د رایی ورکولو جعلی کارتونه :

د رایی ورکولو جعلی کارتونه :

Thursday, 16 September, 2010

 د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو چارواکی  وایی چې د شنبې د ټاکنو په ورځ یی د جعلی کارتونو د استعمال د مخنیوی لپاره ځینی اقدامات تر لاس لاندې نیولی دی 

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایی چی (( د راپورونو له مخې په سلګونو زره د رایی ورکولو جعلی  کارتونه چاپ شوی دی خو په ډیری آسانی سره پوهیدل کیږی ))

د نور په وینا " موږ د دغو کارتونو نمونې لیدلی دی او په ډیری آسانی د پوهیدو وړ دی "ځکه جعلی کارتونه د ثبت مخصوصه شمیره نه لری .

پولیس او امنیتی ځواکونه په لټه کی دی تر څو د دغو کړنو اصلی لاملین او سرچینی ومومی او د قانون منګلو ته یی وسپاری .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون همداراز خپلو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې کړی ترڅو جعلی کارتونه په نښه کړی . 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists