د ځوانانو مناظره: نوماندان د نيمگړو تگلارو له امله پړ وبلل شول

د ځوانانو مناظره: نوماندان د نيمگړو تگلارو له امله پړ وبلل شول

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

د افغانستان د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره پر سيالۍ کوونکو نوماندانو پړه اچول شوې چې د اپرېل د پنځمې نېټې تاريخي ټاکنو لپاره د سمو او رغندو تگلارو په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

په کابل کې د مارچ په ١٣ نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې گډون کوونکو ژورنالستانو او سياستوالو وويل، زياترو ولاړو [د مارچ تر ٢٦ پورې اتو تنو] نوماندانو په خپلو دوه مياشتنيو ټاکنيزو مبارزو کې د ملاتړ د جلبولو لپاره هڅه نه ده کړې او نه يې له خپلو سيالانو څخه د مخکې کېدو په موخه د افغانستان د راتلونکې لپاره يو ښه منظر وړاندې کړی دی.

پرځای يې نوماندانو هڅه کړې ټاکنې يوازې پر قومي تړاوونو راوڅرخوي. د دې تاکتيکونو له لارې داسې کمپاينونه پر مخ وړل شوي چې له نوښتونو او ژمنو خالي وو، ترڅو رايه ورکوونکي ونه کړای شي د يوه نوماند تگلاره د بل نوماند له تگلارو څخه توپير کړي.

د پارلمان يوه غړي، احمد فرهاد مجيدي د غونډې گډون کوونکو ته وويل: "زياتره هغه يې پروگرامونه، نه لري. که کوم يو يې پروگرام ولري، نو د سيالانو پروګرامونو ته يې ورته وي. زما په اند، هغه تگلارې چې موږ اورېدلي، اغېزمنې نه دي. داسې بريښي چې نوماندان د پروگرامونو د جوړولو وړتيا نه لري، ټاکنې له نورو لارو او کانالونو پر مخ وړي."

د آی ډبليو پي آر مناظره په کابل کې د ابن سينا د لوړو زده کړو په [خصوصي] انستيتوت کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د خاتم النبيين د پوهنتون استاد، لطيف نظري او د کابل يوه ژورنالست، شاه حسين مرتضوي گډون درلود.

په مناظرې کې گډون کوونکو محصلانو دا واورېدل، سياسي شنونکي ټول يوه خوله وو چې ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ نوماندانو د تگلارو پر ځای پر شخصيت ډېره ډډه لگولې. د خپلې ډلې د ملگرو غوره کول يې د دې ادعا څرگند ثبوت دی چې د برياليتوب لپاره يې توکميز تړاو اړين بللی دی.

د بېلگې په توگه، ولسمشرۍ ته ولاړ، پښتون توکمه زلمي رسول، تاجک توکمه احمدضيا مسعود د خلکو د رايو د خپلولو لپاره خپل لومړی مرستيال غوره کړی دی.

د حامد کرزي د څوکۍ د نيولو لپاره مخکښ نوماند، اشرف غني احمدزي له ورته تاکتيک څخه کار اخيستی. د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره د ازبيک توکمه زورواکي، عبدالرشيد دوستم غوره کول د ائتلاف د رامنځته کولو يوه ښه څرگنده بېلگه ده. د عدليې پخوانی وزير، هزاره توکمه سرور دانش د غني دويم مرستيال دی.

د مناظرې برخوالې، امينې محسني له وينا والو وپوښتل، که د تگلارو د نيمگړيتاوو خبره په پام کې ونيول شي، ځوانان بايد کوم يو نوماند ته رايه ورکړي.

مجيدي د کوم نوماند نوم وانخيست، خو ويې ويل، خوشبين دی، د زده کړو د وروستيو پرمختگونو له امله په ځوانانو کې دا وړتيا پيدا شوې چې د پخوانيو ټاکنو په پرتله د نوماندانو له ليکو څخه ښه نوماند غوره کړي.

تر هغه وروسته نظري وويل، سياستوالو ته دا خبره له ارزښت څخه ډکه ده چې په سويلي اسيا کې د افغانستان د دريځ په موخه د برياليتوب لپاره د ځانگړو تگلارو په جوړلو ځانونه وپوهوي. د ولسمشرۍ نوماندان دنده لري د خپلو کمپاينونو د يوې برخې په توگه رښتينې تگلارې او پاليسۍ چمتو او وړاندې کړي.

هغه وويل: "نوماندان بايد د قومي، سيمه ييزو او تنظيمي تړاوونو په پرتله زيات زور پر خپلو پروگرامونو واچوي. د دموکراتيکو ارزښتونو بنسټيز کول د يوې رښتينې دموکراتيکې ټولنې له رامنځته کېدو سره مرسته کوي."

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists