د هلمند غونډه د [ولسمشريزو] ټاکنو د ځنډ غوښتنه کوي

يو شمېر کتونکي شک څرگندوي چې دا غونډه د کرزي د پلويانو له خوا رابلل شوې او جوړه شوې وه ترڅو د هغه د دندې دوره اوږده کړي.

د هلمند غونډه د [ولسمشريزو] ټاکنو د ځنډ غوښتنه کوي

يو شمېر کتونکي شک څرگندوي چې دا غونډه د کرزي د پلويانو له خوا رابلل شوې او جوړه شوې وه ترڅو د هغه د دندې دوره اوږده کړي.

پر افغان حکومت نيوکه کوونکو گوته څنډلې، چې د هلمنمد په څېر په نا امنه ولايتونو کې بايد امنيتي اندېښنې په ٢٠١٤ کال کې د ولسمشريزو ټاکنو د سر ته نه رسولو پلمه نشي.

تېره مياشت د هلمند ولايت په مرکز، لښکرگاه کې قومي مشرانو يوه غونډه رابللې وه چې په سلگونو هلمنديانو پکې گډون کړی وو. په غونډه کې غوښتنه وشوه چې ټاکنې دې شاته واچول شي؛ رغنيز کارونه دې زيات شي او اساسي قانون او د ټاکنو قانون دې د يوې "لويې جرگې" له خوا بيا وکتل شي.   

يو قومي مشر او د غونډې گډونوال، جان محمد خان وويل، د ټاکنو د برياليتوب لپاره حکومت دنده لري تر هغې دمخه په پښتون ميشتو سيمو کې امنيتي ستونزې هوارې کړي.  

هغه وويل: "موږ داسې ټاکنې نه غواړو چې د هغې په بهير کې دې زموږ [ياغي] مخالفين پوزې، گوتې او غوږونه راپرې کړي، هغسې چې په مخکنيو ټاکنو کې د يو شمېر خلکو پرې شول. موږ به له کرزي څخه وغواړو، چې لويه جرگه راوبولي او ټاکنې تر هغې وځنډوي ترڅو په لويديځو او سويلي ولايتونو کې امنيت خوندي شوی نه وي."

نورو گډونوالو يادونه وکړه، طالبانو لا له وړاندې خلک گواښلي، چې که چا رايې ورکولو ته زړه ښه کړ، نو له سختو پايلو سره به مخامخ شي.

د مولوي مهردل په نامه يو بل ځايي مشر وويل: "طالبان وايي، هر هغه چا، چې په ټاکنو کې گډون وکړ، نو وبه يې وژني. په داسې يوه حالت کې به څوک رايې ورکولو ته زړه ښه کړي؟ يوازې د دې لپاره چې يو ولسمشر وټاکل شي، نه غواړو په سلگونه افغانان ووژل شي او يا معيوب شي."

د هلمند د غونډې يو بل برخوال، عطاءالله خان دا مني چې طالبان د ټاکنو د گډوډولو پلان لري. ټاکنې هغه مهال سرته رسيږي چې د ناتو سرتيري له افغانستان څخه وځي او افغان امنيتي ځواکونه به په يوازې سر له هغوی سره مقابلې ته ولاړ وي.   

عطاءالله خان وويل: "هغوی تل خلکو ته وايي چې په ٢٠١٤ کال کې به اوضاع بدله کړي، غواړي خپل بريدونه تر ټاکنو دمخه زيات کړي، ترڅو سرته ونه رسيږي." هغه زياته کړه، طالبانو غوښتنه کړې چې رښتيني مسلمانان له ټاکنو سره پرېکوڼ وکړي، چې يو اسلامي حکومت رامنځته شي او د هغوی په وينا په کابل کې د "امريکايي گوډاگي" ادارې ځای ونيسي.  

ياغيانو په دې وروستيو کې خپل بريدونه زيات کړي دي. تېره اوونۍ يې په کابل کې د ناتو پر قرارداديانو بريد وکړ. په تېره مياشت کې ولسمشريزي ماڼۍ او د سي آی ای دفتر ته څېرمه يو ځانمرگی بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت وايي په تېرو درېو مياشتو کې پوليسو ته په اوښتو زيانونو کې ٢٢ سلنه زياتوالی راغلی دی. د دې کار لامل د امنيت د لېږد او د ياغيانو د بريدونو په وړاندې د پوره وسلو او تجهيزاتو نشتوالی دی.  

د دې دلايلو له امله په نژدې راتلونکې کې د ټاکنو سرته رسول بې سيکه ښکاري. ځينې شنونکي پر ولسمشر حامد کرزي تور پورې کوي چې غواړي يا د خپلې ولسشمرۍ دوره وغځوي او يا د دې وخت تر لاسه کړي ځانته يو مناسب ځای ناستی وټاکي. پخپله کرزی نشي کولای د قانون له مخې بيا ټاکنو ته ودريږي. نوموړي څو، څو ځلې دا تورونه رد کړي دي.    

د ملي ايتلاف د گوند وياند، فضل الرحمن اوريا وويل، امنيت د ټاکنو لپاره تر ټولو مهم مخکينی شرط دی. هغه يادونه وکړه ځينې سيمې لا تر اوسه له خطره ډکې دي. نوموړي وويل، په همدې وخت کې امنيتي ارگانونو ژمنه کړې چې د ټاکنو پر مهال به حالت ډاډمن کړي. نوموړي وويل د هلمند په څېر غونډې د کرزي د ملاتړو له خوا جوړې شوي دي.     

هغه زياته کړه: "له شک پرته د هلمند يو شمېر ولسوالۍ خوندي نه دي، خو ددې شک هم شته چې د کرزي پلويان د دې فعاليتونو تر شا لاس ولري. هر څه چې کيږي، بايد کرزی او دهغه ډله يوې خواته شي... که چېرته امنيتي ارگانونه ووايي هغوی نشي کولای د ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي، بيا هم د دې معنا نه لري چې کرزی او د هغه ډله دې په واک کې پاتې شي."

په پارلمان کې د هلمند د خلکو استازې، حبيبه سادات دا مني چې غونډې د ټولو هلمنديانو د نظر استازيتوب نشو کولای، خو دا شک هم لري چې گوندې د کرزي پلويان به د هغې ترشا ولاړ وو.

هغې وويل: "قانون بايد پلی شي. قانون هيڅ عذر نه مني، ټاکنې بايد هرو مرو تر سره شي. هغه شخص چې د مطلق اکثريت له خوا غوره شي، بايد واک ته ورسيږي."

سادات مني چې د هلمند په يو شمېر شمالي سيمو کې امنيتي ستونزې شته، خو ويې ويل چې هغه به د ولسمشريزو ټاکنو په وړاندې کوم خنډ رامنځته نه کړي.

د هلمند چارواکو آی ډبليو پي آر ته وويل، له يو څه استثنا پرته به د ټول ولايت په کچه د ټاکنو سرته رسول شونې وي.

د هلمند ولايت د امنيت امر، سمونوال غلام رباني وويل: "له باغران او دېشو پرته د هلمند په کچه کومه ستونزه نشته. که خلک وايي چې امنيت نشته او ټاکنې دې وځنډول شي، دا مازې د هغوی نظر دی."

رباني وويل، د ټاکنو چارواکې په هلمند کې د مقدماتي کارونو په ترسره کولو کې تراوسه له کوم خنډ سره مخامخ شوي نه دي.  

نوموړي زياته کړه: "زموږ ځواکونه؛ ملي اردو، پوليس او ملي امنيت په گډه کار کوي. موږ د ټاکنو لپاره ډېر ښه پلان لرو... موږ خلکو ته د ډاډ ورکولای شو چې ټاکنې به په ولسواليو کې هم سرته ورسيږي. "

د هلمند ولايت د ټاکنو د خپلواک ميسون مشر، عبدالهادي داوري وويل، د امنيتي ملاحظاتو مسؤوليت په کابل د مرکزي دفتر په غاړه دی. هغوی له پوليسو او اردو سره اړيکي لري.

هغه وويل: "موږ د هغوی له لارښوونو سره سم کار کوو. امنيتي ځواکونو موږ ته ډاډ راکړی چې د ټول افغانستان په کچه کومه امنيتي ستونزه نشته."

داوري وويل، په هلمند ولايت کې، له هغو سيمه پرته، چې د حکومت په لاس کې نه دي، لکه د باغران ولسوالي، ٢١٩ ټاکنيز مرکزونه پرانيستل شوي دي.

له دې ډاډ سره سره د هلمند ولايت ځينې اوسيدونکي وايي د هغوی سيمه تر دې کچې له خطره ډکه ده چې نشي کولای د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.

د سنگين د ولسوالۍ اوسيدونکی، سيد رسول وايي، موږ په خپله سيمه کې خپلې پېژندپاڼې په خپلو جيبونو کې گرځولای نشو. طالبانو موږ ته گوته څنډلې که له چا سر پېژندپاڼه، د رايې ورکولو پاڼه او نورې حکومتي پاڼې ولېدل شوې، نو سزا به وگوري. خلک بايد له حکومت څخه واټن ونيسي.

رسول وويل: "څه موده دمخه زه له يوه طالب سره غږېدم. ما له هغه وپوښتل، ولې خلک نه پريږدئ چې خپلې پېژندپانې له ځان سره وگرځوي، ځکه هغه افغاني هويت څرگندوي. هغه وويل، دا رښتيا ده، خو د دې حکومت د اسنادو له گرځولو نه گرځول ښه دي."

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists