د ولايتي ټاکنو ستونزه

دانش کړوخېل په کابل کې د آى ډبليو پى آر اډيټر

د ولايتي ټاکنو ستونزه

دانش کړوخېل په کابل کې د آى ډبليو پى آر اډيټر

په ډله کې چې يو پخوانى ولسوال هم ورسره ملګرى و، د شنبې په ورځ کابل ته راورسېدل او هڅه کوي ، خپل ولايت ته د مرستو د جلبولو په خاطرله چارواکو سره وګوري،چې په پراخه توګه د طالبانو د پلويانو ترکنترول لاندې دي. تر اوسه هغوى نه دې توانېدلي، له مطبوعاتو پرته د بل چا پام ځانته واړوي.


لويي جرګې ته د ٥٠٢ تنو غړيو له جملې څخه ٣٤٤ تنه په ولايتي کچه له هغو استازو څخه ټاکل شوي، چې په ولسواليو کې ټاکل شوي وو.


د هرولايت په سر دوه ښځينه استازي په جلاډول د ښځو دغونډو له لارې ټاکل شوي دي.


د زابل ولايت عمومي ټاکنې د نورو جنوبي ولايتونو سره يوځاى د کندهار په ولايت کې تر سره شوې. له زابل ولايت څخه د پنځو استازو ټاکل د يوولسو ولسواليو په ډله کې له اوو هغو څخه يوازې ١٥٠ خلکو له خوا تر سره شول. اصلا بايد له ٣٠٠ تنو څخه زياتو استازو د زابل ولايت استازو ته رايي ورکړى واى.


هغو استازو چې د څلورو ولسواليو په استازيتوب يي بايد رايي ورکړى واى، په ټاکنو کې يي د وخت او ځاى د نه خبرتيا له امله ګډون ونه شو کړاى. د زابل اسنتازو آى ډبليو پي آر ته وويل، چې په دې څلورو ولسواليو کې حکومتي چارواکي نه شته.


د ډلې مشر تيمورشاه او د شملزايي له ولسوالى څخه د پخوانې لويي جرګې استازي وويل: "هغه خلک چې په دې څلورو ولسواليو کې واک لري، له طالبانو سره اړېکې لري. هغوى موږ ته خبر رانه کړ. په دې توګه به د لويي جرګې بهير سم نوم ونه لري."


نوموړي وويل، په نوروولسواليوکې يوازينې چارواکي د ولسوالۍ مشران، طالبان او هغه مامورين دي، چې له طالبانو سره يي روغه جوړه کړې ده.


د استازو د ادعا له مخې حکومت د زابل د ولايت له ١١ ولسواليو څخه يوازې په دوو هغو واک چلوي. تيمور شاه وويل: "امنيتي وضعه ترادې اندازې خرابه ده، چې ددې دوو ولسواليو د پولې په لسو کيلومترى کې خلک تښتول کيږي."


هغه زياتوي: "ولى حکومت د طالبانو څخه د بېغمه کېدو لپاره اقدام نه کوي؟"


تيمورشاه په دغه ورځ په کندهار کې په تصادفي ډول خبر شو، چې د زابل ولايت د ټاکنو غونډه جوړه شوې ده. هغه د کندها رپه ولايت کې د ټاکنو د کميسون له ادارې څخه غوښتنه وکړه ، چې ټاکنې يوه ورځ وځنډوي، ترڅو هغه وکړاى شي، د ولسوالى استازي خبر کړي. خو دهغه د وينا له مخې د کميسون ادارى ورته ويل ، چې موجود استازې به ګوتنيوى وکړي او بيا به حکومت اجازه ورنه کړي.


تيمورشاه وويل، په نتيجه کې: "د افغانستان خلکو د قانون په تصويبولو افغانستان ودان کړوو خو زه په دې خپه يم چې د زابل خلک له دې څخه بې برخې شول."


هغه ويل چې د دغه ډلې سفر کابل له خطر څخه ډک و. "زه پوهېدم چې د طالبانو له خوا ماته خطر و، خو له هغې سره سره بايد زه چارواکي د خلکو له ستونزو خبر کړم."


د لويي جرګې د ټاکنو اداري مشر صادق مدبر ومنله، چې د زابل ولايت په سلو کې له ٤٥ څخه تر٥٠ : پورې استازو د امنيت د خرابوالي له امله په ټاکنو کې ونډه وانه اخيستلاى شوه. :"مهال ويش جوړ شوى و او دکندهار د ټاکنو ځنډول به يو ښه کار نه و." مدبر وويل ورته ستونزې د نورستان او هلمند په ولايتونوکې هم موجودى وي، چې تقريبا د ٤٥ فيصدو په شاوخوا کې استازو په ټاکنو کې يا د امنيت د خرابوالي او يا هم دولاينت مرکز ته د نه ورتګ له امله ګډون ونه کړاى شو.


د ولسمشر د دفتر وياند جاوېد لودين د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې په ټول افغانستان کې په سلو کې د ٨٥ په شاوخوا کې استازو د لويي جرګې ته د استازو په ټاکلو کې ونډه واخيسته.


د زابل ولايت درې تنو استازو آى ډبليو پي آر ته وويل،هغوى په دې پوهېدل چې دټاکنو په بهيرکې هيچا د چا استازيتوب نه دى کړى، خو هغو ىوويل چې سره له دې به دوى به هڅه وکړي، د ولايت د ټولو خلکو خدمت ته ځانونه ورورسوي.


هغوى وويل، چې حکومت بايد په ولايت کې د امنيتي ستونزو د حل لپاره لازم ګامونه پورته کړي.


د شاه جوى د ولسوالى يو استازي نظرمحمد دا ومنله چې د ارغنداب په ولسوالى کې هيچا په ټاکنو کې ګډون نه ووکړى. "ځکه هلته نه حکومت شته، نه تيلفون او نه (له استازو سره) رسمي اړيکې. هغوى ډارېدلي او(دطالبانو دپلويانو) ترفشار لاندې وو.


Frontline Updates
Support local journalists