د سړک د سر پلورنکي

د يو نوي فرمان د لارښوونې له مخې د سړک د سر پلورونکو او غرفو پلورونکو ته ويل شوي، چې د خپل کار او کسب لپاره نورو ځايونو ته لاړ شي.

د سړک د سر پلورنکي

د يو نوي فرمان د لارښوونې له مخې د سړک د سر پلورونکو او غرفو پلورونکو ته ويل شوي، چې د خپل کار او کسب لپاره نورو ځايونو ته لاړ شي.

په کابل ښار کې د سړک پرغاړې د ژوند دود ورو ورو مخ په پای ته رسېدو دی.


هغه غرفې او کانتينرونه، چې د سړک پرغاړو ايښوول شوي، څه ناڅه د ښار له ټولو برخو څخه د ښار د پاکولو د عملياتو د يوې برخې په توګه ټول شوي.


له مېوو او خوراکي توکو څخه نيولې بيا تر صابون او نورو کوچنيو شيانو پورې بېلا بېل توکي د سړک پر غاړه په کراچيو او يا هم غرفو کې پلورل کېدل.


د کابل ښاروالۍ مرستيال، محمد فقير بهرام وايي: ((موږ غرفې د چاپېريال د پاک ساتنې او د لارويو او بايسکلونو د تګ راتک د اسانتيا په موخه لېرې کوو.)) هغه وويل، زيات شمېر اوسېدونکي زموږ له دې بدلونونو او بېځايه شويو خلکو ته د هټيو د پرانستلو د فرصت د ورکولو له امله خوښ دي، خوزياتره بيځايه شوي پلورونکي له دې کار څخه ناخوښ دي. څلورپنځوس کلن خدايداد وويل: ((زه د لس کسيزې کورنۍ د نفقې مسوول يم، خو اوس وزګار يم.)) هغه له پنځو کالو را په دې خوا په لاسي کراچۍ کې شيان پلورل.


هغه وايي، هغه بېوزلی دی او د هټۍ د پرانستلو وس نه لري. هغه وويل: ((زه دومره بېوسې يم، چې لرګي نه شم اخيستلای، کاغذونه او کارتنونه سېځم، نو هټۍ به څنګه جوړه کړم؟)) هغه وويل، چې ځايي پلورنکي د سيمې د اوسېدونکو په ګټه دي. نوموړی وايي: ((خلک ځکه له موږ څخه شيان اخلي، چې موږ ورته هر څيز ورکوو. چارواکو بايد لومړی موږ ته هټۍ موندلای وای او بيا يې زموږ غرفې لېرې کړی وای.))


شپېته کلن حاجي خفيظ الله له هغه سره همغږی دی. هغه وايي: ((هغوی بايد لومړی يو مارکيټ جوړ کړی وای. ددې ځای اوسيدونکې له دې غرفو سره اموخته وو. اوس بايد موږ ښار ته ولاړ شو او د شيانو د اخيستلو لپاره زياتې پيسې ولګوو.))


حيب الله چې د ښار په مرکز کې په يو کانيتنر کې ښيښې او د وادنۍ سامان پلورل، اوس يې د سړک په سر خرڅوي. هغه د خپلو نور انډوالانو په هکله اندېښمن دی، وايي: ((دوو يا دريو تنو په دې غرفو کې د کار کولو له لارې کولای شول، له اتو څخه نيولې تر لسو تنو غړيو پورې کورنيو ته خواړه پيدا کړي. اوس هغوی وزګار دي.))


هغه زياته کړه، ((زه ما په اند چارواکو سم ګام پورته کړی، خو په ناسم وخت کې. اوس ژمی دی، زياتره خلک له مالي ربړو سره لاس او ګرېوان دي.))


نويد، چې خپلې يوولس کسيزې کورنۍ ته خواړه چمتو کوي او په خپل کانتينر کې يې دلږې بيې شيان پلورل اوس وزګاردی. خو له دې سره سره هغه وايي، چې د چاپېريال د پاک ساتنې په موخه چارواکو سم کار ته لاس اچولای دی. هغه وايي. ((په دې کار ښار ښکلی ښکاري. له هغه وروسته چې کانتينرونه يې ليرې کړل، نو بايد سړکونه هم پراخ او تګ راتګ اسانه کړي.))


د ښار د مرکزې برخې د ګلانو يو پلورونکي، دوست محمد وويل: ((له هغه مهاله چې کانتينرونه ليرې شوي دي، نو د دوکانونو کرايې څه ناڅه په سلو کې پنځوس لوړې شوي دي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists