د مارجې اوسېدونکي د طالبانو له بيرته راګرځېدو څخه ډاريږي

چارواکي د خلکو ډار بابېزه بولي، چې ګوندې طالبان پياوړي کيږي او کېداى شي د هلمند پراخه سيمه بيا تر ګورت لاندې راولي.

د مارجې اوسېدونکي د طالبانو له بيرته راګرځېدو څخه ډاريږي

چارواکي د خلکو ډار بابېزه بولي، چې ګوندې طالبان پياوړي کيږي او کېداى شي د هلمند پراخه سيمه بيا تر ګورت لاندې راولي.

American troops inspect a Marja bazaar. (Photo: D. Myles Cullen, Courtesy of U.S. Army)
American troops inspect a Marja bazaar. (Photo: D. Myles Cullen, Courtesy of U.S. Army)

د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د مارجې اوسيدونکي، چې د روان کال په پيل کې د طالبانو د شړلو په موخه د ناتو تر مشرۍ لاندې د سترو پوځي عملياتو مرکز و، د بغاوت د زياتېدو خبره کوي او ډاريږي ياغيان به بيا يو ځل هلته راننوزي.او ځاى به ونيسي.

د [سږکال] د جنورۍ په مياشت کې شاوخوا ١٥٠٠٠ بهرنيو او افغان سرتېرو د سيمې د کنترول لپاره، چې د هلمند د نشه يي توکو ستر توليدوونکى مرکز دى، د ٢٠٠٠ طالب جنګياليو په وړاندې د مشترکو عملياتو تر نامه لاندې جګړه پيل کړه

نړيوال ځواکونه وايي د خال خال نښتو له دوام سره سره د مارجې ولسوالي کراره ده او د خلکو په اقتصادي پراختيا او بيا رغاونه کې د پام وړ پرمختګ راغلى دى.

د سيمې خلکو له آى ډبليو پي آر سره د خبرو پر مهال وويل چې کار ته د تګ پر مهال زيات ډاريږي او د بيارغاونې د پروژو د ناکامۍ په اړه اندېښنه لري.

د لويې څلورلارې په بازار کې د ميرولي په نامه يو هټيوال شکايت وکړ چې هيڅکله يې مارجه تر دې کچې ناکراره ليدلې نه ده او په دې باور دى که کارونه سم پرمخ ولاړ نشي، نو طالبان به يو ځل بيا کنترول تر لاسه کړي.

هغه وويل: "ما يو څه موده دمخه په خپل سترګو وليدل چې طالبانو په دې څلور لارې کې پر ولسوال او امريکايانو بريد وکړ." نوموړي په تېره مياشت کې د مارجې په مرکز کې درېو ځانمرګي بريدونو ته ګوته ونيوله چې له سيمې څخه د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالتونو د ځانګړي استازي، ريچارد هالبروک د کتنې پر مهال سمبال شوي وو.

ياغيانو دهالبروک د راکښته کېدو پر مهال د هغې پر الوتکې هم ډزې کړې وې، خو ويې نشو کړاى هغه غونډه ګډه وډه کړي چې د هلمند والي، ګلاب منګل، د متحده ايالتونو سفير، کارل ايکن بيري او د متحده ايالتونو د پوځونو او نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) پخواني قوماندان، جنرال سټانلي ميک کرستال په کې ګډون کړى وو.

نور کسبه کاران هم خپلو ورځنيو کارونو ته له ورتګ څخه ډاريږي.

د حاجي عبدالصمد په نامه يو هټيوال وويل: "لس ورځې کيږي چې خپلې هټۍ ته نه يم تللى.هلته ګولۍ د باران په څېر له اسمانه راوريږي. غوايان او پسونه د مچانو په څېر مړه کيږي. خدايږو نه خواخوږى شته او نه انسانيت.":

د لويې څلور لارې يو بل هټيوال، ګل احمد وويل، له ډېرې مودې راهيسي يې د طالبانو له ډاره خپله هټۍ تړلې ده.

هغه وويل: "طالبان ډېر شوي او د خلکو حالت يې بدتر کړى دى. هغوى موږ ته ګواښ کوي چې هټۍ مو وتړو.هغوى ډېر ظالم دي. که خپلې هټۍ ونه تړو، نو ترمرګه به مو ووهي."

د متحده ايالتونو د پوځ يو وياند وويل، اوس د مارجې د بازار زياتره هټۍ پرانيستې دي او ژوند عادي جريان لري. نوموړي دا د ښه شوي امنيت يوه نښه وبلله.

هغه وويل: "مارجې ته زموږ له ننوتو دوه اوونۍ ورسته په بازار کې يوازې يو څو هټۍ پرانيستې وې." هغه زياته کړه چې اوس په سلو کې څه ناڅه اتيا کارو بار روان دى او په بېلا بېلو برخو کې له ٦٠٠ څخه زيات پلورونکي په فعاليت بوخت دي.

نوموړي زياته کړه: "په بازار کې هره ورځ څو سوه هټۍ پرانيستې وي. دا کار پر امنيتي ښې وضعې د خلکو د ډاډ ښکارندويي کوي."

په داسې حال کې چې په مارجې کې لا تر اوسه د ياغيانو په وړاندې نښتې کيږي، خو "تر هغې کچې نه دي، چې ګوندې د طالبانو لاس ته دې ورشي او يا دې ځايي خلک د هټيو له پرانيستلو څخه ډار شي. هره ورځ ډېرې هټۍ پرانيستې وي."

د متحده ايالتونو د پوځ وياند ټينګار وکړ چې ايتلافي ځواکونه په مارجې کې د ښوونځيو او سړکونو د جوړولو په ګډون د بيارغاونې يو شمېر پروژې تر لاس لاندې لري.

نوموړي زياته کړه: "موږ ژر ګټه اخيستونکې پروژې، لکه د بازار د سړکونو پاکول، د ويالو کېندل او يو شمېر نورې کوچنۍ پروژې تر لاس لاندې نيولې دي."

ځايي اوسيدونکي ټينګار کوي چې پرمختيايي کارونه غړند شوي او د طالبانو بريدونو خلک د بيا رغاونې په پروژو کې له کار کولو څخه ډارولي دي.

د اسدالله په نامه د مارجې يو اوسيدونکي وويل په يوې پروژې کې د کار لپاره شامل شوى و، خو اوس يې د جګړې له ډاره پرېښى دى.

هغه وويل: "په يوې پروژې کې مې يوه مياشت کار وکړ. ويالې او لښتې مو پاکول، د ورځې يې ٢٥٠ افغانۍ راکولې. د طالب جنګياليو شمېر تر دې کچې زيات شوى چې هره ورځ به يې يو يو بريد کاوه. بريدونه زيات شول او ما مې کار پرېښود."

هغه زياته کړه: "په هر سړک او څلور لاري طالبان ولاړ وي. څو تنو سره يې وسلې وي. يو شمېر نور يې اوضاع څاري او د امريکايي ګزمو په اړه استخباراتي معلومات راغونډوي. نور وسله وال طالبان پاتې کيږي او بريدونو ته چمتووالى نيسي."

د نړيوالې سوکالۍ او پراخيتا (IRD) په نامه د يوې پراختيايي پروژې کارکوونکي وويل، د تېرو دوو مياشتو راهيسې د مارجې په ولسوالۍ کې کار کوم او درې سوه کروندګرو ته واټر پمپونه وېشم.

نوموړي د خپل نوم له ښوولو څخه ډده وکړه او ويې ويل، د نوموړو وسايلو په وېش کې له ستونزو سره مخامخ دى."خلک ډاريږي. که د طالبان لاسونو ته واټر پمپونه ورشي، اور ورته اچوي او کروندګر وژني."

د IRDوياندې، ميليسا پرايس وويل، په ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د پمپونو وېش، چې د مى په مياشت کې پيل شوى، "د طالبانو د پرله پسې ډارونې او د ولسوالۍ د چارواکو د اندېښنو له امله له خنډ سره مخامخ شوى دى. د وېش لړۍ يې د امنيتي وضعې له امله په سم ډول څارل کېداى نشي."

هغې زياته کړه نوموړې پروژې خپلې هڅې د جولاى په مياشت کې ګړندۍ کړي او "د پمپونو د لېږدولو او تګ راتګ په جريان کې" د کروندګرو د امنيتي اندېښنو له امله پمپونه د ولسوالۍ په درېو برخو کې وېشل کيږي.

