د رايو ورکولو د کارتونو په سر د هراتيانو شورماشور

د رپوټونو له مخې د رايو ورکولو زيات شمېر وړ کسان له دې امله نا خوښه دي چې نشي کولاى د سپتمبر د مياشتې د ټاکنو لپاره خپل نومونه وليکي.

د رايو ورکولو د کارتونو په سر د هراتيانو شورماشور

د رپوټونو له مخې د رايو ورکولو زيات شمېر وړ کسان له دې امله نا خوښه دي چې نشي کولاى د سپتمبر د مياشتې د ټاکنو لپاره خپل نومونه وليکي.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د هرات ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ځينو نوماندو او ځايي استوګنو د وينا له مخې د راتلونکې مياشتې په پارلماني ټولټاکنو کې د هرات ولايت د رايو ورکولو په زرګونو مستحقو اوسيدونکو ته د رايو ورکولو کارتونه وېشل شوي نه دي او په دې ډول يې د رايو ورکولو اعتبار له شک سره مخامخ کړى دى.

د سپتمبر د ١٨ نېټې ټاکنو لپاره د رايو د ورکولو د کارتونو وېش د جون په يوولسمه نېټه پيل او د اګست د مياشتې په دولسمه پاى ته ورسېد. نوماندي ادعا کوي چې د هرات په څېر د يو پراخ ولايت لپاره د رايو ورکولو د يوازې دوو مرکزونو پرانيستل د چارواکو د نيمګړتيا ښکارندويي کوي.

د پارلمان د ولسي جرګې لپاره د خانګل محمدي په نامه يو ځايي نوماندى وايي چې ټاکنو ته په خپلې نوماندۍ پښېمانه دى، ځکه د هغه د وينا له مخې به هغه رڼې او شفافې نه وي.

هغه ادعا کوي د هغه په اړوندې فارسي ولسوالۍ کې د رايو ورکولو ٦٠٠٠ مستحق رايه ورکوونکي په نوموړې ولسوالۍ کې د کارت د وېش د مرکز د نه موجوديت له امله د کارت په اخيستلو نه دي بريالي شوي.

هغه وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون د زيات شمېر خلکو پر حق باندې سترګې پټې کړي، د کميسون کار يې له شک سره مخامخ کړى او داسې يې ښودلې چې ټاکنې به له درغليو ډکې وي."

د ډاکټر محمد نسيم سها په نامه ولسي جرګې ته يو بل نوماندى هم د کميسون پر کار نيوکې کوي او ادعا کوي د هغه د٤0٠ ملاتړ کوونکو يوازې لس سلنه په دې توانيدلي چې د رايو ورکولو کارتونه واخلي.

هغه په ټينګار وويل د زنده جان په ولسوالۍ کې د رايو ورکولو ٤٠٠ مستحق کسان هغه ته راغلي او شکايت يې کړى چې د نوم په ليکلو نه دې توانيدلي.

د زنده جان په ولسوالۍ کې د ٧٥ کلن حاجي عبدالله په نامه يو اوسيدونکي وويل چې د رايو ورکولو لپاره يې ډېره اوږده لاره وهلې، خو کارت يې تر لاسه کړى نه دى. هغه وويل: "د رايو ورکولو د کارت د ترلاسه کولو په موخه مې [د کارت د وېش مرکز ته] له خپلې ولسوالۍ څخه دوه ورځې سفر وکړ. هلته مې تر تود لمر لاندې په اوږده کتار کې څو ساعته انتظار وايست، خو کارت مې تر لاسه نه کړاى شو، بېرته تش لاس راستون شوم.".

له ايران څخه افغانستان ته تازه راستون شوي شل کلن شفيع الله وويل له ستنېدو ورسته د هغه لومړى کار دا و چې د رايې ورکولو لپاره نوم وليکي، ځکه د خپلې خوښې نوماندې ته د رايې ورکولو لپاره ډېر لېوال و.

هغه وويل: "د کارت د ترلاسه کولو لپاره درې ورځې سر په سر لاړم، خو هيڅ شى مې تر لاسه نه کړ او بېرته تش لاس کورته راستون شوم. ټاکنو ماته معنا له لاسه ورکړې، ځکه هيچا ته رايه نشم ورکولاى."

هغه وويل د رايو د ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ بايد وغځيږي او د ولايت په زياتو برخو کې نور مرکزونه پرانيستل شي. هغه زياته کړه، زيات شمېر افغانان له ايران څخه کورونو ته راستنيږي. ټاکنو ته لا زيات وخت پاتې دى چې نومونه ورته وليکل شي. .

د ټاکنو خپلواک کميسون (IEC) له دې خبرې څخه انکار کوي چې ګوندي د رايې ورکولو د مستحقو کسانو د رايو د ورکولو مخه دې نيول شوي وي.

په هرات کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، اول رحمن رودوال وايي له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د کډوالو او هغه چا په ګډون، چې کارتونه يې ورک کړي و، د رايو ورکولو ٣٤ زره کارتونه وېشلي دي.

هغه وويل: "په زغرده ويلاى شم چې هر مستحق شخص د رايو ورکولو يو کارت ترلاسه کړى. که څوک بل راز خبرې کوي نو په حقيقت کې په ټاکنو کې د ونډې اخيستلو له امله دوه زړى دى."

"درې مياشتې د وېش د لړۍ لپاره محدود.وخت نه دى. که چا په رښتيا غوښتلاى نو کولاى يې شول چې خپل کارتونه تر لاسه کړي. د هرات ولايت په ټولو ولسواليو کې د کارت د وېش د مرکزونو پرانيستل به که ناشوني نه وي، خو هرو مرو ډېر زيات ستونزمن کار دى."

هغه وويل که دا کار په هرات کې شوى واى، نو بايد د ټول هېواد په ولسواليو کې ترسره شوى واى، چې سرته رسول به يې ډېره ګرانه خبره وه.

د ټاکنو خپلواک کميسون مشر، فضل احمد معنوي په کابل کې د ازادۍ رادېو ته وويل، کميسون په ټول هېواد کې د رايو ورکولو ټول ١٧،٥ مليونه کارتونه وېشلي دي.

هغه وويل: "په حقيقت کې موږ د راتلونکو ټاکنو لپاره د کارتونو وېش په پام کې نه ونيولى، ځکه پروسږکال پوره شمېر کارتونه وېشسل شوي وو. موږ دا لړۍ ددۍ لپاره پيل کړه ترڅو ډاډ تر لاسه کړو چې هيڅوک د رايې د ورکولو له حق څخه بې برخې نشي."

په هرات ولايت کې د عبيد الهي په نامه يو ژورنالست او سياسي شنونکى په دې اند دى چې د ټاکنو خپلواک کميسون پوره شمېر کارتونه وېشلي دي. هغه ګوته وڅنډله چې د لړۍ اوږدول او د نورو کارتونو وېشل درغلۍ ته لاره پرانيزي.

نوموړي د يو شمېر ځايي نوماندانو د رښتينولۍ په اړه شک څرګند کړ چې د هغه په ګومان کولاى شي خپل ملاتړي له يو څخه د زيات شمېر کارت تر لاسه کولو ته وهڅوي.

په حقيقت کې يو شمېر نوماندي لا له وړاندې اندېښمن دي چې کېداى شي د هغوى شتمن او بډاى سيالان ځايي اوسيدونکو ته د هغوى د رايو په وړاندې پيسې ورکړي.

نذير احمد رها ادعا کوي داسې پېښې يې ليدلي چې په کرايي بسونو او نورو وسيلو کې خلک د نوم ليکلو د ثبت مرکزونو ته وړل شوي دي.

رها ادعا کوي چې شتمن نوماندي د ټاکنو اعتبار ته ستر ګواښ دى، ځکه هغوى شهرت نه لري او د خلکو د رايو د اخيستلو لپاره له خپلو پيسو څخه کار اخلي. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists