د ځوانانو مناظره: د ننگرهار د رايې اچولو د مرکزونو په څارنې کې د ځوانانو ښکېلتيا

د ځوانانو مناظره: د ننگرهار د رايې اچولو د مرکزونو په څارنې کې د ځوانانو ښکېلتيا

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د ننگرهار ولايت د مدني ټولنو ډلو د ټاکنو د مرکزونو د څارلو لپاره د رضاکارو ځوانانو په هڅولو کې د ټاکنو پر خپلواک کميسون د پاتې راتگ پړه اچولې ده.

د محمد انور په نامه [د مدني ټولنې] يوه فعال په جلال آباد کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، د اپرېل د پنځمې نېټې ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې بې پرې څارنه د درغليو د مخنيوي لپاره يو ستر اقدام دی.

سلطاني وويل: "په ننگرهار کې د ټاکنو کميسون بايد مدني ټولنو او ځوانانو ته داسې امکانات چمتو کړي چې په مناسب ډول د ټاکنو له څارنې سره مرسته وکړي."

هغه زياته کړه، اوس د هغه پر احساس د ټاکنو د خپلواک کميسون چارواکې پوهېدلي او هيله ده د ځوانانو گډون ته به "مناسب پام"واړول شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده د ټاکنو اداره او تنظيم دي، نه دهغی څارنه. دا کار د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ په څېر ناحکومتي موسسو ته پرېښودل شوی دی، چې وايي تمه لري د افغانستان اويا سلنه ځايونو کې ناپلوي څارونکي وگومارلای شي.

د ننگرهار ولايت د ځوانانو د چارو رئيس، مطيع الله احمدزي هم د ځوانو رضاکارانو په گومارلو کې د پاتې والي په اړه اندېښنه څرگنده کړه.

نوماندان د کمپاين د خپلو استازو په واسطه د څارنې چارې پرمخ وړي، خو احمدزي وويل، په هغو سيمو کې چې دوی دفترونه، نه لري،  وبه نه کړای شي د خپلو سيالانو له خوا د درغليو په اړه معلومات پيدا کړي. له دې امله د خپلواکو څارونکو گومارل د ډېر اهميت وړ خبره ده. 

په ننگرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، رباني زلمي د محصلانو نظر ته د ويناوالو پام واړاوه او ويې ويل، هيله لري د مدني ټولنې فعالان د ولايت به د بېلابېلو برخو د رايو ورکولو په مرکزونو کې وگوري.

زلمي وويل، د رسمي شمېرونو له مخې په ننگرهار کې ١٩٥ زرو تنو خلکو د رايو ورکولو کارتونه اخيستي، چې ٤٠ سلنه يې ښځې دي. 

د واشنگټن مېشته ملي دموکراتيک انستيتوت استازي، محمد يوسف الکوزې وويل، د هغه اداره د يو شمېر نوماندانو د کمپاين کارکوونکو ته د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته په ټاکنو کې د درغليو د رپوټ ورکولو د تگلارو په اړه روزنه ورکړې ده. 

د آی ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په ١٢ نېټه د ننگرهار پوهنتون د شپېتو تنو محصلانو په گډون جوړه شوې وه.

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists