د رايو د صندوقونو شاته
د پرله پسې وينو او جګړو کلمې د وږي له 27 څحه وروسته سولې او امنيت ته لږه هيله ټوکوي.
د رايو د صندوقونو شاته
د پرله پسې وينو او جګړو کلمې د وږي له 27 څحه وروسته سولې او امنيت ته لږه هيله ټوکوي.
د جګړې په افغاني لومړۍ ليکه، د امريکا د متحده ايالتونو د 20 زره کسيز پوځ چارواکي سره له دې چې په نښتو او تاوتريخوالي کې زياتوب مني، خو وايي، چې جګړه به د طالبانو (له پاتې شونو) څخه ګټي.
د ملګرو ملتونو شته چارواکي د طالبانو او القاعدې له خوا د بريدونو د زياتوالي په هکله (ستره اندېښنه) څرګندوي.
له بلې خوا د طالبانو په پټې نړۍ کې په خپله ځان نومولي او قوماندانان د سپتمبر د 18 تر شا د يوې اوږدې مودې ستراتيژی خبرې کوي. جهاد يا غزا (سپېڅلې جګړه) تر هغه چې بهرني پوځونه او د هغوی لاس کينولی حکومت رانسکور نه شي.
د امريکا د متحده ايالتونو چارواکي د تاوتريخوالي زياتوالی د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د طالبانو وروستۍ هلې ځلې بولي، چې د هغوی د وينا له مخې بريالۍ نه وې.
د طالبانو په خپله ځان نومولي وياند، لطف الله حکيمي ضد او نقيض خبرې کوي: ((موږ هېڅکله هم نه دي ويلي، چې راتلونکي ټولټاکنې ګډوډوو. دا زموږ لپاره اهميت نه لري... ټولې ادعاګانې له مطبوعاتو څخه راوتلي دي. هغوی غواړي زموږ مبارزه بدنامه کړي. موږ (په 2004 کې د ولسشمرۍ) د ټاکنو په مرکزونو باندې بريدونه نه دي کړي او اوس به يې هم پيل نه کړو. ))
د حکيمي ادعا لکه يوې تشې ته پاتې کيږي. لږ تر لږه ددې مياشتې په لومړيو کې شپږ کانديدان او همدارنګه لږ تر لږه د ټاکنو شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.
د مړينو کچه په بېرحمۍ لوړه شوې، د حکومت پلوه ديني پوهان، ملکي خلک (د امريکا د متحده ايالتونو جاسوسان)، د طالبانو جنګيالي، پوليس، او د افغاني او بهرنيو پوځونو غړي وژل شوي.
که د طالبانو موخه د ټاکنو د ګډوډولو پورې محدوده نه وي او مقصد يې د واک او ځمکې بېرته تر لاسه کول وي، چې د واشنګتن له پوځي فشار څخه وروسته يې په 2001 کال کې له لاسه ورکړ، نو دې موخې ته د رسېدلو لپاره څومره ورنژدي شوي دي؟
حکيمي ای ډبليو پي ار ته وويل: ((موږ 30 زره جنګيالي لرو، چې په جګړې کې ښکېل دي. نور په لسګونو زره ملاتړي له هغوی سره په يوه لاره نه په يوه لاره مرسته کوي.))
د کورنيو چارو دوزارت وياند، لطف اله مشعل په دې وروستيو کې د امريکا د متحده ايالتونو د يوې ورځپاڼې سره په يوې مرکې کې دا ومنله، چې لږ تر لږه د زابل په ولايت کې څلور ولسوالۍ د شپې له خوا د طالبانو تر کنترو ل لاندې دي.
د زابل ولايت د شاجوی د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، چې په دې ورستيوکې د امنيت د نشتوالي له امله وردګو ته په ګډه شوی دی، د جولای په مياشت کې ای ډبليو پي ار ته ويلي و: ((حکومت يوازې د زابل ولايت په مرکز، د قلات په ښار کې موجود دی، خو له ښار څخه بهر نور کنترول نه لري.))
د نورو سيمو اوسيدونکي وايي، د طالبانو سړي د (ماښام) تيارې له خپرېدو وروسته ازادانه ګرځي راګرځي. ددې شاهد د (شبنامو ويشل) دي او هغو خلکو ته ګواښونه کوي، چې د حکومت ملاتړي.
حکيمي ادعا کوي، چې طالبانو سره پراخه ځمکه ده. زياتره د زابل او ارزګان د ولايتونو سيمې او د کندهار، هلمند او کونړ يوه برخه له هغوی سره ده. هغه وايي، که وغواړي نو جنګيالي کولای شي، نورې سيمې هم ونيسي خو وروسته يې دا ادعا په دې ټکي پيکه کړه، چې دوی دا ځکه نه کوي، چې له مخامخ جګړې څخه ځانونه وساتي. هغه زياته کړه، هغوې هڅه کوي ملکي خلکو ته زيانونه ونه رسيږي.
د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې لږ ترلږه د ياغيانو، افغان کارکوونکو، عسکرو او ملکي خلکو 1100 تنه د سږنيو جګړو په بهير کې وژل شوي دي.
د افغاني پوځ او د امريکا د متحده ايالتونو اردو د ډاډ وړ بيانيې د ملګرو ملتونو خبردارۍ ته لږ پام کوي، چې د وينې د تويېدو د کچې په اړه يې کوي..
د جاپان سفير، کينځو اوشيما، چې د اګست په 23 يې د امنيت د شورا مشري کوله، وويل: ((د امنيت شورا په افغانستان کې په تېرو څو مياشتو کې د طالبانو، القاعدې او نور بنسټپالو په برېدونو کې د زياتوالي له امله خپل ژور خپګان څرګندوي.))
د ملګرو ملتونو سکرترجنرال، کوفي عنان ځانګړي استازي ژن ارنولت دغه غونډې ته وويل: ((تر کابو (کنترول) لاندې د بنسټ پالو او د ناامنۍ د نورو ډولو راوستل به د حکومت او مليونونو افغانانو لپاره داجيندا په سر کې ځای ولري، چې د سولې او امنيت ډېره بنسټزه برخه لا يو ډېر ليرې ارمان دی.))
په راتلونکي کې يو بل ناپېژندل شوی معادله: د طالبانو د پوځي تجهېزاتو کچه ده. د جون په وروستيو کې د کونړ ولايت کې د امرکايي شينوک چورلکې راغورځول، چې د 16 امريکايانو د مړينې لامل شوه، دا پوښتنه رامنځته کړه، چې ګوندې طالبان د نويو عصري وسايلو په تر لاسه کولو له سره سمبال شوي دي.
افغان او د امريکا د متحده ايالتونو پوځونه وايي، هغوی دا نه مني، چې ګوندې چورلکه دې د لوړ تخنيک په يو توغندي ويشتل شوي وي.
همدا پوښتنه هم هغه مهال رامنځته شوه، چې د اګست په 16 يو هسپانيوي چورلکه د لويديځ ښار هرات کې رانسکوره شوه او ټول 17 هسپانوي پوځيان په کې ووژل شول. د هسپانيې د دفاع وزير، جوسې بونو وويل څېړنو هېڅ داسې بېلګه ونه موندله، چې کوم بريد دې ددې چورلکې د راغورځېدو لامل شوی وي. خو په خپلو سترګو د پېښې ليدونکو او ټپي سرتيرو او د ويمې چورلکي پېلوټ، چې جبري ناسته يې وکړه، وويل، چې له ځمکې څخه يو بريد تر سره شوی و.
د دويمې چورلکي د يو سرتېرې له خولې ويل کېدل: ((موږ ټولو، د يوې چاودنې په څېر يو دروند اواز واورېد. زموږ چورلکه ترهغه چورلېده، تر څو په ځمکه ولګېده.))
دا سرتيری، چې د تيلفون له لارې د لا وز دي ګاليشيا ورځپانې له خوا وروسره مرکه شوې وه، خپل نوم يې نه و ښوولی. هغه ويلي و: ((هغه نور، هغه يوه چې تر مخه وه، بايد سخته چول شوي وي.)) له هغه نقل شوی و، چې ويلي و: ((هغه مهال چې موږ راکښته شو، د هغوی چورلکې لا له وړاندې اور اخيستی و.))
د ملا دادالله په نوم د طالبانو يو قوماندان ددې پيښې مسووليت منلی دی.
حکيمي په دې ټينګار کوي، چې طالبانو دا چورلکه په کونړ کې راغورځولې ده او وايي، هغوی له هغو نويو وسلو څخه کار اخيستی، چې د هغوی متحدينو ورته ورکړي دي. هغه نور څه ونه ويل، چې ايا دا وسايل هماغه وسايل دي، چې هغوی دمخه له هغه چا څخه چمتو کړي، چې افغانستان د پولي ها خوا په پاکستان کې د طالبانو د ملاتړو بنسټپالو ته ګوته نيسي، چې دا وسايل چمتو کوي.
د دفاع وزير رحيم وردګ دعصري وسلو د کارولو خبره رده کړه. خو هغه له ځايي خبري رسنۍ سره په يوې وروستۍ مرکې کې د القاعدې د راستنېدو په اړه د دملګرو ملتونو د چارواکو له تبصورو سره خپله خبره يو خېل کړې وه.
هغه وايي: ((د استخباراتي رپوټونو له مخې القاعدې خپله تکلاره بدله کړې ده. خپل پام يې بېرته افغانستان ته اړولی دی. ترهګرو يو ځل بيا افغانستان ته مخه کړې ده، له هغه ځايه څخه چې غميزه د نړۍ ټولو برخو ته ورسېده.))
داسې بريښې چې د طالبانو د پخلاينې هڅو ډېرې لږې پايلې درلودلې وي، سره له دې چې ځايي ډله ييزې رسنۍ رپوټونه ورکوي، چې نن دلته قوماندان تسليم شو اوخپلې وسلې يې په ځمکه کېښودي او سبا هلته وسله والو خپل لوري بدل کړي او له حکومت سره يوځای شول.
په افغانستان کې د امريکا دمتحده ايالتونو پخواني سفير،زلمي خليل زاد او ولسمشر حامد کرزی له طالبانو څخه څو څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې له حکومت سره يوځای شي. د می په مياشت کې ولسشمر د پخلاينې يو کميسيون تاسيس کړ، ترڅو ناراضيانو ته بلنه ورکړي. تر اوسه دتېر رژيم د منځۍ کچې طالبان بېرته راغلي دي.
له سياسي بهير سره د يوځای کېدو په خاطر د کميسيون له خوا د طالبانو مشر، ملا محمد عمر اود هغه متحد ګلبدين حکمتيار ته په بلنې پورې حکيمي وخندل.
هغه وويل: ((په خپلې خاورې کې د بهرنيانو بښنې ته اړتيا نه لرو. موږ به د هغوی د امرونو متابعت ونه کړو. له دې امله طالبانو بريدونه زيات کړي دي.))