د سپورت معيوب لوبغاړي نور معيوبان هڅوي

يوه موسسه داسې لارې چارې پلټي، چې د اوږدې جګړې له امله رامنځته شوي زرګونه ټپيان او معيوبان په فزيکي او معنوي لحاظ وروزي.

د سپورت معيوب لوبغاړي نور معيوبان هڅوي

يوه موسسه داسې لارې چارې پلټي، چې د اوږدې جګړې له امله رامنځته شوي زرګونه ټپيان او معيوبان په فزيکي او معنوي لحاظ وروزي.

حاجي عبدالرحمن محمدي د ټوپک په يوې ګولۍ د لګېدو له امله په دواړو پښو شل او د تېرو ١٦ کلونو راهيسې په څرخي څوکۍ (رکشا) باندې ګرځي. هغه لا تر اوسه هم د يو غېږ نيوونکي پياوړې او ټينګ عضلات لري او د وزلوبې يو تجربه لرونکى لوبغاړى دى.


عبدالرحمن د زرګونو نورو افغانانو په څېر په خپل هېواد کې د شل کلنې جګړې دروند پېټى په اوږو وړي. خو د سپورت دې ٣٥ کلن لوبغاړي د معيوبيت له امله خپل ژوند په ځان کړۍ کړى نه دى. د هغې پرځاى هغه د نورو معيوبانو لپاره يوه ښه بېلګه او په عمومي غونډو کې د هغوى د لېوالتيا استازيتوب کوي او په سپورت کې يي د ګډون لپاره هڅوي.


ملګري ملتونه اټکل کوي، چې په افغانستان کې لږ تر لږه اته سوه زره معيوبان شته. د هغوى يو شمېر د جګړې له امله په پرله پسې ډول ټپي شوي دي. ځينې د ځمکنيو ماينونو ښکار شوي او آن همدا اوس هره مياشت د دوه، درې سوو تنو په منځ کې خلک د ځمکنيو ماينونو له امله ټپي کيږي. يوزيات شمېر کوچنيان د ګوزنډ په څېرد درملنې وړ ناروغيو له امله هم معيوب شوي دي.


په پلازمينې کې د ودانولو د يو شرکت څښتن، عبدالرحمن د کابل د ښار په شورى کې د معيوبينو استازى دى. هغه له خپل جيب څخه په زرګونه ډالره د بدني روزنې د وسايلو د چمتو کولو لپاره لګولي دي.


عبدالرحمن د معيوبانو د ملي فدراسيون د بنسټ ايښوونکي په توګه ددې مياشتې په سر کې له دريو تنو (معيوبو) افغانانو سره مرسته وکړه، چې ددې کال په وروستيوکې د اتن په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړي.


په دې ډلې کې به شل کلنه نادره د مېرمنو څرخي لرونکي څوکيو په ځغاسته، شل کلن خان اقا، د نارينه وو د څرخي څوکيو په ځغاسته او ١٩ کلن قاهر، د نارينه وو په بايسکل ځغلولو کې ګډون وکړي.


ددې کال په سر کې عبدالرحمن د سپورت د معيوبو لوبغاړو فدراسيون (DSF) جوړ کړو. هغه اوس ددغه موسسې د مشر په توګه کارکوي، چې د هېواد په کچه يو زر تنه غړي لري. دا فدراسيون د سلو تنو معيوبو لوبغاړو د روزنې لپاره وسايل او امکانات چمتو کوي.


عبدالرحمن وايي، چې تر اوسه يې د سپورتي سامانونو د پېرودلو لپاره ١٦ زره ډالره له خپل جيب څخه لګولي او د ځغاستې څرخي څوکۍ، بايسکلونه، د بدن د غښتلي کولو سامانونه او وزنونه يي چمتو کړي او همدارنګه هغو معيوبانو ته،چې ملي ستډيوم کې تر روزنې لاندې دي، د مياشتي شل، .شل ډالره ورکوي.


عبدالرحمن وايي: "موږ بايد (معيوبان) وهڅوو، چې سپورت وکړي او په خپل ځان د ويسا لارې چارې زده کړي، په دې وپوهيږي، چې معيوبيت هغوى له ټولنې څخه نه ګوښه کوي. موږ بايد څرګنده کړو، چې موږ د هر رازکار دسرته رسولو توان لرو."


د پروان د ولايت اوسيدونکى، ٢٥ کلن وحيدالله پنځلس کاله وړاندې په ګولۍ لګېدلى او په دواړو پښو شل شوى دى. هغه د فدراسيون د کار ستاينه کوي او وايي: "پخوا موږ ستديوم ته نه شو راتلاى. زما سپارښتنه ټولومعيوبانو ته داده، چې د بدني روزنې له لارې خپله روغتيا پياوړې کړي."


دېرش کلنه کفترو پنځلس کاله وړاندې په کابل کې د راکټ د چاودېدو له امله په يوه پښه شله شوه. هغه له دې خبرې سره همغږې ده، چې معويبان بايد د سالم بدن او روح دترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي. د هغوى کورنۍ بايد په دې لاره کې هغوى وهڅوي.


دوکتور عبدالبصير، چې د DSF په بنسټ ايښوولو کې يي مرسته کړې او د هغې د سکرترجنرالۍ دنده په غاړه لري، د بيارغاونې او لوبو لپاره د افغانستان د معيوبو بايسکل ځغلوونکو مشر هم دى. دې موسسې د ١٩٩٦ کال په نړيوالو لوبو کې د دوو معيوبو افغانانو د ګډون لګښتونه پرې کړي و.


دکتور عبدالبصير او عبدالرحمن دواړو په کابل ښار کې د مارچ په مياشت کې د ځمکنيو ماينونو په هکله په يو نړيوال کنفرانس کې له برخې اخستلو څخه په ګټه د افغاني معيوبو لوبغاړو د برياوو په هکله برخوالو ته معلومات ورکړل.


د هغوى موسسو په پلازمېنې کې د ٣٨ هېوادونو د استازو په وړاندې په غازي ستديوم کې د ننګرهار، لغمان او پروان ولايتونو د معيوبو لوبغاړو په ګډون د لوبو سيالۍ جوړې کړې. په دې لوبو کې د ځغاستې په سياليو کې پنځو تنو بايسکل ځغلوونکو او د څرخې څوکۍ لرونکو معيوبينو برخه اخيستې وه. په سپورت کې ګډون کوونکو له سپورت سره دخپلې مينې په اړوند خلکو ته معلومات ورکړل او د معيوبو لوبغاړو د لوبو لپاره يي د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.


له پروان ولايت څخه محمددين، پخوا تر دې چې ١٩ کاله وړاندې د ماين د چاودېدو په يوه پېښه کې دواړه پښې له لاسه ورکړي، يو غېږ نيوونکى و. هغه وايي، ډاډه دى، چې که چېرته د روزنې ښه امکانات چمتو شي، نو افغاني معيوبان به وکړاى شي د نورو هېوادونو د معيوبانو له سپورتي لوبډلو سره سيالي وکړي.


٢٤ کلنه زلفر، چې په کابل کې، پخپل کور کې يي د راکټ د چاودېدو له امله يوه پښه له لاسه ورکړې، د واليبال له لوبې سره مينه لري. هغه، سره له دې چې مور او پلار يي په دې لوبه کې د ګډون خوښه نه ورکوي، وايي، هيله لري، داسې اسانتياوې رامنځته شي، چې ښځينه لوبغاړې په پټو ځايونو کې پرته له دې، چې نارينه يي سيل وکړي، خپلې لوبې تر سره کړي.


د معيوبانو پلويان باور لري، چې د معيوبانو نړيوالو لوبو ته د افغاني لوبډلو ليږل، که څه هم ډېر وړه لوبډله وي، په هېواد کې د معيوبانو د لوبو له ودې سره مرسته کوي.


د بدنې روزنې د ملي کميټې مرستيال، سيد محمود ضيا دشتي وايي، چې د حکومتي پراختيايي پروژې په کالنۍ غونډه کې به د يو مدرن او پوره سمبال ستديوم، د لامبو د ډنډ اومعيوبانوته په کابل کې د سپورت د نورو ډګرونو د جوړولو لپاره د پيسو غوښتنه وکړي. هغه وايي د خپلې غوښتنې د منل کېدو په اړوند خوشبين دى.


عبدالرحمن د معيوبانو په نړيوالو لوبو کې دافغانستان د ګډون په وړاندي هوډمن دى، چې د جګړې په کلونو کې د معيوبو شويو نورو هغو لپاره د الهام سرچينه شي.


هغه وايي: "زه په رښتيا ډېر خوښ يم، ځکه د دوو لسيزو له جګړو وروسته، موږ په پاى کې سوله تر لاسه کړه اوددې ډلې د استولو توان مو وموند، تر څو د افغاني معيوبانو استازيتوب وکړي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists