د شپې مهال ډاروونکي بريدونه پر افغان ښځو ناوړه اغېز کوي

د خلکو پر حريم باندې د ترهگرۍ ضد بريدونو تکتيک يوه نه منونکې سرغړونه ده او ناوړه عواقب رامنځته کوي.

د شپې مهال ډاروونکي بريدونه پر افغان ښځو ناوړه اغېز کوي

د خلکو پر حريم باندې د ترهگرۍ ضد بريدونو تکتيک يوه نه منونکې سرغړونه ده او ناوړه عواقب رامنځته کوي.

Women and children hide in a corner as their home is searched during a raid by the Afghan National Army. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)
Women and children hide in a corner as their home is searched during a raid by the Afghan National Army. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)

د ٢٠١٦ کال د اپرېل د درېمې نېټې د شپې پر يوولسو بجو بي بي سارا پر خپل کور باندې د وسله والو سرتېرو د ډلې له خوا د يو ناڅاپي يرغل پر مهال ترهوره له خوبه راويښه شوه.

د برکي برک د ولسوالۍ د قلعۀ تقايي د کلي نوموړې ٣٧ کلنه مېرمن وايي، د خوب د کوټې دروازه يې د يوې ډلې وسله والو سرتېرو له خوا پر لغته ووهل شوه او پټ مخونه ورننوتل. د لوډسپيکر له لارې اخطار ورکړل شو چې هيڅوک و نه خوځيږي.

نوموړې مېرمنې وويل: «زه، درې کوچنۍ لوڼې او ميړه مې اجمل، چې يو بزگر دی سخت وډارېدو او د کوټې په يوه کونج کې غلي کېناستو. ناڅاپه يوه سرتيري له پوښتنې پرته د کلاشينکوف په کونداغونو زما د مېړه پر وهلو پيل وکړ.»

سارا وويل، له سرتېرو سره يې ناندرۍ پيل کړې او لوڼو يې په چغو او سورو ژړل.

هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «په داسې حال کې چې زما د مېړه وهلو ته يې دوام ورکاوه، زه يوه سرتېري ټيل وهلم، د کوټې په کونج کې يې وغورځولم او سر يې راته ټپي کړ. وروسته يوه سرتېري زما د ميړه لاسونه ولچک کړ، سترگې يې ورته په تورې ټوټې وتړلې او تر دې اندازې يې وواهه چې زه به يې د ژوند تر پايه هېر نه کړای شم. بيا يې له ځان سره يوړ.»

د شپې يرغل له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې کاريږي او تر اختلاف لاندې يو تاکتيک دی. افغانان پر خپل شخصي حريم هر راز يرغل يوه ستره سرغړونه بولي. پر حريم باندې دغه راز يرغلونه ورته د نه منلو سرغړونه ده. ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې د اړولو په گډون دغه کار له خپل حکومت او امنيتي پوځونو سره د خلکو واټن پراخه کړی دی.

د لوگر ولايت ځايي ډاکټران وايي، دغه ډول يرغلونه زياتره ښځې له رواني کړاو سره مخ کوي. د رواني روغتيا کارپوهان گوته څنډي، گڼ شمېر مېرمنې د اوږدې مودې له ډار او اضطراب څخه کړيږي.   

سارا اوس د لوگر ولايت مرکز، پل علم کې د نايب امين الله خان لوگري په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

هغې وويل، پر کور يې تر تېري وروسته يوازنۍ په لاس راغلې وسله، يو ټوپک و چې له نورو خلکو سره يوځای يې له کلي څخه راوړی و، سرتېرو هغه له ځان سره يوړ.  

سارا څلور ورځي پرله پسې په خپل مېړه پسې وگرځېده، ځايي چارواکو، قومي او د کلي مشرانو ته لاړه، ترڅو يې ځای ځايگی پيدا کړي.

هغې وويل: «په پای کې په پنځمه ورځ د لوگر د والي د دفتر چارواکو خبره کړم چې هغه د ملي امنيت د رياست له خوا له طالبانو سره د مرستې په تور بندي شوی دی.»

اته مياشتې وروسته هغه له بند څخه خوشې شو. سارا وويل، د هغه شپې د پېښې له امله له پرله پسې اضطراب څخه کړيږي او ډېر سخت سرخوږ وروسته پيدا شوی دی.

هغې وويل: «ډاکټر راته وويل، ذهني ناروغي راته پيدا شوې او پکار ده چې استراحت وکړم.»

ځايي خلکو ته لوړه بيه

د شپې يرغلونه يو دوامدار کار دی. دغه يرغلونو د ناتو د پوځونو په وړاندې د عادي افغانانو کرکه پيدا کړې ده. د دغه عملياتو مسؤوليت په ٢٠١٢ کال کې افغان ملي امنيتي پوځونو ته انتقال شو.    

د يوه تفاهم ليک له مخې د مخالفانو د لټون لپاره د شپې له خوا د خلکو د کورونو د لټولو دنده د ملي قوانينو له مخې د متحده ايالتونو د ځانگړو پوځونو په ملگرتيا د افغان اردو دنده ده.

د هغه مهال ولسمشر، حامد کرزي حکومت په ٢٠١٣ کال کې ژمنه وکړه چې د شپې يرغلونه بيخي ودروي.

د هغه ځای ناستي، اشرف غني نوموړي کار ته بېرته اجازه ورکړه. پوځي کارپوهان ټينگار کوي چې د ملېشو د شبکې د گډوډلو او له منځه وړلو لپاره دغه کار ته اړتيا ليدل کيږي.

د دفاع وزارت وياند، دولت وزيري آی ډبليو پي آر ته وويل، د مخالفانو په وړاندې جگړې لپاره دغه کار حياتي ارزښت لري. امنيتي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې «په لنډ ممکن وخت کې په لږ شمېر سرتېرو ستره دنده سرته ورسوي.»

چارواکو وويل، يوازې سږکال د هلمند، بغلان، کندوز او ننگرهار په ولايتونو کې د طالبانو د راټوليدو ځايونه د شپې يرغلونو په پايله کې له منځه وړل شوي دي. د طالبانو له منگولو څخه د افغان امنيتي ځواکونو څه دپاسه ٢٣٠ نيول شوي سرتېري د هېواد په بېلو بېلو ځايونو کې ژغورل شوي دي.  

د اپرېل د مياشتې په وروستيو کې د يوې شپې په بريد کې د بغلان ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د بغلان لپاره د طالبانو تش په نامه والي، مولوي لعل له خپلو نورو يو شمېر ملگرو سره ووژل شو.  

په لوگر کې چارواکي گوته څنډي دغه برياليتوبونه خلکو ته په لوړه بيه لويږي.

د ولايتي شورا غړي، عبدالوکيل آی ډبليو پي آر ته وويل، خلک د ولايت په ډېرو ولسواليو کې په ډېر ډار او وحشت شپې سبا کوي. پل علم، بره کي برک، چارک او محمد آغه ولسوالي ګانې  په ځانگړي توگه سختې اغېزمنې شوي دي.  

وکيل په دوام وويل، د لوگر د ټولو سيمو خلکو، په تېره بيا د کليوالي سيمو اوسيدونکو شورا ته مراجعه کړې او د امنيتي پوځونو له خوا يې د شپې له يرغلونو څخه شکايت کړی دی.  

د لوگر ولايت د ښځو د چارو رئيسې، شيما زرگر وويل، سره له دې چې په دغو يرغلونو کې معمولا نارينه نيول کيږي، خو د کورنۍ ښځينه غړي يې په پايله کې له کړاو سره مخامخ کيږي.

هغې وويل: «د شپې يرغلونه او همدارنگه د طالبانو له خوا د خلکو وژنو او تښتونو په ښځو کې ډار او وحشت رامنځته کړی او له امله يې زيات شمېر ښځو ته رواني ناروغۍ پيد اشوي.» نوموړې د عامې روغتيا پر وزارت غږ وکړ چې د دغو مېرمنو د درملنې لپاره په ولايت کې يو رواني روغتون جوړ کړي.

د لوگر ولايت د عامې روغتيا د رياست مرستيال، محمد ظريف نايب خېل وويل، هره ورځ د ولايت په لسگونه مېرمنې روغتونونو او کلينيکونو ته راځي او د رواني ناروغيو د درملنې لټه کوي. يو شمېر نورې يې د درملنې لپاره بهر ته ځي.

دري څلوېښت کلنې راحلې وويل، له هغه وروسته چې د ٢٠١٢ کال د نومبر په مياشت کې يې پر کور چاپه ووهل شوه، رواني ناروغي ورته پيدا شوه او د درملنې لپاره په پېښور کې رحمان کلينيک ته لاړه.