د هلمند چارواکي هم د ستونزو د شتون پخلى کوي.خو وايي وضعه هغومره هم خرابه نه ده، چې د مارجې اوسيدونکي يې بيانوي.

د مارجې ولسوال، محمد ظاهر د تليفون په ليکه له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل: "بې له شکه چې په مارجې کې ستونزې شته او موږ د طالبانو له بريدونو سره مخامخ کيږو، خو خلک له موږ سره مرسته کوي او د مارجې حالت مخ په ښه کېدو دى. وضعه هغومره خرابه نه ده. هغه هسې تبليغات او پروپاګند دى."

د هلمند د والي، [محمد ګلاب] منګل، وياند داود احمدي وويل، د مارجې ستونزې په ټوله سيمه کې ښکاره دي. ځکه د پاکستان په کوټه کې مېشتې د طالبانو د مشرتابه شورا پتېلې ده چې خپل پام په ټول هلمند کې د ناکرارۍ په زياتولو متمرکز کړي..

هغه وويل او ټينګار يې وکړ:"دا يوازې د مارجې ستونزه نه ده. ډېر ژر به هر څه تر کنترول لاندې راشي"

د هلمند د والي مرستيال، ستار ميرزکه وال په مارجې کې له ځايي مشرانو سره له د سلا مشورې له لس ورځني سفر وروسته د راستنېدو پر مهال وويل، هغه پتېلې ده چې د طالبانو له خوا د خلکو د ډارولو په موخه د پوليسو يو ځانګړى ځواک جوړ کړي.

هغه وويل: "د چټک غبرګون ځواک به د ملي اردو، ملي پوليسو او د امريکايي اردو د افسرانو له دوه سوه کسيز ځواک څخه جوړ شي. هغوى به يو څو دقيقو کې هر هغه ځاى ته ځانونه رسوي، چې خلک ورته د ياغيانو د شتون په اړه خبر ورکړي.".

د کمونيست رژيم يو افسر او د اردو د چارو يو ماهر، محمد اقا تکړه وويل، دا نوښت مارجې ته امنيت نشي راوستلاى.

هغه وويل: "که چېرته د کوټې شورا، لکه څنګه چې چارواکي يې ادعا کوي، خپل ټول پام پر هلمند متمرکز کړي، نو د مارجې د ولسوالۍ امنيت به د ٢٠٠ يا ٣٠٠ تنو له خوا خوندي نشي. آن لس زره امريکايي او افغان سرتيري دا کا رنشي کولاى."

په مارجې کې د جابر په نامه د پوليسو يو افسر وويل، ولسوالي په بشپړ ډول ناامنه ده. که کوم کار سرته ونه رسيږي، نو کېداى شي طالبان ډېر ژر کنترول تر لاسه کړي.

هغه وويل: "دلته هر څه بدل شوي دي. موږ له هر کروندګر ډاريږو. موږ ډاريږو چې تر هرې ډبرې او هرې ونې لاندې به کوم طالب پټ وي."

هغه وويل پوليس يوازې له امريکايانو سره په ګډه ګزمې کولاى شي. "طالبان ډېر بيدار او زړور دي. هغوى نوې ماشينګڼې لري او هره ورځ په مارجې کې پر موږ له لسو څخه زيات بريدونه کوي. دا ډېره ډاروونکې خبره ده."

طالبان بيا خپل د بري راز د خلکو په مرستې اوهمکارۍ کې ګوري.

د طالبانو قوماندان، قاري يوسف احمدي وويل، ياغيان په مارجې کې ډېر پياوړي دي او هيڅکله به د متحده ايالتونو او افغانانو له خوا ماته ونه خوري.

هغه وويل: "خلک زموږ همکار دي. هغوى موږ ته ډوډۍ راکوي او ننګه مو کوي. له دې امله مو عمليات په ښه ډول پر مخ درومي."

د مارجې ولسوال، [محمد] ظاهر وويل چې دا سيمه به هيڅکه بيا هم د طالبانو په ولکه کې رانشي.

هغه وويل: "د مارجې له لاسه ورکول ناشونې خبره ده. مارجه به هيڅکله سقوط ونه کړي." 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists