د ځوانانو مناظره: پر حکومتي چارواکو د نوماندانو د ملاتړ بنديز

د ځوانانو مناظره: پر حکومتي چارواکو د نوماندانو د ملاتړ بنديز

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شول، پر حکومتي کارکوونکو بنديز لگېدلی چې د ټاکنو په کمپاين کې به د کوم نوماند ملاتړ نه کوي. د سرغړونې په صورت کې به تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.  

د ټاکنو د خپلواک کميسون د حقوقو د څانگې مشر، جعفرعلي نوري د فبرورۍ په شلمه نېټه د محصلانو يوې غونډې ته وويل، د  حکومتي کارکوونکو له خوا  د کوم نوماند په گټه د رايه ورکوونکو د ملاتړ د جلبولو لپاره د هر خوځښت په وړاندې جدي گام پورته کيږي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون اوومه ماده وايي، دولتي چارواکي، د حکومت او موسساتو کارکوونکي او متنفذو شخصيتونه "دې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه  نه کوي."  

نوموړی قانون زياتوي: "د کوم نوماند په گټه يا خلاف په دولت پورې د اړوندو وسايلو، تاسيساتو او سرچينو کارول جواز نه لري، مگر دا چې ټولو نوماندانو ته  د هغې د کارولو  برابر حق ورکړل شي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون پخواني غړي، فريد حکيم وويل، په ٢٠١٠ کال قانون کې په څرگنده ويل شوې چې حکومتي ادارې د ټاکنو په بهير کې له لاسوهنې او نفوذ څخه منع دي.

د مناظرې د جوړېدو په ځای، د کابل د ابن سينا د انستيتوت محصل، لطف علي وپوښتل، که کوم چارواکي له قانون څخه سرغړونه وکړه، نو څه به ورسره وشي.

نوري په ځواب کې وويل: "که د حکومتي لوړپوړو چارواکو په گډون، چا د ټاکنو له قانون څخه سرغړونه وکړه، تر تعقيب لاندې نيول کيږي."

محمد فيص نويد د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists