د طالبانو محکمې د دولتي محکمو په پرتله "بې عيبه" دى

يو شمېر خلک د افغانستان په شمال کې وايي،عدلي سيستم تر دې کچې له فساد څخه ډک شوى دى چې خلک غوره بولي خپلې لانجې د طالبانو په محکمو کې هوارې کړي.

د طالبانو محکمې د دولتي محکمو په پرتله "بې عيبه" دى

يو شمېر خلک د افغانستان په شمال کې وايي،عدلي سيستم تر دې کچې له فساد څخه ډک شوى دى چې خلک غوره بولي خپلې لانجې د طالبانو په محکمو کې هوارې کړي.

In some Balkh villages, the Taleban have established parallel structures of government and justice. (Photo: IWPR)
In some Balkh villages, the Taleban have established parallel structures of government and justice. (Photo: IWPR)
Wednesday, 18 August, 2010

په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، قيوم بابک ليکنه

د افغانستان د شمالي ولايتونو اوسيدونکي وايي، د خپلو لانجو د هوارۍ لپاره د دولتي محکمو پرځاى، چې د هغوى د وينا له مخې فاسدې او بې اغېزې دي، د طالبانو جوړو شوو محکمو ته مخه کوي.

هغوى وايي طالبان بډې نه غواړي او د عدلي سيستم په پرتله ډېر چټک کار کوي.

دا حقيقت، چې ياغيان له دولت سره د موازي عدالت د چلولو وړتيا لري او خلک پر هغې ايمان لري، د افغانستان په شمالي سيمو کې په ځانګړي ډول د خطر زنګ دى. ځکه له يوې خوا دا سيمه په وروستيو کلونو کې د هېواد د سهيلي سيمو په پرتله کرار وه او له بلې خوا په سهيل کې د طالبانو غښتلى مرکز پروت دى او له مېشتو پښتو سره فرهنګي تړاو لري.

د بلخ ولايت د چمتال د ولسوالۍ اوسيدونکي، ٥٠ کلن شېرمحمد آى ډبليو پي آر ته وويل، څنګه له هغه وروسته يې له طالبانو څخه د خپلې دعوا د پرېکړې غوښتنه وکړه، چې (دولتي) محکمې ورڅخه د هغې لپاره زياتې بډې غوښتې وې.

دعوا هغه مهال راپورته شوه چې د هغه زوى د نورالدين په نامه پر يو سړي خپل موټر سايکل پلورلى و. وروسته نوموړي سړي د هغه پيسې نه ورکولې. شېرمحمد له هغه وروسته، چې محکمې د قضيې د پرېکړې لپاره له هغه څخه د موټرسايکل د بيې نيمايي هومره بډې وغوښتې، هغه پسې نور ونه ګرځېد. .

هغه وويل: "يو ورځ طالبان زموږ جومات ته راغلل او ماورته شکايت وکړ. هغه شپه طالبانو نورالدين وغوښت او موضوع يې وپلټله، نورالدين اقرار وکړ چې بايد زما پيسې راکړي. وروسته يې پيسې راکړې."

شېرمحمد وويل، هغه د موضوع په اړه د طالبانو له چلن راضي و، ځکه د شرعي قانون پر بنسټ يې په ټينګه اراده لانجه هواره کړه. په وړاندې يې هيڅ پيسې هم ونه غوښتې.

د بلخ ولايت د استيناف د محکمې رئيس، دينارخېل په محکمو کې د فساد له شتون څخه په کلکه غاړه وغړوله او ويې ويل چې دا هسې يو پروپاګند دى.

هغه وويل: "په بلخ کې نه فساد شته او نه بډې چې خلک طالبانو ته مخ واړوي." هغه وويل، د ياغيانو اصول ناقانونه دي، ځکه د يوې قضيې ټول پړاوونه نه وهي.

هغه وويل: "د قانون له مخې يوه موضوع بايد له درېو محکمو څخه تېره شي. که چېرته قاضي د نوموړو پړاوونو له وهلو پرته (وروستۍ) پرېکړه وکړي، نو هغه به سمه او عادلانه، نه وي

په حکومتي او دولتي موسسو او ادارو کې د فساد د پراخ شتون په اړه ادعاګانې هم د افغانانو او د نړيوالې ټولنې له خوا وړاندې شوي دي.

د افغانستان د څار ډلې (Integrity Watch Afghanistan) له خوا د يوې وروستۍ سروې له مخې په تېرکال کې د اخيستل شوو بډو کچه تر يو مليارډ امريکايي ډالرو پورې رسېده. په سروې کې د برخوالو کسانو نيمايي شمېره په دې اند وو چې طالبان د فساد د نه شتون له امله پياوړي وو. .

ماهرين په دې اند دي چې دا مفکوره خلک له ياغيانو سره مرستې ته هڅوي.

 د بلخ په ولايت کې د نبي اسير په نامه يو قانونپوه او سياسي شنونکي وويل، فساد او جنايت په حکومت کې خپلې لوړې پوړۍ ته رسيدلى دى.

هغه وويل: "دولت بنسټيزې ستونزې لري. د هېواد حکومتي څېرې په څرګند ډول مفسدې دي او د هغوى بهرنيو انډيوالانو هم د فساد په پراخولو کې رول لوبولى دى. خلک په حکومت کې د فساد له امله پوزې ته رسيدلي دي. هغوى طالبانو ته مخ اړوي."

د بلخ په لويديځ کې د فارياب ولايت د قيصار د ولسوالۍ د چلګزي د کلي مشر، محى الدين وويل چې څنګه طالبان بيا سيمې ته راستانه شوي او له حکومت او عدلي سيستم سره موازې جوړښتونه يې رامنځته کړي دي.

د هغوى اداري سيستم هماغه سيستم دى چې طالبانو په ١٩٩٦ – ٢٠٠١ کې د خپلې واکمنۍ پرمهال درلود. هغوى والي، ولسوال او د هر ولايت په سر يو قاضي لري. محى الدين وويل، اوس يې توپير يوازې دادى چې اوسنۍ ادارې يې ټاکلى موقعيت نه لري، کله يوځاى او کله بل ځاى وي. خپل حکومت د جوماتونو له لارې چلوي.

هغه وويل، اوس د سيمې خلک د حکومت په پرتله د طالبانو عدالت غوره بولي.

محى الدين وويل: "طالبان داسې قضيې هواروي چې خلکو ته ډېر ارزښت لري. نه بډي اخلي او نه نورې ستونزې زيږوي. هغوى د قتل پر دوسيې په درېو ورځو کې پرېکړه کوي او (د بېلا بېلو) اړخونو حقوق په مناسبه لاره ورکوي. له دې امله خلک هغوى ته ورځي."

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يو وياند په يوې تيليفوني مرکې کې آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغوى غورځنګ لا تر اوسه د پخوا په څېر د افغانستان په ټولو برخو کې خپله اداري شبکه ساتلې ده.

هغه وويل: "الحمد لله، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټولو برخو کې خپل تشکيلاتي سيستم لري. د اسلامي امارت کارکوونکي د هېواد د مسلمانو خلکو خدمت کوي او له هغه وروسته چې د سخت زړو کافرانو په وړاندې يې په جهاد پيل کړى دى، د خلکو غوښتنو ته د خپلې وړتيا ترکچې ځواب ويلى. افغانان مسلمانان دي، چې هيڅکله يې د بهرنيانو تر لاس لاندې ژوند نه دى کړى او نه به يې وکړي. موږ خوشحال يو چې ورځ په ورځ ګورو د افغان حکومت او د هغوى د بهرنيو انډيوالانو څېرې لوڅيږي او خلک طالبانو ته راځي."

د ولسمشر حامد کرزي وياند، وحيد عمر د رسنيو په يوې غونډې کې د خبرو پر مهال له دې انکا روکړ چې طالبان د خلکو په منځ کې ښه نفوذ لري.

هغه وويل: "طالبان په ځينو سيمو کې په پټه د يوې لنډې مودې لپاره راڅرګنديږي او لږه شېبه وروسته يا تر بريد لاندې راځي او يا تښتي."

هغه د حکومت دننه د فساد شتون ومانه، خو ټينګار يې وکړ چې د منځه وړلو لپاره يې هڅې روانې دي.

له فساد سره مبارزې د يوې حکومتې ادارې مرستيال، قسيم لودين ومنله چې ستونزه شته، خو ويې ويل د هغې د مخنيوي لپاره لارې چارې نيول شوي دي.

هغه وويل: "په افغانستان کې د فساد د شتون خبره رښتيا ده او موږ تر اوسه نه يو توانيدلي په بشپړ ډول يې مخه ونيسو. خو په ډاډ ويلى شم، چې ډېر ژر به په حکومت کې د فساد جرړې وايستل شي. موږ نوې ستراتېژۍ تر لاس لاندې نيولي ده."

وبه ليدل شي چې دا تګلارې په دولتي ادارو او عدلي سيستم کې تر کومې کچې د خلکو اعتماد او باور تر لاسه کولاى شي.

د مزارشريف يو اوسيدونکي، ٥٥ کلن صادق وويل، پر دولتي محکمو زيات باور نه لري ځکه سروکار ورسره لري.

هغه وويل: "دا درېم کال دى چې د بلخ ولايت په محکمه کې د ځمکې دوسيه لرم. په دوسيه کې هيڅ پرمختګ نه دى شوى. په ادارو کې د بډو له اخيستلو او خلکو ته د ستونزو له راولاړولو پرته نور څه نه تر سترګو کيږي. "   

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists