د خپلولۍ ټينگول، پښتني ټبرونه پردي نه غواړي

د خپلو خپلوانو تر منځ د ودولو دود او يوځايي استوگنه پر انفرادي او يوازې ژوند غوره بلل کيږي.

د خپلولۍ ټينگول، پښتني ټبرونه پردي نه غواړي

د خپلو خپلوانو تر منځ د ودولو دود او يوځايي استوگنه پر انفرادي او يوازې ژوند غوره بلل کيږي.

دوه ويشت کلنه نظيفه د درېو نسلونو په يوې نژدې پنځوس کسيزې لويې کورنۍ کې رالويه شوې ده. 

نوموړې په دې وروستيو کې د خپل تره له زوی سره کوژده شوه، خو پايله يې ناخوښه وه. 

نظيفې وويل، کله چې يې مور ورته د دغه کوژدنې په اړه خبر وکړ، نو ډېر يې وژړل. هغې وويل، د تره زوی يې ورته تل د ورور په څېر برېښېده. 

کله چې يې مور، پلار ته د هغې د خپگان په اړه وويل، نو په غوسه شو.

هغې وويل: «پلار مې راته وويل، چې ته په خپل خير او شر نه پوهيږم. دا کار به زموږ له خپلوانو سره زموږ اړيکې لاپسې ټينگې او نور به مو هم سره نژدې کړي. پردي خلک  موږ نه پېژنو، موږ د هغوی په خوی او خصلت بلد نه يو. په خپلو خپلوانو کې ودول زموږ دود دی.»

په ختيځ ولايت پکتيا کې پښتنې لويې کورنۍ په دوديز ډول گډ اوسيږي او په دې لار د خپل امنيت، عزت او شتمنۍ ساتنه کوي. د کورنيو آن تر ١٥٠ غړي، څلور نسله يو د بل تر څنگ په يوه کور او انگړ کې په گډه سره اوسيږي. 

دا لويې کورنۍ عموما د درناوۍ وړ وي او دښمنې ډلې پر هغوی بريد ته زړه نه ښه کوي، ځکه د سړو او جنگياليو شمېر يې ډېر وي.  

نارينه کار کوي او پيسې گټي، کورنۍ ته خواړه، جامې او د سوکالۍ نور وسايل چمتو کوي. د کور کارونه د ښځو تر منځ وېشل شوي وي. دا د کورنيو اړيکو د ساتلو يو بل عامل دی. 

دغه ډول گډ ژوند خپلې، خپلې ستونزې هم لري؛ لږه فردي ازادي او د کورنۍ غړو ته د خپل راتلونکي ژوند په اړه د تصميم نيولو لږ فرصت موجود وي، په ځانگړي ډول چې له چا سره بايد واده وکړي.

دا ټول انتخابونه د کورنۍ د مشرانو په لاس کې وي.

د نوي غړو د کورنۍ يوه مشر، محمد نسيم وويل: «موږ ته وحدت او اتفاق تر بل هر څه زيات ارزښت لري.» هغه وويل، د اوږدې زمانې دغو دودونو ثبات او مصؤونيت دواړه ډاډمن کړي دي.

نوموړي په دوام وويل: «دښمن زموږ په وړاندې نشي راپورته کېدای. له کورنۍ څخه بهر پردۍ نجونې زموږ يووالي ته زيان رسوي. هغوی د کورنۍ له نور غړو سره سمه گوزاره نه کوي. هغوی ناندرۍ وهي او د کور دننه بې اعتمادي رامنځته کوي. په دې ډول له خپلوانو سره واده او گډ ژوند ډېرې گټې لري.»

پر دې سربېره د نارينتوب د وياړ موضوع هم په منځ کې شته. 

نسيم وويل: «ډارن پښتون به له خپلې خور يا لور څخه پوښتنه کوي چې له چا سر واده کوي.»

روغتيا او ټولنيز خطرونه

کارپوهان وايي، له نژدې خپلوانو سره واده د پخوا زمانو خبره ده. د هغه مهال کورنيو يوازنۍ اندېښنه دا وه چې ځانونه د نورو له بريدونه څخه وساتي او پر ځمکو يې څوک گېډه وانه اچوي. 

د پکتيا پوهنتون استاد، ټولنپوه خالد احمد حبيب وويل: «دغه راز ودونه په پښتني ټولنه کې د جگړې له ډاره څه ناڅه زر کلونه پخوا سر ته رسېدل. هغه مهال د پوهې کچه دېره ټيټه وه، خو دې نامنلو دودونو دوام وکړ. دغه راز دودونه د دواړو، هلکانو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. د طبي څېړنې له مخې له خپلوانو سره واده معمولا روغتيا ته زيان رسوي.»

حبيب يادونه وکړه، جبري ودونو ته په اسلام کې اجازه نه ده ورکړل شوې.  په پښتنو کې دودونه زياتره شرعي قوانين تر سيورې لاندې راولي. 

