د متحده ايالتونو د راتلونکي حضور په اړه خبرې اترې کوي

يو شمېر افغانان د امريکا د دايمي پوځي شتون په پرتله د ګاونډيو هېوادونو له ګواښونو ډاريږي.

د متحده ايالتونو د راتلونکي حضور په اړه خبرې اترې کوي

يو شمېر افغانان د امريکا د دايمي پوځي شتون په پرتله د ګاونډيو هېوادونو له ګواښونو ډاريږي.

American soldiers at an outpost in the southern Zabul province. Washington plans to withdraw its forces from active operations by 2014, but maintain a presence after that to provide support for the Afghan army. (Photo: Staff Sergeant Adam Mancini/US Army)
American soldiers at an outpost in the southern Zabul province. Washington plans to withdraw its forces from active operations by 2014, but maintain a presence after that to provide support for the Afghan army. (Photo: Staff Sergeant Adam Mancini/US Army)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

له هغو ويناوو اوخبرو سره سره چې د نړيوالو سرتېرو د ژر تر ژره وتلو په اړه کيږي، د آى ډبليو پي آر له خوا يو شمېر مرکه شوي افراد په خپل هېواد کې د متحده ايالتونو د دايمي پوځي هډې له نظريې سره مخالف نه دي، وايي هغوى د دوو شيطانانو په پرتله ښه دي.

واشنګټن داسې اشاره ورکړې چې په افغانستان کې يې د ٢٠١٤ کال په پاى کې پوځي ماموريت پاى ته رسيږي. خو داسې خبرې هم روانې دي چې له پورته نېټې وروسته به هم خپل حضور وساتي ترڅو د ملي اردو روزنې ته دوام ورکړي او مرستې ورته چمتو کړي.

د نيويارک ټايمز د ورځپاڼې د ليکنې له مخې په افغانستان کې د نړيوالو پوځونو قوماندان، جنرال داويد پيترياس د مارچ د مياشتې په نيمايي کې د هغه هېواد د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وويل، متحده ايالتونو ته دا ډېره مهمه خبره ده: "په داسې يوې سيمې کې ښکېل پاتې شو چې موږ پکې حياتې ګټې لرو."

هغه وويل: "زما په اند د ګډ مرکز نظر،  افغانانو ته د عملياتو د وړتيا چمتو کول او داسې نور ورته کارونه به په افغانستان کې هم مناسب وي، چې موږ په عراق کې د ماموريت له بدلون وروسته سرته رسولي دي."

ولسمشر حامدکرزي په دې وروستيو کې ويلي و، هغه دا خبره د متحده ايالتونو له چارواکو سره کړې ده، په دې ټينګار چې واشنګټن نه، بلکې  کابل به د پوځ د شتون په اړه پرېکړه کوي.

په افغانستان کې د نوموړې موضوع په اړه ټول خلک يوه خوله نه دي، په داسې حال کې چې يو شمېر له هر بهرني پوځي حضور سره په کلکه مخالفت څرګندوي، يو شمېر نور وايي د کرزي حکومت  په يوازې سر نشي کولاى له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

په پلازمينې  کابل کې د ٢٩ کلن جواد په نامه يو ژورنالست وويل: " د دايمې پوځي هډو د شتون په موخه د افغانستان او متحده ايالتونو ترمنځ  د اوږدې مودې دفاعي تړون په هېواد کې د امنيت د بسياينې او د ملي واکمنۍ د ساتنې لپاره يوازينۍ لاره ده."   

د متحده ايالتونو د حضور پلويان وايي که چېرته پوځونه له وخت څه دمخه ولاړ شي، نو هېواد به هم د کورنيو جنګ سالارانو او د پاکستان اوايران په څېر بهرنيو لاسوهونکو له ګواښونو سره مخامخ شي او دا تشه به هغوى ډکه کړي.

د شېرمحمد په نامه د کابل يو اوسيدونکي وويل: "افغانستان له سترو دسيسو سره مخامخ دى. پاکستان او ايران مو له طالبانو او القاعدې سره يوځاى ګواښوي. موږ نشو کولاى په لنډه موده کې ددې دسيسو مخه ونيسو. له دې امله په دې باور يم چې د متحده ايالتونو د دايمي پوځي هډو شتون به زموږ په ګټه وي." 

سياسي شنونکى او د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزى له دې سره موافق دى چې امريکايي پوځونه به د پاکستان او ايران د لاسوهنې مخه ونيسي. خو هغه زياته کړه،   لازمه ده چې په دې اړه له افغانانو سره سلا مشوره وشي.

نوموړي زياته کړه: "په افغانستان کې د متحده ايالتونو د پوځي هډو د شتون په وړاندې قانوني خنډونه نشته. کېداى شي دا موافقه هغه مهال د دواړو هېوادونو له خوا لاسليک شي، چې [د افغانستان] پارلمان او لويه جرګه هغه تصويب کړي. دا تړون بايد د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم وړاندې شي."

د هوايي ځواک پخواني افسر، داود سلطان زوى، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې يې خپله څوکې له لاسه ورکړه، وويل په داسې حال کې چې د متحده يالتونو پوځي شتون به د ګاونديو د مستقيمې لاسوهنې مخه ونيسي، خو دې ته به هم وهڅيږي چې د "بهرنيو پوځونو" په وړاندې خپل مخالفت او بغاوت ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل، نور خطرونه به دا وي چې افغان دولت به کنترول بهرنۍ پاليسي ته پريږدي او په دې توګه به ملي حاکميت غړند شي. د متحده ايالتونو شتون به له هغه افغان حکومت سره مرسته وکړي، چې پر فساد او تنظيم شوي جنايتونو يې تورنوي.    

سياستوال فض الرحمن اوريا په دې اند دى چې د متحده ايالتونو شتون به بغاوت او مخالفت زيات کړي.

هغه وويل: "زه په دې اند يم، کله چې نوموړې هډه جوړه شي، نو د متحده ايالتونو دښمنان به  غلي پاتې نشي. په يوه يا بله لاره به امريکايانو ته ستونزې پيدا کړي او د سولې هڅې به تر سيورې لاندې راولي."

د شېرمحمد په څېر هغو عادي افغانانو، چې ددې رپوټ په چمتو کولو کې ورسره مرکې شوې، د ګاونډيو لاسوهنه او طالبان تر لوى ګواښ بللى او يو شمېر نورو افغانانو په هېواد کې له هر بهرني شتون سره ډېر سخت مخالفت څرګند کړى دى.   

دکابل ښار يو هټيوال، سيد اصغر وويل: "که متحده ايالتونه زموږ په هېواد کې پاتې شي او دايمي پوځې هډې جوړې کړي، نو د هغوى په وړاندې به مخالفت زيات شي، ځکه د افغانستان خلکو په هرو ممکنو لارو له خپل دين او مذهب  او خپلواکۍ دفاع کړې او په راتلونکې کې به هم هغې ته دوام ورکړي."

Frontline Updates
Support local journalists