د ځمکني ماينونو د خطر کمول

د افغاني مربينو يوه فداکاره ډله او د هغوى سپي د ماين پاکوونى د هغو نويو تمرينونو په حال کى دي چى د نړۍ په لر او بر ستونځمنو سيمو کى ورته اړتيا ده.

د ځمکني ماينونو د خطر کمول

د افغاني مربينو يوه فداکاره ډله او د هغوى سپي د ماين پاکوونى د هغو نويو تمرينونو په حال کى دي چى د نړۍ په لر او بر ستونځمنو سيمو کى ورته اړتيا ده.

د نړۍ په سلو کى د لسو ماينونو له درلودو سره چى د دوو لسيزو په جګړو کى په هيواد کى کرل شوي دي، د تعجب ځاى نه دى چى افغانان او که په ځانګړي توګه ووايو د هغوى سپي د ماين پاکۍ په ډګر کى د نړۍ تر ټولو ماهر پيژندل شوي دي.


د افغانستان د ماين پاکۍ او ماين لټوونکو سپو مرکز (ام ډي سي) چى يو سيمه اييز سازمان دى او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندى کار کوي ، د هغو سپو د تربيت او روزنى په حال کى دى چى د نړۍ له ليرو ځايو لکه برتانيا او چکسلواکيا څخه د همدغه منظور له پاره ليږل شوي دي، او دغه راز د نړۍ په نورو هغو سيمو کى چى ورته ستونځى لري لکه سوډان او يمن هم ليږل شوي دي.


ماريو بوير چى د آلمان تبع دى او له دغه سازمان سره د حکومت د يوه مرستندويه پروګرام په چوکاټ کى کار کوي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د ام ډي سي د روزنى پروګرام د خپل ډول د نړۍ له لويو پروګرامونو څخه دى چى لګښت يي کم او برياليتوب يي ډير دى .


د ماين پاکوونى هغه تخنيکونه چى اوس په دغه هيواد کى پراختيا مومي په نورو هغو هيوادونو کى هم کارول کيږي چى د ځمکني ماينونو د درلودو له امله ځوريږي.


دا پروګرام په ١٩٨٩ کال هغه مهال پيل شو چى شوروي اتحاد دى ته اړ شو خپل لس کلن اشغال ته د کمونست ضد مجاهدينو د مقاومت له امله پاى ته ورسوي، چى وروسته له يوه بل سره د جګړى له امله د طالبانو له پاره لاره هواره شوه چى واک ته ورسيږي.


داسى تخمين کيږي چى نژدى لس مليونه ماينونه د هيواد د ٢٥ کلنى جګړى پر مهال ايښودل شوي دي، چى دکوچنيو ماينونو څخه نيولى چى کولى شي د ماشوم پښى پرى غوڅى شي تر د لويو ماينونو پورى چى پرى يو ټانک له منځه تلى شي. د ماينونو د لګيدو يا چاودنى ميکانيزم کيدى شي د فشار يو ساده سوچ وي او يا د بريښنا مزى چى د پښى سره د تماس په نتيجه کى انفجار کوي او يا يو صوتي سيستم او يا داسى يوه آله چى له يوه ټکان يا لرزى سره د چاودنى سبب کيږي.


د ماين د کرلو لګښت درى امريکايي ډالره دى خو له ځمکى څخه د هر يوه ماين د را ايستو لګښت ١٠٠٠ ډالره کيږي. دا ماينونه هر ورځ په هيواد کى ٢٠ تنه ټپي کوي او يا يي وژني چى ډيرى يي ماشومان دى.


د پروګرام په پيل کى سپي يي له بهر څخه واردول او امريکايانو روزل. خو د يوه سپي روزل ٩٠٠ امريکايي ډالره لګښت درلودچى د افغانستان په شان د يوه خوار او غريب هيواد له پاره دا کار ډير ګران و. له همدى امله ام ډي سي خپل روزنيز پروګرام پيل کړ. په لمړي سر کى يي سپي درلودل چى لس يي ښځينه او دوه يي نر و ، يو يي جرمني (شپنى) او بل يي مالينيو له بلجيم څخه و.


جاويد احمد چى د ام ډي سي د روزنى پروګرام پر مخ بيايي وايي دا اوس مهال موږ ٢١١ سپي لرو چى له هغى ډلى ١٣٠ يي په هغو سيمو کى کار کوي چى مايونونه پکښى ښخ دي پداسى حال کى چى پاتى يي د روزنى په حال کى دي. هغه همدارنګه زياته کړه زموږ د پروګرام د تطبيق په نتيجه کى موږ د کال له ٥٠ څخه تر ٦٠ پورى سپي روزو چى په سلو کى ٨٠ يي د روزنى له پاره مساعد وي.


روزنه هغه مهال پيليږي چى کوچني سپي يوازى د دوو مياشتو وي او د روزنى پروګرام ١٨ مياشتى وخت غواړي. پس له هغى دوى په هغو سيمو کى خوشى کوو چى ماينونه ښخ وي او د دوى د شامعى يا بوى کولو د ځانګړى قوۀ په درلودو سره د ښخ شوي ماين سيمه کشف کوي ، آن که ماين په فلزي پوښ او يا پلاستيکي پوښ کى ځاى پر ځاى شوى وي او يا هم ډير ژور ښخ شوى وي.


د ام ډي سي روزونکي زين الدين تشريح کړه چى ماينونه د خاورى د نوعيت له امله معمولا د ٢٠ سانتي مترو او يا هم د يوه متر په ژوروالي ښخوي. هغه وايي زموږ يوه سپي وکولى شو يو ماين له ځمکى څخه په داسى حال کى پيدا کړي چى د يوه نيم متر په ژوروالي کى ښخ شوى و.


د افغانستان د ماين پاکوونى دا پروګرام د هغو پروګرامونو په پرتله ډير جدي دى چى د نړۍ په نورو برخو کى تعقيبيږي. په نورو هيوادونو کى ښخول او ايستل د لاس په وسيله تر سره کيږي. هغه پروګرام چى په افغانستان کى کاريږي دا دى چى سپى هغه بوى چى، روزونکى يي د فلز پر مخ ږدي پرى توجه کوي او نه دا چى د چاوديدونکو موادو بوى.


زين الدين وايي موږ د انسان د تماس ټول اثرونه له فلز څخه مينځو او بيا هغه د لمر د وړانګو تودوخى ته ږدو چى وچ شي او مخکى له دى چى له هغه څخه په روزنيز پروګرام کى کار واخلو د دوو يا دريو کلونو له پاره يي په مځکه کى ښخو. زين الدين زياتوي اوس بهرني روزونکي زموږ پروګرام تعقيبوي.


له دى ټولى پانګى اچوونى او پر سپو د اتکا په کولو سره د تعجب ځاى نه دى چى دا سپي ځانته ځانګړى کلينيک او وترنر لري چى د آلمان له هيواد څخه په وروستيو وسايلو او درملو مجهز دى. ډاکتر عبدالحکيم حکيمي وايي اټکل کيږي چى دا سپي به د پنځو کلونو له پاره فعاليت کوي.


د روزنى دا پروګرام په حقيقت کى د توپ په يوى لوبى پيليږي چى په تدريج سره د ماينونو تر ډول اوپه پاى کى تر حقيقي ماينونو ارتقا مومي.


د سپو د تعليم ميدان چى روزنه ورکول کيږي دوى له يو بل څخه د لس مترى په واټن کى دي او په هغه ځاى کى کيني چى ماين بوي کوي. احمد وايي سپي د دغه کار له پاره بلکل مناسب دي. سپي د ماشين په پرتله دوه پلا دقيق دي. احمد وايي ماشين يوازى فلزات را کشف کولى شي او دا په دى معنى دي چى ماشينونه هر ډول شيان موندلى شي خو زموږ سپي يوازى له چاوديدونکو موادو سره دلچسپي لري او کولى شي هغه د پلاستيک له منځه هم پيدا کړي.


هغه همدارنګه زياته کړه د نورو وسايلو پر ځاى د سپو کارونه لږ خطر لري. هغه وايي د ١٣ کلونو په موده کى د دغه پروګرام په تطبيق کى يوازى لس کسان او اوه سپي وژل شوي د سپو ٢٦ تنه مربيان ټپي شوي دي چى د داسى يوه خطرناکه عملياتو له پاره دومره لوړه شميره نه ده.


دا پروګرام په ټول هيواد کى د ١٨ ډلو له خوا داسى پر مخ بيول کيږي چى په هره ډله کى څلور سپي او د هغوى ٢٤ کسه مربيان برخه اخلي چى البته هره ډله خپل کومکي کسان هم لري. هره ډله په کال کى د يو کيلومترمربع له ماين څخه د ډکى ځمکى د پاکولو مسوليت لري. چى په حقيقت کى د افغانستان په سلو کى د پنځه څلويښتو ځمکى د پاکولو په معنى ده. د افغانستان پاتى برخه د نړيوالو سازمانونو له خوا چى په دى برخه کى کار کوي پاکيږي.


تر اوسه نژدى ١١٣ کيلو مترمربع ځمکه چى ماينونه پکښى ښخ دي د پاکولو له پاره پاتى ده او نژدى ٣٠ کيلومترمربع د جنګ ميدانونه بايد د ناچاوديدونکو موادو څخه پاک شي.


احمد وايي موږ له ټولى نړۍ څخه غوښتن ليکونه تر لاسه کړي چى وايي د خپلو سپو په وسيله ورسره مرسته وکړو او ځمکى يي له ماينونو څخه پاکى کړو ، خو له بده مرغه موږ دننه په افغانستان کى خپلو پروګرامونو ته زور ورکړى او دلته بايد ډير کار وکړو ، نو له همدى امله نو نه شو کولى هغه همداسى پريږدو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists