د فساد پلټنى په مليونونو ډالر رابرسيره کړل

د حکومت له خوا د حسابونو د تصفيي کارکوونکو هغه په مليونونو ډالر بيرته تر لاسه کړي چى د فساد له امله له منځه تللي و.

د فساد پلټنى په مليونونو ډالر رابرسيره کړل

د حکومت له خوا د حسابونو د تصفيي کارکوونکو هغه په مليونونو ډالر بيرته تر لاسه کړي چى د فساد له امله له منځه تللي و.

د حکومت لومړۍ هڅى چى خپلى مالي چارى سمى او فساد له منځه يوسي ګټور ثابت شوي او په زياته پيمانه نقدى پيسى يي تر لاسه کړي چى د ټګيو او چل او ول له لارى له لاسه تللي و.


واکمن وايي تير کال د حسابونى د تصفيوي کارکوونکو او پلټونکو له خوا په مجموعي توګه ٣،٨ مليونه ډالر راټول شويدي ، او له دغو څخه په سلو کى له اتياو څخه زيات له هغو چارواکو څخه تر لاسه شوي چى په تيرو رژيمونو ګى په پټو او مخفي معاملو کى يي لاس درلود.


د حسابي چارو د عومي بيلانس او کنترول اداره چى په مستقيمه توګه ولس مشر حامد کرزي ته ځواب وايي ، ٣٥٠ تنه کارکوونکي يي روزلي چى د ټولو وزارتونو د مالي چارو پلټنه وکړي، تر څو هغوى ته اړين مهارتونه ور برابر کړي چى د حکومت د خريداريو او په لږه بيه د دولتي ودانيو په کراي ورکول په نښه کړي چى همدا د فساد عمده چينلونه دي.


په نمونه اي توګه ، چارواکي د شيانو د رانيولو اجازه ورکوي چى د اصلي شي د ارزښت څو چنده وي، بيا ګټه د سوداګرو سره ويشي، او يا له بازار په پرتله په ډيره لږه بيه د حکومتي ملکيت په کرايي ورکول، او له سوداګر څخه دپيسو تر لاسه کول ځکه چى هغه ملکيت يي په ډيره ټيټه بيه په کرايه ورکړى وي.


يوه وروستۍ بيلګه يي دا ده چى د افغاني ټوکرو په يوه حکومتي کمپنۍ کى دريو تنو کارکوونکو ځينى سامان آلات په ٦٠٠ افغانۍ رانيول، خو له دوکاندار څخه يي وغوښتل چى داسى رسيد يا سند وليکي چى د ټاکل شوى بيى لس چنده وي. هغه مهال چى د کمپنۍ د ريس مرستيال ، انجنير عبدالله دا درغلي وموندله، دوکاندار خپله برخه او دغه راز ٦٠٠ افغانۍ پريښودى ، خو مامورينو ته سزا ور نه کړل شوه. عبدالله وويل: ما غوښتل چى دا په ډاګه کړم او مجرمين د سزا وړ وپيژندل شي، خو دا چى زموږ د ادارى د کارکوونکو ځينى نورو غړو هم په دغه قضيه کى لاس درلود ، نو زه هم ستومانه شوم.


په حکومت کى د ډيرو نورو صادقو کسانو په شان،دى له دوو غاړو راګير دى، يو يي خپل نظر چى د فساد دا د اوږدى مودى کړنلارى له ريښى سره ليرى کړي او بل دا حقيقت چى د هغه د شاوخوا مقتدر خلک له خپل موقف څخه د ګټى اخيستو ته دوام ورکوي.


داسى ښکاري چى حکومتي کارکوونکي په هر موقف کى ، د خپل ضمير او د هغى اړتيا تر منځ سره ويشلى دي چى خپلى لويي کورنۍ په ټيټو تنخواه ګانو وساتي.


په تيرو څلور مياشتو کى ، د جاري حکومت د مالياتو پلټنى ٦٦١٠٠٠ ډالره په مجموعي توګه رابرسيره کړي، خو د موندل شويو پيسو ډيره برخه د طالبانو له پير ده، او دا ځکه چى سره له دى چى د هغه زمان تصوير له مغشوشتيا ډک و خو چارواکو ښه سندونه ساتلي.


د حسابونى چارو پلټونکو ډيرى داسى قضيي موندلي چى سوداګرو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډيره لږه کرايه ورکړي او د رژيم سره له اړيکو يي ګټه اخيستى. طالبانو هغوى اړ ايستي و چى د هغه مهال د بازار د نرخ او هغه څه چى دوى يي ورکوي د دوى تر منځ پاتى پيسى ورکړي.


تر ټولو ګران کار دا دى چى د عادي کار لپاره د حکومت د ښکته کچ مامورينو له خوا د بډو د غوښتلو معلومول دي، د بيلګى په توګه تذکرى، او د ډريورۍ لايسنسونه، او دا هغه دود چى بلکل په سيستم کى ور کرل شوى.


د جګړى او سياسي ناکراريو په اوږدو کلونو کى د حکومت له خوا ډيره لږه څارنه او يا خو هيڅ نه وه او فساد رامنځ ته شو. دا کار اقتصادي پراختيا ته سخت زيان رسوي ځکه له پانګه اچونکو څخه هره پلا بډى غوښتل کيږي، هغه په دى معنى چى که چيرى دوى څه واردوي، ځمکه په گروي يا اجارى رانيسي او يا هم لايسنسونه غواړي.


پر دغه کار بريالي کيدل ګران دي، ځکه چى کارکوونکي په هر کچ چى وي ، دوى ته د محاسبوي دودونو او کړنلارو په برخه کى روزنه نه ده ورکړ شوى او ځينى وخت دوى د مسلکي اخلاقيت او يا هم ملت ته د خدمت احساس نه لري.


د حسابونى د چارو مشر شريف شريفي وويل: د فساد مخنيوى يوازى هغه مهال رامنځ ته کيدى شي چى زموږ له هيوادوالو سره د وطنپالى احساس وده وکړي او هغوى ته په کافي اندازه تنخواه ورکړ شي.


هغه وويل: ځينى کارکوونکي د بډو په اخيستو کى ورګډيږي او دليل يي د تنخواه ګانو زيات توپير دى، ځکه هغو افغانانو چى په خارج کى ژوند تير کړى د هغو په پرتله چى د جګړى په اوږدو کى په هيواد کى اوسيدلي ډيرى زياتى پيسى تر لاسه کوي.


دا توپير د حکومتي ادارى په ټوله برخه کى پر کارکوونکو اغيز لري د لوى څارنوال د دفتر لپاره د جنايي پلټنو مشر عبدالغفار عرفاني دا دنده لري تر څو د هغو قضيو پلټنه وکړي چى بډى يي اخيستى وي. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل ٢٣ کلنى جګړى فساد زياد کړى. ډير ګامونه په عمدي توګه اخيستل شوي.


د دوى تر ټولو لويه نيونه ، د لوړو او مسلکي تحصيلاتو د اداري چارو د مشر عبدالمنير محرور توقيف و چى د کابل پوهنتون او نورو فاکولتو څخه د خوړو د درغلى په برخه کى د لاس درلودو له امله يي قضيه ځنډيدلى .


د محرور د فعاليتونو رابرسيره کيدل د هغى پلټنى برخه وه چى د نومبر په مياشت کى د کابل پوهنتون په ليليه کى څو شپى په مکرره توګه په کانتين کى د خوړو د نشتوالي له امله مظاهرى شوى وى.


د لوى څارنوال د دفتر مشر عبدالمحمود مدقق وويل: هر هغه وخت چى موږ په هر دفتر کى فساد ووينو نو د پاى ته رسولو لپاره به يي ګام واخلو او تورن به د قانون منګولو ته ور وسپارو.


Frontline Updates
Support local journalists