اسلامي ماهران له دې سره موافق دي چې جبري ودونه له اسلامي اصولو سره مخالف دي. هغوی دې ته هم گوته نيسي، د کورنيو دومره لوی شمېر غړي، چې له يو بل سر نژدې اړيکې لري، نورې ستونزې هم زيږوي. 

د سيمې يو ديني عالم، مفتي عتيق الله خالد وويل: «لومړی، ډېرو خلکو ته پکار نه ده چې په يوه کور کې سره گډ واوسيږي، ځکه نور گناهونه رامنځته کيږي. د تره د زامنو او لوڼو گډه استوگنه ستونزمنه ده، ځکه کېدای شي له واده بهر اړيکو ته لار پرانيزي.»

هغه وويل: «که هغوی له واده کولو سره موافق وي، گناه نه ده. که چېرته له خپلې خوښې پرته واده شي، دا يوه گناه ده. ځکه اسلام هلک ته حق ورکوي چې نجلۍ غوره کړي او همدارنگه نجلۍ ته حق ورکوي چې هلک غوره کړي. که يو څوک پر هلک يا نجلۍ زور راوړي چې يو بل ومني، نو گناهکار بلل کيږي او بايد راتلونکی مسؤوليت  پر غاړه واخلي.»

خالد وويل، هغه دا خبرې له خپلې تجربې وکړې.

نوموړي وويل: «کورنۍ مې راته وويل، چې له خپلوانو څخه له يو چا سره واده وکړم، خو ما ورسره موافقه ونه کړه. هغوی زه له کوره وايستلم. ما په خپله خوښه واده وکړ.»

هغه وويل: «اوس له خپلې مېرمنې او اولادونو سره ښه خوشاله ژوند لرم. که مې چېرته د خپلې کورنۍ په خوښه واده کړی وای، نو ټول کارونه به مې د بل چا له خوا کنتروليدل او بايد له هغه څخه به مې اجازه اخيستله.»

د پکتيا پوهنتون يو بل استاد، اسمعيل لاروی له دې سره موافق و، چې د ډېرو غړو کورنۍ ډېرې ټولنيزې ستونزې راولاړوي.

هغه وويل: «په لويو کورنيو کې ماشومان ښه نه روزل کيږي.  لويې کورنۍ له بېوزلتوب سره مخ کيږي، عدالت پکې نه تامينيږي او نورې ډېرې اخلاقي ستونزې پکې راولاړېدای شي.»

طبي کارپوهان تينگار کوي چې په دې لارې ژوند ته جدي خطرونه پېښېدای شي.

د بازگل په نامه د پکتيا يوه ډاکټر وويل، په دغو لويو کورنيو کې ناروغۍ ډېر ژر خپريږي. په خپلوانو کې پرله پسې ودونه خو لا نور ډېر بد عواقب لري. 

هغه وويل: «زيات شمېر ناروغۍ موروثي دي. که يو څوک د خپلې کورنۍ له يو غړي سره واده کوي، د ماشوم روغتيا په غيرعادي ډول کمزورې وي. په هغو کورنيو کې د معيوبيت ډېرې پېښې رامنځټه کيږي، چې له خپلوانو سره واده کوي، د هغو خلکو په پرتله چې له کورنۍ څخه بهر چا سره واده کوي.»

سره له دې زړې لارې لا تر اوسه هم موجودې دي. د کورنيو مشران، چې زياتره پر ليک او لوست نه پوهيږي، خپل دې باور ته دوام ورکوي، پښتني دودونه يوازنۍ لاره ده چې د هغوی کورنۍ پرې اوږده موده ژوند کولای شي. 

د پکتيا د يو لوی ټبر مشر، حاجي محمدجان وويل: «ځوانان د خپلو کورنيو په ښو او بدو نه پوهيږي او کوچنيان د مشرانو پر لاره ځي. هغوی خپلې پرېکړې د احساساتو له مخې کوي. پښتني دودونه د دې معنا لري، موږ خپلو ځوانانو ته د انتخاب حق نه ورکوو. هغوی بايد په خپلو ټولو کارونو کې له موږ سره سلا مشور وکړي.»

د يوه فرد ارزښت کېدای شي ډېر لوړ وي. جميله د دغو دودونو يوه قرباني ده. نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل، په پنځلس کلنې کې خپل تره زوی ته ورکړل شوه، سره له دې  نور لس کلونه هم انتظار ايستلی ترڅو دتره زوی یی ځوان شو . دا واده برياليتوب ته ونه رسېده. 

هغې  وويل: «ژوند مو تريخ دی. يو بل ته گران نه يو، خو هيڅ شی هم نشو کولای. دا زموږ د مشرانو بده پرېکړه وه، چې زموږ ژوند يې تبا کړ. زه ټولو هغو کسانو ته ښېرا کوم چې د تره زوی ته يې واده کړې يم.

Frontline Updates
Support local journalists