هغې وويل، د لوگر ولايت د مرکزي سيمې د پورک په کلي کې يې سرتېرو دروازه والوزوله او په کور يې ورننوتل، په داسې حال کې چې هغه، مېړه او پنځه اولادونه يې په کوټه کې ويده وو.  

هغې وويل: «ناڅاپه مې د يوې زوروې چاودنې غږ واورېد. کوټه له خواورو دوړو ډکه شوه او د کړکيو ښېښې ماتې شوې. ورسره سم مې د خپل مېړه او اولادونو چغې واورېدې. له لوډسپيکر څخه يو غږ پورته شو، چې هيڅوک له کوټې نشي وتلای.»

«له ډاره مو هيڅ حرکت و نه کړای شو. کله چې مې له کړکۍ بهر وکتل، سرتيرې زموږ انگړ  ته راننوتل او زموږ کوټې ته راروان شول. لا تر دې دمه د کړکۍ په خوا کې ولاړه وم. سرتېرو زموږ د خوب د خونې دروزاه ماته کړه او کوټې ته راننوتل.»

«موږ دوې لوڼې او درې زامن لرو. مشر زوی مې ٢٥ کلن دی. موږ ټول د کوټې په يوه کونج کې ولاړ وو او له ډاره لړزېدو. وروسته يوه افغان سرتيرې پر موږ ناره وکړه، لاسونه مو پورته کړئ! ومې ليدل چې بهرنيان رانژدې شول او زما د مېړه او زوی سرونه يې په تورو کڅوړو کې پټ او له ځانه سره يې يوړل.»

وروسته سرتېري د هغوی په خوا کې د بلې خونې دروازې ته لاړل چې د راحلې لېور او درې زامن يې پکې اوسېدل. سرتېرو د هغې مېړه، لېور، مشر زوی او يو وراره ټول له ځان سره يوړل.

«وروسته يو ژباړن  راغی او راته يې وويل، له کوټو ووځئ او انگړ ته لاړ شئ... بيا يې شاوخوا سل متره وړاندې د غنمو يوې کروندې ته يوړو او هلته تر دوو ساعتونو پورې لوڅې پښې ودرولو.»

د راحلې لېور او وراره درې مياشتې د بگرام په محبس کې بنديان وو. مېړه او مشر زوی يې اتلس مياشتې په بند کې تېرې کړې او وروسته کور ته راستانه شول.  

راحلې وويل، آن څه باندې څلور کلونه وروسته د هغه شپې له پېښې څخه ډارېده. کله به يې چې د کومې الوتکې غږ واورېد او يا به يې د ملې اردو سرتېري په عسکري جامو کې وليدل، نو له ډاره به لړزېده او د هغه شپې يرغل به يې په زړه کې تازه کېده.   

په لوگر ولايت کې د اعصابو يو ډاکټر، سيد جليل احمد وويل، که پرخپل وخت د اوږدمهاله فشار درملنه ونشي، نو ناروغ ته خپگان پيداکيږي. زياتره بيا له بېخوبۍ، تنفسي ستونزو، د اشتها له کموالي او د وينې له لوړ فشار څخه کړيږي.  

هغه په پای کې وويل: «د دغه حالت ناروغان تل د ډار په حالت کې ژوند کوي.»

د څرخ د ولسوالۍ د پانگرام د کلي اوسيدونکي، ٥٦ کلن حاجي سيد حبيب الله هم وويل، مېرمنه يې د هغه شپې د يرغل له ډار څخه لا تر اوسه کړيږي چې څلور کاله دمخه يې د شپې له خوا پر کاله  شوی وو. اوس غواړي د درمنې لپاره يې پېښور ته يوسي.

هغه کيسه وکړه، چې د ٢٠١٣ کال د اپرېل په شپږمه سهار وختي افغان سرتېرو هغه او د هغه د کورنۍ غړي د ټوپک په ميلې له خوبه راويښ کړل.

هغه وويل: «سرتېرو زه، زما مېرمن او څلور کوچني اولادونه بلې خوني ته، چې زما مشران زامن پکې ويده وو، وليږدولو. مور او دوه مشران زامن يې راته انگړ ته وايستل. هغوی زما سترگې وتړلې او  د ماشومانو، مېرمنې او مور په مخ کې يې په ډېر وحشيانه ډول ووهلم. مېرمنې او اولادونو مې کړيکې وهلې او ژړل يې. کله چې يې له کور څخه بهر کړم، بيا يې ټول کور تالاشي کړ.»

«وروسته يې په يوې څرخي الوتکه کې، چې زموږ د کور تر څنگ ناسته وه، واچولم او کابل ته يې يوړم. هلته اته مياشتې بندي وم. هغوی راباندې تور پورې کړی و، چې طالب يم او د څرخ د ولسوالۍ په جگړو کې ونډه لرم. تور يې راباندې پورې کړ چې د افغان سرتېرو په وړاندې د سړک د غاړې بمونه ښخوم،  پر ملي وسله وال پوځ په بريدونو کې ښکېل يم او نجونې ډاروم چې د څرخ په ولسوالۍ کې ښوونځيو ته لاړې نشي.»

حبيب له هغه وروسته خوشې شو چې د کابل يوې محکمې هغه بېگناه وباله. مېرمنه، شاذيه يې ناروغه شوه او تل به يې له سرخوږ او د شپې له ډار څخه شکايت درلود.

د هغې درملنه د ولسوالۍ په کلينيک کې ونشوه. په پل علم کې د نايب امين الله خان روغتون هم د هغې د ذهني حالت په ښه کېدو کې کومه مرسته ونشوه کړای.

حبيب وويل: «زياترو انډيوالو مې راته وويل چې شازيه په پېښور کې رحمان کلينيک ته يوسم، خو زه دومره پيسې نه لرم چې له خپل کلي څخه يې پل علم ته يوسم، نو څنگه به يې پېښور ته یوسم ؟»

د ولسي خلکو ساتنه او څارنه

د لوگر د والي وياند، سليم صالح وويل، افغان او د متحده ايالتونو ځواکونو له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولايت کې څه ناڅه ٦٠ شپنيز عملياته سرته رسولي دي.

هغه وويل، دغه بريدونه د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې ډېر اړين دي، خو ويې منله چې د ځايي اوسيدونکو د ډار او ټکان سرچينه هم ده.

صالح وويل: «سره له دې چې د حکومتي ځواکونو له خوا شپنيز يرغلونه بريالي دي او دغه عملياتو د طالبانو په گونډه کولو کې د پام وړ رول لوبولی دی، خو د ولسي خلکو ډار او وحشت هم پراخه کړی دی.»

پوځي کارپوهان ټينگار کوي چې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره له شپنيزو عملياتو څخه دمخه د استخباراتي کره معلوماتو راټولول ډېره اړينه خبره ده.

د دفاعي چارو شنونکي او د ملي اردو پخواني جنرال، عتيق الله امرخېل وويل: «که چېرته د هدف په اړه کره معلومات ولرو، نو کولای شو ډېر ژر دښمن مات او له پښو وغورځوو. که دغه معلومات کره او سم نه وي، له بده مرغه بېگناه خلک به مړه شي. طالب جنگيالي هڅه کوي چې د خلکو کورنو ته پنا يوسي او خپل جنگيالي په ولسي خلکو کې ورننباسي. کله چې امنيتي ځواکونه دغه سيمي تر هدف لاندې ونيسي، دغه مهال نو بيا ولسي خلک مري.»

د مدني ټولنې فعال، محمد موسی محمودي وويل، عادي خلک ځانونه د حکومت او مخالفانو په منځ کې ايسار بولي. هغه وويل، شپنيز عمليات ډاروونکي دي، خو همدغه راز د طالبانو له خوا د خلکو ډارول، تښتول او وژل هم ډاروونکي دي.

محمودي په دوام وويل، حکومت د خلکو د نيولو او بندي کول پر مهال لږ تر لږه قانوني بهير په پام کې نيسي، په داسې حال کې چې وسله وال مخالفان دا کار په مصونيت او خلاص لاس کوي.

هغه وويل، تر هغه چې وضع همداسې نا امنه وي او بېوزلي دوام ومومي، خلک به له ډاره پرته خپل ژوند ته دوام ورنه کړای شي. نوموړي زياته کړه: «تر هغه چې امنيت د ډاډ وړ شوی نه وي، دندې نه وې موندل شوي او د ښځو له حقونو څخه سترگې پټېدل دوام ومومي، ناشونې ده چې د ذهني ناروغيو او رواني ستونزو د راټيټولو په اړه خبرې وشي.»

 

Support our journalists