د کوچنيتوب په منګ د فلم ډايرکټرۍ ته لاس اچول

جوانمرد پاييز لا له پخوا څخه د پام وړ ستاينه تر لاسه کړې ده.

د کوچنيتوب په منګ د فلم ډايرکټرۍ ته لاس اچول

جوانمرد پاييز لا له پخوا څخه د پام وړ ستاينه تر لاسه کړې ده.

. ځکه هغه لا تراوسه د اوو کلونو په منګ دی.



هغه سره کورتۍ او آبي پتلون اغوستی او د افغان فلم د رئيس په دفتر کې له خپل پلار، همايون پاييز، سره په څنګ کې په يوې څوکۍ باندې ناست دی. هغه په فلم کې د خپل رول په هکله په ساده ژبه اوږدې خبرې کوي. پلار يې هم د فلم لوبغاړی دی.



نوموړي له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې د (الماس شرق) فلم کې د خپلې برخې په هکله، چې د کوچنيانو د يوې ډلې مشري يي کوله او درويزګر يې په کاڼو ايشتلو، رڼا واچوله، ويي ويل: ((ما په فلم کې په دوه نيم کلنۍ کې په کار پيل کړی دی.)) په دويم ځل يې د (خاک او خاکستر) په فلم کې د يو کوچني ماشوم رول لوبولی و، چې د راکټي بريد له امله يې کور وران او پخپله په يو غوږ کوڼ شوی و.



نوموږي د فلم له ډايرکټرۍ سره تړاو پروسږکال د (بد) په نوم له يو اووه دقيقه يي فلم څخه وروسته وموند، چې په کې يو ځوان هلک د خپل مو راو پلار خبرو ته غوږ نه نيسي.



د هغه کار، په تېره بيا د فلم په صنعت کې د هغه د ملګرو خوا، مثبت ارزول شوی و.



د افغان فلم رئيس، انجنير عبدالطيف احمدي وايي: ((جوانمرد ځانګړې وړتيا (استعداد) لري. دا د خدای يو سوغات دی. که له هغه سره مرسته وشي، نو د نړۍ په کچه به ترې د فلمونو ډايرکټر جوړ شي. هغه به يوه ځيرکه او وتلې څېره وي.))



کمره مين، دوه ويشت کلن نجيب الله احمدي له دې ځوان ډايکټر سره د (بد) په فلم کې کار کړی دی. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((جوانمرد د زيات استعداد خاوند دی. ما له کوم بل يو ډايرکټر سره دومره په اسانۍ کا رنه دی کړی.))



شپږدرش کلنې برښنا بهار په نوموړي فلم کې مخکښ رول لوبولی دی. نوموړې د ډايرکټر په توګه د جوانمرد وړتيا منلې او تاييد کړې ده.



نوموړې وايي: ((د فلم په يوې صحنې کې ما پياز مېده کول او اوښکې مې په مخ راروانې وې. ما غوښتل د سر په دستمال يې پاکې کړم. خو جوانمرد کمره بنده کړه او په غوسې يې راته وويل، صحنه بايد طبيعي رنګ ولري، د لاس په شا دې اوښکې پاکې کړه.))



د جوانمرد د پلار په وينا هغه له لومړي سر څخه د فلم له ډايرکټرۍ سره مينه درلوده.



نوموړي وويل: ((هغه مهال چې هغه (خاک او خاکستر) کې کار کاو، ما وليدل، چې کله به يې شوټينګ نه کولو، هغه به له خپله ځانه صحنې جوړولې او د ډايرکټر پيښې به يې کولې. له هغې وروسته يې ملګرو ورڅخه وغوښتل، چې يو رول ځانته وټاکي او ډايرکټ يې کړي. جوانمرد په دومره چټکۍ دا کار وکړ، چې هرڅوک ورته هيښ پاتې و. هغوی ټولو هغه وهڅولو.))



کله چې جوانمرد د فلم په جوړولو بوخت نه وي، نو يو معمولي اووه کلن هلک دی. هغه انګليسي کورسونه لولي او هر سهار د قرانکريم د زده کړې لپاره جومات ته او له هغې وروسته ښوونځي ته ځي. هغه د فوټبال له لوبې سره مينه لري او له نورو ماشومانو سره د (پټپټانې) لوبه کوي. د واورو په ويشتلو کې استاد دی.



جوانمرد وايي، له ښوونيزو او رونيزو فلمونو سره مينه لري او هيله لري، چې يوه ورځ وکړای شي، پخپله يې جوړ کړي.



هغه وويل: ((زما عشقي فلمونه او هغه فلمونه نه خوښيږي، چې جګړه او شخړه په کې وي.))



د جوانمرد يو شمېر ملګري هغه پام ته زيات خوشبين نه دي، چې هغه ته اړول شوی دی.



وتلی افغان فلم جوړوونکی، محمد صديق برمک وايي: ((جوانمرد ځيرک او هوښيار دی، خو بايد له کچې زيات يې ونه هڅوو. هغه به داسې فکر وکړي، چې ګوندې خپل لوړې پوړۍ (اوج) ته رسېدلی او ډايرکټر به ترې جوړ نه شي.))



د فلم يو بل ډايرکټر، احمد ژوند جوانمرد افغاني سينما ته يو سپکاوی بولي.



هغه وايي: ((دا ټوکې دي... ډايرکټري د ژوند اوږده تجربه غواړي. يو څوک چې نه ليک کولای شي، نه لوست، څنګه کولای شي، سناريو وليکي؟))



جوانمرد اوس دريم ټولګی پای ته رسولی دی. هغه وايي، هغه سناريو خپلې مشرې خور ته وايي او هغه يې ليکي.



جوانمرد په دې نيوکو نه پاريږي، وايي: ((هغه خلک چې وايي افغاني سينما سپکه شوې، ځکه يو کوچني هلک يو فلم جوړ کړی دی. زه هغوی ته يوازې دومره وايم، چې زما فلم وګوري او له هغې وروسته قضاوت وکړي.))
Frontline Updates
Support local journalists