شوه، چې کرزى له واک څخه ناوړه ګټه اخلي، نو نړيواله ټولنه به سمله لاسه خپلې مرستي په افغانستان بندې کړي.


پوهاند عبدالسلام عظيمي، د اساسي قانون د تسويد د کمېټې مرستيال د (احدي) له دې خبرې سره موافق دى، چې : "د واک ناسمه کارونه اسانه نه ده."


آن مسعوده جلال، چې د بيړنۍ لويي جرګې پر مهال د کرزي په وړاندې يي د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره ځان نومولى و او ښايي د ولسمشرۍ لپاره په راتولونکو ټاکنو هم ځان کانديد کړي، ددې نظر ملاتړې ده. دې وويل: "يوه پلا چې پارلمان وټاکل شي، نو "هغه به په ټولو پرېکړو له سره غور وکړي او ټولې ستونزې به حل شي."


خو دا پوښتنه لا تر اوسه په خپل ځاى پاتې ده، چې آيا د ولسمشرۍ د څوکۍ او پارلمان لپاره به ټاکنې کله تر سره شي او آيا دا چې هغه دواړه به يو وخت کې تر سره شي او که نه.


د ټاکنو د کميسون غړې، غوټۍ خاورې وايي، چې که پيسې او امکانات چمتو شي، نو هم مهالې ټاکنې ممکنې دي.


د ولسشمر وياند، جاوېد لودين وايي، چې حکومت به د جون په مياشت کې د دواړو ټاکنو دتر سره کېدو لپاره هڅه وکړي. هغه په دې ټکي ټينګار وکړ، چې عمومي ټاکنې ځانګړې پېچلې عمليات دي. هغه وايي: "د پارلمان لپاره په سلګونو زره کانديدان ودريږي. له دې امله هغه زيات کار غواړي."


حکيمي ګوت څنډنه کوي، چې که چېرته د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکني دواړه يو مهال تر سره نه شي، نو"افغانستان به له ګډوډۍ او بحران سره مخامخ شي."


سره له دې چې دا بحثونه همداسې روان دي او تصويب شوى اساسي قانون بايد نافذ شي، په هغې کې د ژبې د کارولو په هکله پوښتنې رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه د اساسي قانون په دري متن کې راغلي، چې ولسمشر به د کميسون غړي "ګوماري" ، چې د اساسي قانون د پلي کېدو څارنه وکړي، په داسې حال کې چې په پښتومتن کې دا عبارت په دې ډول راغلى، چې هغه به د کميسون د غړيو په هکله "وړانديز" کوي.


د جمهوري رياست وياند جاوېد لودين وايي، چې داسې توپېرونه يوازې تخنيکي اړخ لري. په دې هکله يو ځانګړى کميسون په کار بوخت دي، چې دواړه پښتو او دري متنونه، هر يو په جلا جلا توګه، له نظرتېرکړي او که کوم عبارت ناسم و، هغه به جوړ کړي. کله چې دې کميټې خپل کار بشپړ کړ، نو د لويي جرګې مشرتابه به يي له اصلي متن سره يو ځل بيا وګوري. له هغې وروسته به ولسمشر حامد کرزى هغه توشيح کړي او نافذبه شي. د لودېن دوينا له مخې دا کار به په راتلونکي اوونۍ کې بشپړ شي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists