د بيارغاونې هڅې بېځايه ځي

سپرليو په خپلو منځونو کې په افغانستان کې د سياسي وضعې، د حکومت د فعاليتونو او نيمګړتياوو په اړه خبرې اترې کولې.

د بيارغاونې هڅې بېځايه ځي

سپرليو په خپلو منځونو کې په افغانستان کې د سياسي وضعې، د حکومت د فعاليتونو او نيمګړتياوو په اړه خبرې اترې کولې.

Tuesday, 18 October, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

يوه ورځ د کاپيسا له مرکز څخه د سپرليو په يو ډک موټر کې کې خپلې ولسوالۍ، تګاب، ته روان وم.

د کيسې تر شا کيسه

 

اصلي رپوټ

افغانستان: د سيمه ييزې بيارغاونې هڅې بېځايه ځي.

دکيسې تر شا کيسه د آی ډبليو پی آر د رپوټونو د کار  په وړاندې  د ننګونو څرګندونه  کوي چې  زموږ تر روزنې لاندې خبريالان ورسره د رپوټ  د چمتو په هر ګام  کې  مخامخ دي.  

د کيسې څرنګوالی (تفصيل)

کله به چې موټر له يوه سړک يا پله تېر شو، نو د سپرليو شکايت به پورته شو، ويل به يې، دوه مياشتې يې له جوړېدو لا تېرې شوې نه دي، بيا بېرته خراب شوی. 

زياتره ددې شکايتونو عمده موخه د کلو د پراختيا او بيارغاونې وزارت او ملي پيوستون (NSP) پروګرامونه وو.

خلکو ويل، زياتره پيسې اختلاس او پروژې نيمګړې پاتې شوې.

کله چې خپل کلي ته ورسيدم، له اوسيدونکو څخه مې ورته خبرې واورېدې.

يوه زاړه سړي راته وويل: «زويه، خدای دې زموږ مل شي، نور څوک خو مو غم نه خوري. چور او چپاول روان دی. کله چې وزارت مرستې چمتو کړي يا له خلکو سره قرار داد وکړي، هغوی هرڅه خپلو خپلوانو ته ورکوي.» 

«نن سبا زموږ حق د زورمندانو په جيبونو کې پروت دی.»    

ما ددې ستونزې په اړه په کابل کې د آی ډبليو پي آر له دفتر سره خبرې وکړې. هغوی راسره موافقه وکړه چې په دې اړه يو رپوټ چمتو کړم. په دې توګه مې د ځايي خلکو په مرسته د رپوت په ليکلو پيل وکړ، ځکه تګاب داسې يوه سيمه ده چې رسنۍ پکې تر زيات فشار لاندې دي. 

ما ځان په خطر کې وليد.  اندېښنه راته پيدا شوه، که د فساد په اړه څه ووايم، نو سړي وژونکي به مې ووژني. يو شمېر ځايي خلکو آن اخطار راکړ، چې د رپوټ له ليکلو لاس واخلم او له سيمې ووځم، خو ما د رپوټ د ليکلو هوډ کړی و.

د ميراخېلو ليسې ته لاړم. سره له دې چې د هغه ليسې ودانۍ يوه کال دمخه بشپړه شوې وه، خو دېوالونو يې درزونه کړي وو. دروازې او کړکۍ يې ماتې شوې وې. قومي مشرانو او ښوونکو وويل، تر ۱۵۰۰۰۰ پورې ډالره په دې پروژې لګيدلي دي.

د ادی زايو په کلي کې د سيلاوونو مخنيوي ته استنادي دېوالونه جوړ شوي، خو د سيلاوونو د موسم له رارسېدو دمخه نړيدلي او  ړنګ شوي وو.   

آن هغه سړک، چې د تګاب بازار ته غځېدلی، لنډه موده دمخه ترميم شوی، خو اوس بېرته  کندې او سوری سوری شوی  او موټر پرې په ستونزو ځي او راځي. 

کله چې مې د نوموړو ستونزو په اړه د کاپيسا ولايت له يوه چاوراکي  سره خبرې وکړې، هغه راته وويل:  «موږ هغه سيمې نشو کنترولای چې ناامني پکې موجوده وي.  کله چې خلک د پروژو  اتيا سلنه پيسې وهي (اختلاسوي)،  لږ تر لږه شل سلنه خو بايد پر پروژو ولګوي.»

ددې خبرې په اورېدو حيران شوم، ځکه کله چې يو حکومتي چارواکی د اتيا سلنه درغلۍ پخلی کوي، نو له يوه قرار دادي به څهتمه ولرلای شو؟  

د کلو د بيارغاونې چارواکو د پروژو د پلي کولو په اړه زما د رپوټ لپاره کره او رغنده معلومات رانه کړای شول او د پروژې د بودجې (پيسو) په اړه يې زما پر پوښتنو غوږونه کاڼه کړل.

کله چې مې  له چارواکو سره د مرکې هڅه وکړه، هغوی وويل، ټوله اوونۍ په يوه ورکشاپ کې بوخت دي  او [زما د پوښتنو] ځواب يې رانه کړ.

ګواښونه راته هم وشول. يوه ورځ په يوې حکومتی اداره کې منتظر وم. هلته راته يو څو تنو وويل: «ته ښه کار نه کوې. نور [خلک] خپلو خلکو ته ګټه رسوي او ته يې جاسوسي کوې. دا کار به تاته زيان ورسوي.» 

يو چارواکي راته دا هم وويل: «پام کوه! له داسې کارونو څخه ليرې ګرځه. څوک به دې ووژني. پر خپل ځان دې پام کوه. د نورو خلکو له کارونو سره څه کار لرې؟»

کله چې رپوټ خپور شو، په تګاب کې د ملي پيوستون څانګې ته د کلو د بيارغاونې او پراختيا بېله شوې بودجه ډب شوه، خو زما ستونزو دوام درلود. تر شاوخوا شلو ورځو پورې راته له بېلابېلو شمېرو څخه تليفونونه کېدل.  

هغوی په مختلفو لارو ګواښلم؛ يو شمېر به ويل وژنو دې؛ نورو ويل کور دې سيځو؛ يو شمېر به ويل د کورنۍ غړي دې وژنو.

يو پيغام، چې لا تر اوسه زما په ګرځنده تليفون کې پاتې دی، داسې و: «ته د حکومت او بهرنيانو په وړاندې د جهاد پر ځای،  هغوی ته جاسوسي کوې! يوه ورځ به ونيول شې. موږ به دې اعدام کړو. د خبريالۍ د دندې پرځای ولې کومه بله دنده نه پيدا کوې؟» 

کورنۍ مې زما په اړه اندېښمنه وه.

خپلوانو مې راته وويل: «آيا موږ درته نه و ويلې، چې له دې دندې لاس واخله. اوس راته خلک هره ورځ ګواښونه کوي. دې ځای ته بيا رانشې.»  

يوازې دا، نه چې نور کلي ته رانشم، بلکې د کورنۍ يوه غړي راته وويل: «دلته نور مه راځه! قرارديان درباندې ډېر په غوسه دي. که دې ووژنې څه به وکړو؟»

هرڅوک په رپوټ خپه نه و. يو لوړ پوړي چارواکي راته وويل: «شاباس! ډېر ښه رپوټ دې ليکلی و. په رپوټ کې دې چې څه ليکلي، ټول رښتيا دي.»

کله چې له اوږدې مودې وروسته بېرته خپل کلي ته لاړم، نو خپلې ستونزې مې له ياده ووتې. 

د هغه ځای خلک، چې د فساد له امله اغېزمن شوی و، خوښ وو.   

هر يوه به په غېږ کې نيولم او زما د کا رستاينه به يې کوله. د کلي يو مشر راته وويل: «شاباس زويه! تا د غلو او چپاولګرو پيسې ډب کړې. زړور ژوند وکړه! هيڅوک به درته په بده سترګه ونه ګوري.»

وروسته راته څرګنده شوه، چې ژورنالستان څومره سترې برياوې ترلاسه کولای  شي او عادي خلک د رښتياوو څومره هرکلی کوي!

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists