د تابعيت نوو تذکرو ته د افغانانو بې صبرانه انتظار
د بايومتريکو اسنادو له امله په راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغليو کچه ټيټيږي.
د تابعيت نوو تذکرو ته د افغانانو بې صبرانه انتظار
د بايومتريکو اسنادو له امله په راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغليو کچه ټيټيږي.
د هېواد په څلورو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړۍ کې د ويناوالو د وينا له مخې کېدای شي د برښنايي پېژندپاڼو له امله د افغانستان ټاکنې په عادلانه ډول سرته ورسيږي او له ټولنيز عدالت سره مرسته وکړي.
د نوو بايومتريک کارتونو د وېش پلان، چې د تذکرې په نامه پېژندل کيږي او د اړوند شخص د گوتو نښې او ديجيتلي تصوير لري، د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٩ کال کې اعلان شو. نوې پېژندپاڼې، چې د ټاکنو د درغلۍ مخه نيسي، مفصل معلومات، لکه: شخصي او کورنی دريځ او د استوگنې ځای او نور لري. دا پېژندپاڼې د حکومت لپاره يوه ارزښتمنه سرچينه گڼل کيږي؛ د نفوسو په اړه سم او کره معلومات چمتو کوي او سربېره پر دې د ټولنيزو او اقتصادي تگلارو له جوړولوسره مرسته کوي.
د نوموړو پېژندپاڼو وېش د لوژستيکې ستونزو او همدارنگه د افغان د کلمې د ليکلو يا نه ليکلو له امله له خنډ سره مخامخ شوی. د نوموړې کلمې معنا، «د افغانستان تابعيت» دی ، خو يو شمېر يې هغه يوازې او يوازې په پښتون توکم پورې اړوند بولي.
تېره مياشت په کونړ، ننگرهار، زابل او خوست ولايتونو کې د جوړو شوو مناظرو برخوالو د پېژندپاڼو ملاتړ کاوه، ويل يې نوموړې پېژندپاڼې له شفافيت او له امنيتي ارگانونو سره د افرادو د هويت په پېژندلو کې ښه مرسته کوي.
د هېواد په لوېديځ، زابل کې د هغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالمقيم افغان وويل، اوسنی سيستم ناوړه گټی اخيستنی ته ښه جوړ دی؛ ځکه خلک کولای شي په ډېرې اسانۍ په بېلابېلو نومونو څو پېژندپاڼې (تذکرې) او د رايو ورکولو کارتونه واخلي.
هغه وويل: «د اوسنيو تذکرو له لارې په اسانه ډول درغلي سرته رسېدای شي، خو جعل کاران نشي کولای د نوې برښنايي پېژندپاڼو په وسیله درغلي وکړي د ټولو رايه ورکوونکو پېژندپاڼې پېژندل کېدای شي.»
افغان زياته کړه، نوې پېژندپاڼې ته راټول شوي معلومات به د نفوسو په اړه د معلوماتو رغنده بنسټ رامنځته کړي.
د نوموړي ولايت د معلوماتي تکنالوژۍ د رياست مرستيال، حاجي عبدالکريم وويل، په برښنايي تذکرو کې د هغې د خاوند فردي کود موجود دی چې د هغې کره والی تضمينوي.
نوموړي وويل: «يو شخص نشي کولای په يوه وخت کې دوې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.»
گڼو ويناوالو د نوو پېژندپاڼو په وېش کې د پرله پسې ځنډ له امله نهيلي څرگنده کړه، په تېره بيا چې په پام کې ده په راتلونکې کال کې پارلماني ټاکنې سرته ورسيږي.
د مدني ټولنې يوه فعال، محمد هوتک په دې اړه حکومت پړ وباله.
هغه وويل: «په حکومتي ادارو کې ځينې داسې اشخاص شته چې کېدای شي گټې يې د برښنايي تذکرو له امله له زيانمنې شي. که چېرته د برښنايي تذکرو وېش پيل شي، نو ټاکنې به ډېرې شفافې او رڼې وي. له دې امله هغه خلک چې غواړي د درغلۍ لپاره زمينه برابره کړي، د هغې د وېش په وړاندې خنډونه اچوي.»
په ختيځ ولايت، کونړ کې اورېدونکو غوښتل وپوهيږي چې ولې دې کار دومره موده ونيوه.
د نوموړي ولايت د معلوماتي تکنالوژۍ د رياست غړي، حريت الله وويل، د مخابراتو او ملي تکنالوژۍ وزارت د اړتيا وړ چمتووالی لري، خو يو شمېر خنډونه پر ځای پاتې دي. همدا راز د قوم د ليکنې په اړه هم يوه هوکړه نشته. تېرکال په ولسشمريزو ټاکنو کې اوږد ځنډ، چې ټاکنې دويم پړاو ولاړې او د درغلۍ په اړه ادعاگانې رامنځته شوې ، دا بهير له ځنډ سره مخامخ کړ.
نوموړي زياته کړه، د دې ترڅنگ امنيتي ستونزې بل لامل دی.
هغه وويل: «امنيت موږ ته يوه ډېره مهمه موضوع ده. آن که همدا نن په کونړ کې د تذکرو په وېش پيل وکړو، په دې ولات کې داسې ولسوالۍ شته چې هلته امنيت نشته. د هغو ځايونو خلک د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د ولايت مرکز ته نشي راتللای او کارکوونکي هلته نشي تللای، ځکه حالات سم نه دي.»
په يو بل ختيځ ولايت، ننگرهار کې د مناظرې ويناوالو، چې د سره رود په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، ومنله د تذکرو د وېش لپاره امنيت ډېر اړين دی.
د سره رود د ولسوال مرستيال، عبدالواسع انتظار وويل، که چېرته نړيواله ټولنه او افغان حکومت خپلې امنيتي ژمنې سرته رسولی وای، نو امکان و چې تر ټاکنو دمخه مو د برښنايي پېژندپاڼو وېش بشپړ کړی وای.
هغه وويل: «که چېرته تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې په خپل وخت پېژندپاڼې ووېشل شي، تاسو ته ډاډ درکولای شم چې د درغلۍ مخه به ونيول شي.»
د مناظرې برخوال، اجمل وپوښتل، ايا د برښنايي تذکرو په وېش کې ځنډ له افغانستان څخه د ناتو د وتلو له امله رامنځته شوی.
د نوموړي ولايت د سر شمېرنې د رياست کارکوونکي، اسدالله دولتزي په ځواب کې وويل: «د بهرنيانو شتون يا نشتون له دې کار سره هيڅ تړاو نه لري. څه چې ورته اړتيا لرو، هغه امنيت دی. که چېرته امنيت وي، کولای شو پېژندپاڼې ووېشو.»