د غزني ملېشې ولسي خلک د پيسو لپاره برمته کوي

.والي وايي د وسله والو سړيو د ناسم چلن او شوکې په مخنيوي کې بېوسه دی

د غزني ملېشې ولسي خلک د پيسو لپاره برمته کوي

.والي وايي د وسله والو سړيو د ناسم چلن او شوکې په مخنيوي کې بېوسه دی

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر د يو څېړنيز رپوټ له مخې په غزني ولايت کې له طالب جنگياليو سره د جگړې په موخه د رامنځته شوو ملېشو مشرانو شخصي زندانونه جوړ کړي چې پکې خلک شکنجه کوي او پيسې ترې اخلي. 

له پنځوسو څخه زياتو کليوالو آی ډبليو پي آر ته د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې د حکومت پلوه مليشو له ناسم چلن څخه شکايت وکړ او ويې ويل چې د هغوی له خوا په درېو جوړو شوو بنديخانو کې خلک ځورول او کړول کيږي. 

د نوموړي ولايت د والي په گډون يو شمېر چارواکي وايي هغوی نشي کولای نوموړې بنديخانې وتړي او د ناسم چلن مخه يې ونيسي، ځکه پر دې پوهيږي چې نوموړې ملېشې د افغانستان د ملي امنيت د استخباراتي خدمتونو د ادارې تر ملاتړ لاندې دي.  

په مقر کې د درېو ملېشو مخکښو مشرانو له آی ډبليو پي آر سره په مرکې کې په آزادانه ډول د بنديانو پر  شکنجه کولو اقرار وکړ او دليل دا راوړ چې هغوی طالب جنگيالي او يا د هغوی ارتباطي کسان دي.

د ٢٠١٢ کال د اپرېل په مياشت کې د غزني ولايت د اندړو د ولسوالۍ د قديم خيلو اوسيدونکو له طالبانو څخه د ځانونو د دفاع په خاطر يوه ملېشه جوړه کړه، چې ښوونځي او کلينيکونه يې تړلي او د بيارغاونې کارونه يې په ټپه درولي وو. 

دې ته ورته ملېشې په نورو سيمو کې هم جوړې شوې او د غزني ځواکونو په ټوليز ډول د ملي پاڅون د غورځنگ نوم ځانته غوره کړی دی. هغوی لومړی له دې امله مشهور شول چې امنيت يې تر يوې کچې ټينگ کړ او دا يې ممکنه کړه چې ښوونځي او کلينيکونه خپل کارونه له سره  پيل کړي.

دا لا تر اوسه څرگنده نه ده چې دې ځواک ترکومې کچې حکومتي مرسته او ملاتړ ترلاسه کاوه. د ملي امنيت مشر، اسدالله خالد، تر دې دمخه، چې د ٢٠١٢ په دسمبر کې په يوه ځانمرگي بريد کې ټپي شي، د خپل واک په موده کې دې ته اشاره کړې وه چې د غزني ملېشه د هغه د ادارې تر کنترول لاندې ده. 

د مقر په ولسوالۍ کې د ملېشو قوماندانان وايي تر هغه يې له کابل څخه په منظم ډول مياشتنۍ پيسې ترلاسه کولې، چې اسدالله خالد د درملنې لپاره له افغانستان څخه متحده ايالتونو ته نه و تللی.

چارواکو آی ډبليو پي آر ته دمخه ويلي وو چې د ملي پاڅون غورځنگ بايد له منځه لاړ شي او غړي يې د پوليسو له ليکو سره يوځای شي. د ملېشو يو شمېر قوماندانانو دا خبره منلې، خو زياتو نورو رد کړې وه. (وگورئ: افغاني سيمه ييزې ملېشې د ملاتړ غوښتنه کوي.

تښتول او وهل ټکول

په مقر ولسوالۍ کې د ٢٠١٢ کال په اپرېل کې د ملېشو شمېر ٤٠ تنه وو او اوس شاوخوا ١٨٠ ته رسيږي. د مقر د ولسوال، صاحب خان د وينا له مخې د مقر د ولسوالۍ په درېو کلو، بره خانخېل، قلعۀ گودام او قلعۀ خانه دار کې د ملېشو په مرکزونو کې درې بنديخانې جوړې شوې دي. 

د مقر عمومي قوماندانان سيد علي، فيضول او غياث دي. د فيضول په وينا "موږ په درېو ډلو کې ١٨٠ تنه لرو. موږ په کلاشينکوفونو، راکټونو او [نورو] ټوپکونو وسله وال يو."

آی ډبليو پي آر، د مقر د ولسوالۍ د ٢٠٠ کليو له ډلې څخه د بېلگې په ډول، د ١٥ کلو له اوسيدونکو سره مرکې وکړې. په دې مرکو کې يې ٥٥ تنه وموندل چې د هغوی په مرکزونو کې شکنجه شوي وو.

هغوی دا هم وويل، د ځانونو د خوشې کولو لپاره پيسو ورکولو ته اړ ايستل کېدل. دې ٥٥ کسيزې ډلې د ځانونو د خوشې کېدلو په وړاندې په مجموعې ډول اويا زره امريکايي ډالر ورکړي دي. 

د ٢٢ کلن اسدالله په نامه د بازار يو هټۍ وال وويل، د ٢٠١٢ کال د می د مياشتې په سر کې د فيضول د ډلې وسل وال سړي د مقر په بازار کې زما هټۍ ته راغلل، چې هلته ما د لمر د انرژۍ توکي او سامانونه يلورل. 

له وهلو ډبولو وروسته يې ترې د لمر د انرژۍ اته سيټه تختې غلا کړې او هغه يې له ځانه سره خپلې بنديخانې ته يوړی.

هغه وايي، تښتوونکو څلور ورځې او شپې سر په سر شکنجه کړ او به بيا بيا يې ځنې پيسې غوښتلې. وروسته يې د خپل تره په مرسته ځان خلاص کړ، چې په ملي اردو کې لوړپوړی افسر دی.

له خوشې کېدو وروسته اسدالله خپله هټۍ له دې ډاره وتړله چې نورې ستونزې ورته پيدانشي. له هغه راوروسته بېروزگاره گرځي.

نوموړي زياته کړه: "فيضول مې تر اوسه پورې د لمر د انرژۍ د اتو سيټونو له امله ٦٠ زره افغانۍ پوروړی دی."

د چورين د کلي يو اوسيدونکي، نصرالله آی ډبليو پي آر ته وويل، د ٢٠١٣ کال د جون د مياشتې يو سهار له لمانځه څخه وروسته کور ته راستنيدم، چې شپږ تنه موټرسايکل سپاره راورسېدل. هغوی خپل مخونه پر پگړيو پټ کړي او پر اوږو يې کلاشينکوفونه ځوړند وو. مخکې تر دې چې د قلعۀ گودام مرکز ته يې يوسي، ښه يې وواهه او وډباوه.  

پخواني ښوونکي، نصرالله وويل، کله چې خلکو مخونه ښکاره کړل، نو هغوی يې وپېژندل چې د قوماندان فيضول خپلوان وو.

هغه وويل: "قوماندان فيضول درې ورځې او شپې د تالاشۍ په تاکاو کې په کيبلونو وهلم، خو راته يې نه ويل چې گناه مې څه ده."

"کيبل"د طالبانو د مهال د سزا ورکولو يوه اله وه، چې له١٩٩٦ څخه تر ٢٠٠١ پورې واکمنان وو. کيپل يو لنډ لرگی و چې په سر پورې يې برښنايي کيبل تړلی و.

د نصرالله د وينا له مخې پنځلس تنه نور ورسره په يوه تاکاو کې بنديان شوي وو، چې اصلا هغه ځای د څارويو غوجله وه.

هغه وويل: "فيضول به موږ پنځه يا شپږ تنه لوڅ پړمخه پر ځمکه څملولو او هره پلا به يې دېرش – څلوېښت کيبله وهلو."

نصرالله وايي هغه له درې ورځو شکنجې وروسته خوشې شو او کور ته د تگ اجازه يې ورکړه. د هغه د بند پر مهال د هغه ورور، فيضول ته د ١٢٠٠ ډالرو انډول پيسې ورکړې وې.

نصرالله د فيضول د سړيو د ډار له امله چورين پرېښود او اوس له خپلې کورنۍ سر يوځای سلگونه کيلومتره وړاندې اوسيږي.

له فيضول څخه چې د دې کار پوښتنه وشوه، نو ويې ويل چې نصرالله له هغوی سره بندي و، خو د پيسو  اخيستل يې رد کړل.   

هغه وويل: "ښايي له نصرالله څخه پيسې قوماندان سيد علي يا قوماندان غياث اخيستې وي."

فيضول د خپلو سرتېرو له خوا د کليوالو د شکنجې خبره نه ردوي، وايي دا کار د هغوی د دندې يوه برخه ده. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، ټول هغه کليوال چې له ناوړه چلن څخه شکايت کوي يا د طالبانو غړي دي او يا يې له هغوی سره اړيکې درلودې.

د باره خان خيلو ملېشو قوماندان، سيد علي آی ډبليو پي آر ته وويل، له تېرو اتلسو مياشتو راهيسې يې زيات شمېرخلک شکنجه کړي دي او له هغوی څخه يې پيسې اخيستې دي. 

هغه وويل: "ټول هغه افراد، چې ما شکنجه کړي، له طالبانو سره اړيکې درلودې."

د غياث په نامه درېم قوماندان، آی ډبليو پي آر ته وويل، يو شمېر کليوال چې د هغه تر کنترول لاندې سيمه کې اوسيږي، بنديان شوي او شکنجه شوي. سره له دې هغه د شکنجې زياتې پېښې د فيضول او سيدعلي په افرادو پورې وتړلې، خو زياته يې کړه: "قوماندان فيضول ډېر ظالم دی."   

د ځايي چارواکو زور نه رسيږي

د غزني چارواکي وايي هغوی له دې ناوړه چلن څخه خبر دي، خو ټينگار کوي، د هغوی په لاس کې څه شی نشته چې د هغوی مخه ونيسي او يا يې عدالت ته وړاندې کړي.

د غزني والي، موسی خان اکبرزاده آی ډبليو پي آر ته وويل: "خلکو ماته د دې قوماندانانو له ظلمونو څخه ډېر شکايتونه کړي."

هغه په تېر اگست کې يوې پېښې ته گوته ونيوه، چې د خانه دار د کلي اوسيدونکي، محمدظاهر په نامه يو سړي له ما سره اړيکې ونيولې او ويې ويل، د غياث سړو د ټوپک په زور د هغه له کوره د هغه دوه لوڼې تښتولي دي. 

ورسته بيا نجونې په زوره د قوماندان زوی او وراره ته واده شوې، چې د هغه د ساتونکو په توگه کار کوي.

والي وويل، هغه يوازې دومره وکړای شول چې موضوع يې ځايي جرگې ته حواله کړه، ځکه پخپله له هغه سره دومره واک نشته، چې غياث بندي کړي او پلټنې ترې وکړي. 

اکبرزاده وويل، ملېشې د ملي امنيت د ادارې تر ملاتړ لاندې دي او هغه نه تر شک لاندې فرد بندي کولای شي او نه يې شخصي بنديخانې تړلای شي.

هغه وويل: "دا زما له واک څخه پورته خبره ده."

د مقر ولسوال، صاحب خان زياته کړه، جرګه د تښتونې په اړه څه نشي کولای؛ ځکه کله چې د موضوع د هوارۍ لپاره راوبلل شوه، نو محمدظاهر د غياث له ډاره جرگې ته حاضر نشو. موضوع ناحله پاتې ده.

غياث بيا موضوع بل راز بيانوي. هغه آی ډبلوي پي آر ته وويل، نوموړو دوو نجونو د هغه د ملېشو په مرکز کې پنا اخيستې وه او له خپل پلار او ورونو څخه يې شکايت درلود. له هغوی سره يې د مرستې په خاطر يوه خپل زوی او بله خپل وراره ته واده کړه.

د مقر ولسوال، صاحب خان وويل، څو، څو ځله يې د شخصي زندانونو په اړه په کابل کې چارواکي خبر کړي دي، خو راته ويل شوې چې ته حق نه لري د ملېشو په فعاليتونو کې لاسوهنه وکړي.

هغه ونه ويل چې له کومې حکومتي ادارې سره يې خبرې کړي. 

نوموړي ولسوال وويل: "په اصل کې زه د دې واک نه لرم، چې له قوماندانانو څخه پلټنه وکړم. د هغوی د بنديخانو تړل زما له صلاحیت نه پورته خبره ده؛ ځکه [د ملي امنيت مشر] اسدالله خالد هغوی رامنځته کړي او وسله وال کړي يې دي."

قوماندان فيضول آی ډبليو پي آر ته وويل، د ملي امنيت رياست د هغه له ملېشو سره اوس مرسته نه کوي.

مخکې تر چې خالد د ٢٠١٢ کال د دسمبر په وروستيو کې ټپي  شي، د مقر قوماندانانو هر يوه د مياشتې ٢٣٠٠٠٠ افغانۍ پيسې اخيستې، چې په خپلو منځونو کې يې وويشي.

له بريد وروسته دا پيسې يوناڅاپي ودرېدې.

آی ډبليو پي آر په غزني کې د ملي امنيت رئيس، مسعود او په مقر کې د امنيت له مشر، حاجي اقبال سره د مرکې لپاره اړيکې ونيوې. له دې وروسته چې پوه شول موضوع شخصي زندانونه دي، دواړو چارواکو له خبريال سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

عبدالحميد عزت په غزني کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د ننگرهار او ارزگان په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان ډله ييزو رسنيو د انتقادي رپوټ ورکولو د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شو.

Afghanistan
Torture
Frontline Updates
Support local journalists