د کرزي عجيبې او غريبې ويناوې

افغان مشر امريکايان له طالبانو سره په جوړ جاړي تورنوي، خو بيا وايي هڅه کوي له واشنگټن سره اړيکې ښه کړي.

د کرزي عجيبې او غريبې ويناوې

افغان مشر امريکايان له طالبانو سره په جوړ جاړي تورنوي، خو بيا وايي هڅه کوي له واشنگټن سره اړيکې ښه کړي.

A US Marine keeps watch as NATO forces visit Helmand’s Nawa district to assess moves to handing over control of security to Afghan forces. (Photo: Sgt. John R. Rohrer/US Marine Corps/Isafmedia)
A US Marine keeps watch as NATO forces visit Helmand’s Nawa district to assess moves to handing over control of security to Afghan forces. (Photo: Sgt. John R. Rohrer/US Marine Corps/Isafmedia)
Friday, 22 March, 2013

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، حفيظ الله گردش ليکنه

دا چې پر خپلو امريکايي انډيوالانو د ولسمشر کرزي له سخت او توند بريد څخه موخه، په ځانگړي ډول په اوسنيو حساسو شېبو کې څه شی دی،  تر اوسه مبهمه پاتې ده.

يو شمېر افغانان د متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ د ممکنه چل ول په اړه د خپل ولسمشر اندېښنو ته په پام داسې انگيري چې گوندې پر بهرنيانو باندې د هغوی بې باوري پرځای ده، خو ځينې نور بيا گوته څنډي، څنگه چې هېواد يې خورا نازک پړاو ته ورننوتونکی دی، له دې امله کېدای شي موجودو اړيکو ته پر اړتيا يې ويجاړوونکی اغېز ولري. 

کرزي د مارچ په لسمه د خبرو پرمهال وويل، متحده ايالتونه او طالبان په گډه لگيا دي يو ډول بې ثباتي رامنځته کوي او له دې امله له په ٢٠١٤ کال کې د نړيوالو پوځونو له وتلو وروسته د امريکايي سرتېرو پرله پسې شتون ته لار هواروي.

په خوست او کابل کې ځانمرگو بريدونو ته په گوته نيولو، چې تېره ورځ پکې اوولس تنه ووژل شول، کرزي وويل، هغوی "د امريکايانو په خدمت کې دي، چې په افغانستان کې د بهرنيانو شتون موده اوږده کړي."

هغه پر متحده ايالتونو پړه واچوله چې د هغه د حکومت له خبرولو پرته له طالبانو سره غونډې او ملاقاتونو کوي.

کرزي په دې اړه څه ونه ويل چې ولې ياغيان غواړي د متحده ايالتونو پوځونه په هېواد کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او په دې توگه د پوځي بري هر چانس له ځنډ سره مخامخ کوي.

دا تورونه په هماغه ورځ پورې شول، چې د متحده ايالتونو د دفاع نوی وزير، چک هيگل افغانستان ته راغی.

کرزي خپلې تبصرې دوې ورځې وروسته هلمند په سفر کې يو ځل بيا تکرار کړې.

په افغانستان کې متحده ايالتونو او ناتو د پوځونو قوماندان، جنرال جوسف دنفورډ په کلک غبرگون کې وويل، هېواد ته د ائيتلافي ځواکونو له راتگ وروسته په دولسو کلونو کې ډېره زياته وينه تويه شوې، "څنگه به دا سوچ وشي چې تاوتريخوالی او بې ثباتي دې زموږ په گټه وي."

د کرزي له خوا دوو راپورته شوو ځانگړو موضوعگانو د هغه غوسه راوپاروله؛ لومړی، امريکانو دمگړۍ له وردگو ولايت څخه د هغوی د ځانگړو پوځونو په اړه د هغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی، چې د طالبانو تر گورت لاندې او د پلازمېنې، کابل لپاره يو گواښ گڼل کيږي. دويم، د امريکايانو تر لاس زندانونو په تړلو او افغان حکومت ته د بنديانو د سپارلو په اړه له ځنډ کار اخلي. (په وروستي ټکي باندې د جنورۍ په مياشت کې له ولسمشر اوباما سره د کتنې پر مهال هوکړه شوې وه. وگورئ: د افغان –متحده ايالتونو د معاملې پر سر اختلاف)

افغان مشر هڅه کوي د يو خپلواک مشر او واکمن په توگه وپېژندل شي او د ملکي زيانونو په اړه د خلکو زړونه ترلاسه کړي. هغه د فبرورۍ د مياشتې په نيمايي کې له خپل پوځ وغوښتل چې د ناتو هوايي ځواک مرستې ته راونه بولي.   

شک او تر ديد هغه مهال زور واخيست چې کله کرزی [له خپلې تبصرې] پر شاو ولاړ. له بي بي سي او طلوع تلويزيون سره په يوې مرکې کې هغه د متحده ايالتونو او نورو نړيوالو ملاتړ وستايه او ويې ويل، غواړي له واشنگټن سره  دوستانه او انډوليز اړيکي ولري. هغه وويل پخوانۍ تبصرې يې ددې لپاره وې، چې "اړيکو ته د زيان پر ځای گټه ورسوي."   

کرزي بايد د خپلو سختو تبصرو اغېز په هغه مهال کې، چې د متحده ايالتونو د دفاع وزير د افغانستان په سفر بوخت و، درک کړی وای. 

د بې باورۍ ټوله خبره له ٢٠١٤ کال وروسته پرته ده، چې کله افغان اردو او پوليس يوازې له طالبانو سره لاس اوګرېوان شي.  له دغه نېټې وروسته به افغانستان په بشپړ ډول د نړيوالې ټولنې په مرستو ولاړ وي.

په پام کې ده چې په هېواد کې راتلونکی کال ولسمشريزي ټاکنې تر سره کيږي. کرزی د بيا ټاکل کېدو حق نه لري او څرگنده نه ده چې ځای ناستی به يې څوک وي. 

د کرزي د تبصرو په وړاندې غبرگونونه، په داسې يوه هېواد کې، چې د بهرنيو پوځونو د شتون په اړه موافق او مخالف نظر موجود وي، بېلابېل دي.

د دولت د مخالف گوند، ملي ايتلاف وياند، فاضل سانچارکي د ٢٠١٤ کال ټاکنو ته گوته ونيوه او د کرزي د تبصرو يو لامل يې همدا کار څرگند کړ.

هغه وويل: "کرزی او د هغه ډله هڅه کوي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په واک کې پاتې شي او يا د واک يوه برخه له ځان سره وساتي، خو دا خبره د متحده ايالتونو له لوري له منځه ايستل شوې. هغه د خپل راتلونکي رول په اړه اندېښمن دی. له دې امله اندېښمن دی، ځکه يې د رسنيو له لارې دا غوغا جوړه کړې ده."

په عين وخت کې سانچارکي د ولسمشر له تبصرې سره همغږي وښوده او ويې ويل چې د افغانستان هر وگړی غواړي د خپلو چارو بشړ واک ولري.

سانچارکي د ولسمشر د کار د لارو چارو څرنگوالی تر پوښتنې لاندې ونيو او ويې ويل: "هغه بايد د دې موضوعگانو په اړه له ټولو سياسي گوندونو او مدني ټولنو سره خبرې وکړي. هغوی ته ونډه ورکړي چې په دې اړه خپل نظر په منطقي ډول څرگند کړي ... په دې توگه به د حل يوه مناسبه لار وموندل شي. هغه بايد له احساساتو څخه کار وانخلي، ځکه دا کار هم پر افغانانو او هم پر نړيوالې ټولنې منفي اغېز کوي."

د سياسي گوندونو او ايتلافونو د شورا د همغږۍ اداره، چې ٢٢ بېلابېلې ډلې پکې گډون لاري، د کرزي پر تبصرو نيوکې وکړي. د مارچ د مياشتې په ١٣ له يوې غونډې وروسته د نوموړې شورا غړو يوه اعلاميه خپره کړه او له واشنگټن سره د اړيکو د خرابولو د ناوړو اغېزو په اړه يې خپل غږ پورته کړ.

د متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ  د چل ول ادعا "نشي کولای له خپلو نړيوالو دوستانو سره د اړيکو په اړه د افغانستان د خلکو نظر څرگند کړي."

اعلاميې د [کرزي] تبصرو ته په کتنې يادونه وکړه، "دا د عمدې کړونو د لړۍ يوه برخه ده چې افغانستان د ناتار لور ته بيايي."

سياسي شنونکي احمد سعيدي له دې نظر سره، چې ولسمشر يوه خطرناکه لوبه سرته رسوي، موافق دی. له لويديځې نړۍ سره تاوتريخوالی يوازې گاونډيو دولتونو ته بلنه ورکوي چې خپله لاسوهنه نوره هم گړندۍ کړي. 

د متحده ايالتونو تر لاس لاندې زندانونو د انتقال په اړه سعيدي وويل، چې ولسشمر په دې اړه اخلاص نه لري.

هغه وپوښتل: "ولې کرزي د بگرام د زندان په اړه پخپل نظر يوولس کاله دمخه ټينگار نه کاوه؟ امريکايان وايي، داسې لاسوندي لري چې د کرزي له خوا ازاد شوي افراد بېرته له مخالفينو [ياغيانو] سره يوځای شوي دي. هغوی [پر کرزي] خپل باور له لاسه ورکړی. هغوی په دې اند چې که د بگرام [زندان] وسپارل شي، نو گڼ شمېر [پخواني زندانيان] به بېرته له طالبانو سره يوځای شي."

نور شنونکي د ولسمشر تبصرې پرځای بولي.

د ستار سعادت په نامه يو بل سياسي شنونکي وويل: "هغه غوښتنه، چې کرزی يې له متحده ايالتونو څخه لري، پرځای او سمه ده. د امريکايانو د شپنيو عملياتو په اړه د هغه مخالفت، ملکي تلفات، د کورونو تالاشي، د بگرام پر زندان د متحده ايالتونو کنترول ټول هغه څه دي چې له ملي او نړيوالو معيارونو سره مخالفت لري. دا کارونه، نه يوازې د هغه له خوا، بلکې د ټولو افغانانو له خوا غير عادلانه گڼل شوي دي. امريکايانو پر دې غوښتونو سترگې پټې کړي او په دې ډول يې پر هغوی د کرزي باور راتيټ کړی دی."

سعادت وويل: "متحده ايالتونه او د هغوی متحدين په افغانستان کې گټې لري. هغوی هيڅکله د کرزي د شفاهي بريدونو له امله له خپلو گټو لاس نه اخلي. دا داسې خبرې دي چې هغه يې بايد په خپلو تبصرو کې يادونه وکړي."

هغه ټکی چې کېدای شي زياتره شنونکي ورسره يوه خوله وي، هغه د کرزي راتلونکی دريځ دی.

سعادت وويل: "د کرزي ستونزه په دې کې ده چې دا جگړه په يوازې سر پر مخ وړي. هغه غواړي د افغانستان په تاريخ کې د ازاد، خپلواک او اتل ولسمشر په نامه ياد شي. له دې امله د ملي او نړيوالو ټولنو له لارې دا تبصرې کوي."

سعيدي د افغانستان په تاريخ کې يو لړ مشران ياد کړل، چې په لومړي سر کې د بهرنيو ځواکونو تر ملاتړ لاندې وو، خو وروسته هېوادپال شول.

د ١٩ پېړۍ په لومړيو کې شاه شجاع درانی د برتانويانو ملاتړ درلود. ببرک کارمل او نجيب الله دواړه د شوروي گوډاگيان وو، چې د سعيدي د وينا له مخې "د [واک] په وروستيو ورځو کې هېوادپال شول."

هغه زياته کړه: "اوس کرزی په هماغه دريځ کې دی."

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists