د هرات اوسيدونکي د ونو د وهلو له امله خپه دي

د هرات د ښار د سړکونود غاړې ونې په بې احتياطۍ وهيل کيږي، چې د افغانستان لويديځ ښار هرات يې شين او په ګڼ سيوري پوښلى دى.

د هرات اوسيدونکي د ونو د وهلو له امله خپه دي

د هرات د ښار د سړکونود غاړې ونې په بې احتياطۍ وهيل کيږي، چې د افغانستان لويديځ ښار هرات يې شين او په ګڼ سيوري پوښلى دى.

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد احسان شفيق ليکنه

يو لوړ غږ اورېدل کيږي او د خاوور دوړو ليکه په هوا کې پورته کيږي، يوه لويه ډله خلک د پېښې ځاى ته په منډو راروان دي  او انګيري چې ګوندې کومه بمي چاودنه شوې ده. خو ګوري چې يوه لويه ونه وهل شوې او رالوېدلې ده. .

د افغانستان په لويديځ کې د هرات په څېر ښارونو کې،چې د ډېرو ګڼو ونو په درلودلو مشهور دى، ونې وچې شوې دي، په داسې حال کې چې لنډه موده دمخه تاندې او شنې وې.

په وروستيو لسيزو کې افغانستان د ونواو ځنګلونو د له منځه تلو له جدي ستونزو سره مخامخ شوى دى؛ کله ناکله د ودانيود لرګيو د ناقانونه صادراتو او کله ناکله د سون د موادو د چمتوکولو لپاره، ځکه وارد شوي تېل د سون په موخه په سخته لاس ته راځي. کله هم د کرکېلې لپاره د کروندو د جوړولو په موخه پراخ ځنګلونه وهل کيږي.

دهرات زيات شمېر اوسيدونکي په دې باور دي چې ونې په منظم ډول زهري کيږي، ترڅو وچې او د سون په موخه ووهل شي. 

د جمشېد عزيزي په نامه يو اوسيدونکي وويل: "ما دوې مياشتې دمخه يوه  شپه يوسړى وليد چې د ونې بېخ يې کېندلو. له يوې بوشکې  څخه يې څه شى په هغې کې واچول او بېرته يې خاورې پرې واړولې. له هغه شپې وروسته ونه په وچېدو راغله."

درې کاله دمخه يو شخصي شرکت د سخت ژمې له امله د وچو شوو ونو د وهلو قرارداد تر لاسه کړ. د هرات ولايت د ځنګلونو رئيس، محمد احسان آى ډبليوپي آر ته وويل، د نوموړو ونو وهل ډېر اړين و؛ ځکه وچې شوې ونې د چپه کېدو اويا د اور لګېدو له ګواښ  سره مخا مخې وې او له بلې خوا يې د ښار منظره خرابه کړې وه.

احسان وويل ونې په سيمه کې وپلورل شوې اويا بهر ته صادرې شوې او عايد يې ښاروالۍ ته تحويل شو.

د قرارداد د لاسليک پرمهال ښاروالۍ ١٤٠٠ونې د وهلو وړ بللې وې، خو وروسته دا شمېره دوه پرابره شوه او داسې شک  رامنځته شو چې شنې ونې په لاسې توګه وچې شوې، ترڅو يې وهلو ته لاره هواره کړاى شي. 

ښاريان د ونو په وهلو خپه دي او باوري دي چې ددې کار ترشا د يو شمېرخلکو لاس دى، د شنو ونو پر ريښو تيزاب شيندي اوپه دې ډول يې وچوي. 

يوهراتي چې ويې غوښتل نوم يې ونه ښودل شي، په خپګان وويل: "يو څو وچې ونې وې، چې ښايي وهل شوى واى. خو کله چې شرکت  قرارداد لاسليک کړ، هره ورځ يې له پنځلسو څخه ترشلو پورې ونې وهلې. له دې معلوميږي چې يوشمېرټاکلي افراد هڅه کوي د شخصي ګټولپاره ونې وچې کړي."

داسې لاسوندې په لاس کې نشته چې د ادعا شوو ونو په وچولو کې دې نوموړي شرکت لاس ولري.  ددې شرکت وياند آى ډبليو پي آر ته وويل د ونو دساتلو لپاره له خپلې ټولې وسې کار اخلي، که چېرته وچې شوې هم وي، هڅه کوي چې بېرته شنې شي.

د هرات ولايت د چاپېريال د ساتلو رئيس، عبدالقيوم افغان وويل، د ونو په رېښو يې د تيزاب د شيندلوخبره اورېدلې ده. د هغه رياست پلټڼې پيل کړي. خو دا لا څرګنده نه ده چې دا خلک د چا لپاره کار کوي. 

هغه وويل: "د هرې ونې وهل چاپېريال ته ډېر زيان رسوي. د ناجو هره ونه په کال کې د يوسلو پنځوسو تنو لپاره پوره اکسيجن توليدوي او په اتيا متر مربع ځمکه کې لمدبل توليدوي. لويې او ګڼې ونې د الوتونکو او حشرو د استوګنې ځايونه دي."

نوموړي زياته کړه، د هغه رياست هڅه کوي د وچو شوو ونو په ځاى کې نوې نيالګي کښينوي.

د هرات د امنيې د قوماندانۍ وياند، نورخان نيکزاد وويل، څلور تنه په دې تور نيول شوي، خو ټينګار يې وکړ، ادعا شوي تورنان "له شرکت سره تړاو  نه لري." هغه وويل، دا هغه افراد دي چې ونې يې د کورنو او يا هټيو په مخکې ولاړې دي او غواړي خپله مخه پاکه کړي. 

د تحقيق او پلټنو څانګې د څلورو نيول شوو افرادو په اړه د جزئياتو ورکولو ته حاضر نشول.

له دې ادعا سره سره چې ګوندې د ونو د پرېکولو کار تنظيم شوى نه دي، د يو شمېر افرادو  ګومان پر ځاى پاتې دى او په هغو چارواکو نيوکې کوي، چې ددوي استازيتوب کوي.

يو سړي وويل: "[د وهلو په کار کې] کې لاس لرونکي افراد دومره ساده ګان نه دي، چې بې دليله  دا کار وکړي. په باوري ډول د هغې ترشا نور لاسونه کار کوي."

Environment
Frontline Updates
Support local journalists