د ټولټاکنو اندېښنې لا پر ځاى پاتې دي

له سوله ييزو ټولټاکنو سره سره د بشري حقوقو يوه ډله ګواښ کوي، چې د ټوپک قانون لا اوس هم موجود او خطر په مخکې پروت دى.

د ټولټاکنو اندېښنې لا پر ځاى پاتې دي

له سوله ييزو ټولټاکنو سره سره د بشري حقوقو يوه ډله ګواښ کوي، چې د ټوپک قانون لا اوس هم موجود او خطر په مخکې پروت دى.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې له پام وړ تاوتريخوالي سره مخامخ نه شوې، خو د بشري حقوقو د يوې نړيوالې مخکښې ډلې د وينا له مخې سيمه ييز پياوړي قوماندانان او د طالبانو پاتې شوني لاتراوسه هم عادي افغانان ډاروي. د اکتوبر د نهمې د ټول ټاکنو دمخه خپرو شويو رپوټونو کې په نيويارک کې دبشري حقوقو يوې ميشتې ډلې اخطار ورکړی و، چې ښايي امنيتي ګواښونه د رايو ورکولو صندقونو ته، په تېره بيا لريو پرتو ولايتونو کې د رايه ورکوونکو د ورتګ مخه ونيسي. سره له دې کومه لويه ستونزه رامنځته نه شوه او افغانانو په پراخ ډول په رايو ورکولو کې ګډون وکړ.


د بشري حقوقو د څار د ډلې د آسيا د برخې مرستيال ، سام ظريفي له آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون يو لوی بری و. هغه وويل: ((بېله شکه بايد افغانان په خپلو ځانونو ډېر زيات ووياړي.))


د بېلګې په توګه طالبان د ټولټاکنو د ګډوډولو لوړه کړې وه، خو ونه توانېدل د ټاکنو په ورځ کوم منظم بريد تر سره کړي. ظريفي د ټولټاکنو په ګډوډولو کې د طالبانو مخنيوي د نړيوال سوله ساتې ځواک شتون وباله.


نوموړي وويل: ((طالبان ددې توان نه لري، چې د امنيتي ځواکونو په شتون کې منظم بريدونه تر سره کړي. له دې امله د ټاکنو ورځ بايد د طالبانو د ماتې د ورځې په توګه وګڼل شي، ځکه له دې څرګنديږي، چې هغوی نه د خلکو ملاتړ لري او نه پوځي ځواک.))


ظريفي زياته کړه، چې له ټاکنو دمخه ګواښونه لا په خپل ځای پاتې دي. نوموړی زياتوي: ((سره له دې چې جنګسالارانو خلک، په تېره بيا ښځې ډارولې، خو د ټولټاکنو ورځ ښايسته ښه آرامه تېره شوه او له توقع زياتو خلکو په هغې کې ونډه واخيستله.))


د بشري حقوقو د څار د ډلې په وينا په افغانستان کې ښځې له دوو بېلا بېلو ګواښونو سره مخامخ دي: يو دطالبانو له خوا، چې په ټولنې کې د هغوی له هراز رول لوبولو سره مخالف دي او بل د ځايي قوماندانانو له خوا ، چې خپلې اړوندې سيمې د خپلو شخصي ملکيتونو په څېر چلوي. ظريفي وويل، چې د ټولټاکنو په ورځ د ښځو د ډار نه منل په سياسي بهيرکې د ونډې د اخيستلو لپاره د هغوی هيله په ثبوت ورسوله.


ظريفي زياته کړه، چې د مليشو قوماندانانو د ټولټاکنو په پايلو باندې ډېر لږ اغېز درلود. خو هغه په نړيوالې ټولنې ټينګار وکړ، چې د نوي ولسمشر له خوا د کابينې چوړول له نزدې وڅاري.


د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې منځمهالې ادارې کې، د دفاع د وزير، مارشال محمد قسيم فهيم په ګډون، څو تنو پياوړو قومدانانو برخه درلوده. د بشر د حقوقو د څار ډله اندېښمنه ده، چې په نوې کابينه کې به قوماندانان او يا هغه افراد لاره پيدا کړي، چې له نيشه يي توکو سره تړاولري.


ظريفي وايي: ((هغه مهال چې نوی ولسمشر خپله کابينه ونوموي، نو موږ به وګورو، چې جنګسالاران او جنايتکاران په هغې کې ګډون لري او که نه . په راتلونکي حکومت کې بايد جنګسالاران ځای و نه لري. د ټولټاکنو کميسيون بايد د جنايتکارانو د نه ګډون په وړاندې د ټولټاکنوحق خوندي وساتي.))


ظريفي د متحده آيالتونو تګلارو جوړوونکو ته هم ګوته ونيوه، ويې ويل، چې کله ناکله واشنګتن په پټه د ملېشو د قوماندانو ملاتړ کوي. هغه وويل: ((د تېرو دوه نيمو کلونو په بهير کې متحده آيالتونو له جنګسالارانو سره مرسته کړې او هغوی يې د (2٠02) په بيړنۍ لويي جرګې کې له اغېز بهر وساتل. دا د متحده آيالتونو نيمګړتيا وه، چې دا جنګسالاران يې پرېښوول بېرته خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.))


ظريفي وويل، د متحده آيالتونو په تګلاره کې يې ځينې بدلونونه هم ليدلي دي. هغه له واکه د هرات د پخواني والي، اسمعيل خان د ګوښه کولو يادونه وکړه.


ظريفي تينګار کوي، چې په هرات کې د اسمعيل خان له ګوښه کېدو وروسته سياسي اتموسفير ښه شوی دی، خپلواکې خپرونې رامنځته شوي او مدني ډلې راټوکېدلې دي.


راتلونکي کال ته د پارلماني ټاکنو ځنډول د اندېښنې يوه بله خبره ده. ظريفي وويل، چې ځايي قوماندانان به د عمومي ټولټاکنو په وړاندې د ډارولو او درغلۍ ښه چانسونه ولري.


تر ننه د ناتو ترمشرۍ لاندې سوله ساتي نړيوال ځواک ، آيساف، خپل شتون په کابل او شمالي ولايتونو پورې محدود کړی دی. د بشري حقوقو د څار ډلې سپارښتنه کړې، چې له عمومي ټولټاکنو ترمخه دې د آيساف ځواکونه په ټول افغانستان کې ځای په ځای شي.


ظريفي زياته کړه، چې نړيوال څارونکي او رغنده وسايل بايد له ټاکنو دمخه سم سمبال شي، تر څو د بې نظميو مخه ونيول شي.


هغه په نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې افغانستان د خپل پام په مرکزکې وساتي. هغه وويل: ((دا به د خواشېنۍ خبره وي، چې که د ټولټاکنو د ورځې له بری سره نړيواله ټولنه په دې اند شي، چې افغانستان له منځمهالې ادارې څخه دموکراسی ته واوښت، نو هر څه سم شوي دي او له دې زيات نور نړيوالو مرستو ته اړتيا نه شته.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists