د ځوانانو مناظره: له رايه ورکوونکو وغوښتل شو چې له اردو او پوليسو سره مرسته

د ځوانانو مناظره: له رايه ورکوونکو وغوښتل شو چې له اردو او پوليسو سره مرسته

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د آی ډبليو پي آر د مناظرې ويناوالو له ټاکنو دوه ورځې د مخه له امنيتي ځواکونو سره د ولس د خلکو پر همکارۍ يو ځل بيا ټينگار وکړ.

ويناوالو په يوې مناظرې کې چې په پکتيا ولايت کې جوړه شوې وه، وويل، هرڅوک مسؤوليت لري چې د رايو د درغلۍ او د درغلۍ د نور ډولونو مخه ونيسي، چې کېدای شي د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو مشروعيت ته زيان ورسوي. همدارنگه هغوی پر خلکو هم غږ وکړ چې د امنيتي ډار له امله د رايې ورکولو له مرکونو څخه په شا نشي او څرگنده کړي چې د ياغيانو له گواښونو نه ډاريږي.  

د پکتيا د والي يو وياند، بهايي جان يار وويل: "موږد رايو د ورکولو په ټولو مرکزونو کې د امنيت د ټينگښت لپاره گامونه پورته کړي. ښځينه پوليسې د ښځو د تالاشۍ لپاره گومارل شوي. همدارنگه مو گرځنده امنيتي ډلې جوړې کړې چې که کومه پېښې وشي، چټک غبرگون څرگند کړای شو. همدارنگه مو د ټولې پکتيا په کچه له امنيت سره په تړاو کې د همغږۍ په موخه د قوماندې يو مرکز جوړ کړی دی."

د آی ډبليو پي آر مناظره په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې وه او په وينا والو کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمد شفا مشفق او د ازاد او عادلانه ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر، احسان الله حميدي شامل وو. د پکتيا د امنيه قوماندانۍ يو شمير افسران او همدارنگه د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند هم مناظرې ته بلل شوي وو، خو رانغلل. 

مشفق محصلانو ته وويل، هغوی کولای شي د خپل هېواد برخليک وټاکي. نوموړي پر محصلانو ټينگار وکړ چې  درغلۍ په اړه هر راز خبر ځايي چارواکو ته ورکړي او د ولايت پر رسنيو يې هم غږ وکړ چې د رايې د ورکولو په ورځ د امنيتي گواښونو په اړه افراط ونه کړي. د پېښو په رپوټ ورکولو کې دې له بشپړ پام کار واخيستل شي، چې رايه ورکوونکې د رايې ورکولو مرکزونو ته له راتگ په شا نشي.

مشفق وويل: "هرافغان د خدای او هېواد په وړاندې مسؤوليت لري چې رڼو ټاکنو ته کار وکړي. د پکتيا رسنۍ بايد د کوچنيو امنيتي پېښو په اړه له افراط څخه کار وانخلي."

يو شمېر برخوالو له ويناوالو د ټاکنو د درغلۍ په اړه پوښتنې وکړې. محصلانو وويل، د يو شمېر چارواکو په بې پريتوب کې شک لري.

د لږې احمدخېلو د ولسوالۍ اوسيدونکي، حميدجان احساس وويل: "خلک به د رايو په مرکزونو کې د درغليو د مخنيوي لپاره له خپل ټول وس څخه کار واخلي، خو که د ټاکنو د کميسون کارکوونکي سترگې ړندې کړي، نو د هغوی هڅې به هيڅ نتيجه ورنه کړي."

د احسان الله حميدي په نامه يوه بل گډون کوونکي اندېښنه څرگنده کړه، د پکتيا ولايت يو شمېر ولسوالۍ د ښځو لپاره د رايو ورکولو جلا مرکزونه، نه لري. کېدای شي نارينه گان د خپلو کورنيو د ښځو په ځای رايې ورکړي.   

هغه دا هم وويل، چې فيفا به ونشي کړای د رايو په ټولو مرکزونو کې څارونکي وگوماري. لس سلنه به ونه څارل شي.

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists