د ځوانانو مناظره: د ټاکنو نوماندان بايد بنسټيز تعليمي معيارونه ولري

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو نوماندان بايد بنسټيز تعليمي معيارونه ولري

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

محصلانو او ويناوالو د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې پر هغه مقررې نيوکې وکړې چې ولايتي شورا ته د لېسې له زده کړو کښته کسان نشي کولای د ۱۶حملټاکنو ته ودريږي.  

د فيروز ايثار په نامه د مدني ټولنې يوه فعال ادعا وکړه چې نوموړی اصل د ناسم قضاوت په پاېله کې د دوه گونو ستنډردونو پر بنسټ جوړ شوی، ځکه د ولسي جرگې غړو ته دا محدوديت په پام کې نيول شوی نه و. هغه وويل، تمه دا وه چې د پارلمان غړي بايد لوړې زده کړې ولري او هغوی بايد لږ ترلږه د لېسې دوره بشپړه کړې وي.    

هغه وويل، د زده کړې د تر ټولو ټيټې کچې له معيار پرته دا خطر شته چې د وړتيا نه لرونکي نوماندان به د خپل اغېز او نفوذ د کارولو او بډو د ورکولو له لارې د واک گدۍ ته ځانونه ورسوی.  

ايثار په مزارشريف کې د دسمبر د ١٩ نېټې مناظرې برخوالو ته وويل: "د ولسي جرگې د نوماندو لپاره د تحصيلي معيار نشتوالی هغو افرادو ته لار پرانيزي چې يوازې د زر او زور له لارې واک ته ځانونه رسوي. زما په اند څوک چې ولسي جرگې ته ټاکل کيږي، بايد لوړې زده کړې ولري. د دې ترڅنگ بايد هغوی په ملي او نړيوالو قوانينو پوه وي، ځکه د پارلمان غړي دي او قوانين جوړوي."

په بلخ ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسیون سيمه ييز مشر، سيد محمد سامع له دې سره موافق دی چې د پارلمان غړي بايد حد اقل تحصيلي معيارونه ولري.

هغه وويل: "د ولايتي شوراگانو د نوماندو لپاره د تحصيلي معيارونو وضع کول او د ولسي جرگې لپاره پر هغو سترگې پټول يوه جدي ننگونه ده."

همدارنگه سامع وويل، د ټاکنو نېټه د کال په پيل کې د اقليمي شرايطو له مخې ډېره دوخته نيول شوې.   

هغه وويل: "زموږ ټاکنو ته د حمل ۱۶نېټه د افغانستان په څېر غرنيزهېوادونو لپاره ښه انتخاب نه دی. کېدای شي په دې وخت کې هوا ډېره سړه وي، د واورو اورښت او د لارو بندېدل يوه عادي خبره ده."

سخيداد مهدي يار د بلخ  پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists