د تاجکستان سره د سوداګريزه اړيکو بيا ټينګيدل

د افغانستان انتقالي اداره هڅه کوي چى له تاجکستان سره سوداګريزه اړيکى ټينګى کړي.

د تاجکستان سره د سوداګريزه اړيکو بيا ټينګيدل

د افغانستان انتقالي اداره هڅه کوي چى له تاجکستان سره سوداګريزه اړيکى ټينګى کړي.

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سوداګريزه اړيکو د بيا را ژوندي کولو هڅه د يو مهم پله او يو سړک د جوړولو په يوى پروژى سره پيل کيږي.


دواړو هيوادونو په دى وروستيو وختونو کى يو تړون لاسليک کړ چې د دواړو پولو تر منځ د آمو پر سيند د شيرخان بندر په شا او خوا کى د پنځو پلونو جوړول هم پکښى دي. همدا راز د دغه تړون پر بنسټ په شمال کى د کندز د ښار او شيرخان بندر تر منځ د زښت خراب شوي سړک د جوړولو يو لوى پروګرام هم راځي.


اوس د شيرخان په بندر کى د بيړيو دپاره چى خلک او مالونه د آمو د سيند د يوى غاړى څخه بلى غاړى ته اړوي، يوازى يو د لنګر اچولو ځاى شته دى، خو هلته د اعلحضرت آمان الله خان د وخت دوى لويي له کاره لويدلى بيړۍ ولاړى دي چى د همدى بندر د هغى سوداګرۍ څرګندونه کوي چى يو وخت د سوداګرۍ مهم مرکز وو.


د افغانستان او تاجکستان تر منځ هغه وخت سوداګري سخته زيانمنده شوه چى شوروي افغانستان اشغال کړ او وروسته د جنګ سالارانو تر منځ جګړى پيل شوى. د شيرخان بندر د طالبانو لخوا د (٢٠٠٠) ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کى د نوموړي بندر د شا او خوا سيمو د نيولو وروسته وتړل شو.


د سوداګرۍ او مسافرو د تګ او راتګ او د تاجکستان سره د اړيکو د شليدو له امله پر پوله اغزي لرونکي سيمونه را تاو شول چى د غير قانوني مهاجرو مخه ونيول شي.


د افغانستان د دوو زياتو لسيزو د جګړى پاى د سوداګرۍ د نوو لارو چارو امکانات را منځ ته کړيدي او د نوموړي هيواد انتقالي اداره هڅه کوي چى خپل اقتصاد د ګاونډي هيوادونو سره په سوداګرۍ پياوړى کړي.


په افغانستان کې سوداګري تير کال په داسى حال کى بيا پيل شوه چى په کابل کى واکمنو پر صادراتو د ګمرکي محصول د له منځه وړلو پريکړه وکړه. خو شيرخان بندر ته ډير وخت په کار دى چى بيا د سوداګرۍ په يوه مهم مرکز بدل شي. په نوموړي بندر کي يو وخت يو لوى بازار، د مالونو د ساتلو لوى ګودامونه او د سپين زر د شرکت د سوداګرۍ د تيلومرکز موجود وو، خو اوس هلته يوازى دوه دوکانونه پاته دي.


خو بيا هم د شيرخان دبندر د ډيرو لږو اسانتياو برسيره، هلته د روان کال له پيل څخه د (٣٠٠) څخه زيات د کارګو مالونه را رسيدلي دي.


د شيرخان دبندر د ګمرک رئيس عبدالرشيد دجنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هيڅ چا نه شو کولى له دغه بندر څخه تيرشي، خو اوس د تاجکستان څخه د همدى بندر د لارى لرګي، سيمنټ، څرمن، تيل، اضافي پرزى او حتى (٢٨٠) موټران راوړل شويدي او په بدل کى ئي د هيواد ارزښتناکه ميوه بهر ته صادره شويده.


د نوموړي بندر د ګمرکي محصول د څانګى مدير محمداقبال وويل: په همدى بندر کى د سوداګرۍ د پيل راهيسى (٥٣) ميلون افغاني (٧٨٥ امريکائي ډالر) ګمرکي محصول راټول شوى دى. نوموړي زياته کړه: همدا د محصول پيسى د يوه ميلمستون او د مالونو د ساتلو د دوو ګودامونو په جوړولو لګول شويدي.


په داسى حال کى چى د شيرخان په بندر کى ورو ورو د سوداګريزه فعاليتونه د پيل کيدو په حال کې دي، نو د نوموړي بندر د سپين زر شرکت په شان لوى شرکتونه او کمپنۍ د خپلى سوداګرۍ د بيا پيل کيدو په هکله غور کوي.


د شيرخان په بندر کې د سپين زر د شرکت د رئيس مرستيل عبدالطيف فطرتي وويل: زموئږ شرکت د (١٩٧٨) ميلادي کال تر مخه اروپا او مرکزي اسيا ته (١٠٠٠٠٠) ټنه پنبه ليږله، خو د روسانو د اشغال او د جګړو له امله زموئږ سوداګرۍ ته سخت زيان ور ورسيد. نوموړي زياته کړه: اوس د سوداګرۍ د نويو اړيکو ټينګول د سوداګرو له پاره يو ښه خبر دى او موئږ ټول د شيرخان د بندر او کندز تر منځ د سړک د ترميم په طمع او اميد يوو.


دانش کړوخيل دجنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى د روزنى په پروګرام کى يو ګډون کوونکى ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists