د بريتانى په پيسو به مهاجر و نه تيروځي

په بريتانيه کى ډير لږ اوسيدونکي افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته تللو له پاره زړه ښه کوي .

د بريتانى په پيسو به مهاجر و نه تيروځي

په بريتانيه کى ډير لږ اوسيدونکي افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته تللو له پاره زړه ښه کوي .

Thursday, 3 March, 2005

داسى ګمان نه کيږى چه د بريتانيا د حکومت لخوا مالى سخاوت به په نوموړى هيواد کى يو زيات شمير اوسيدونکى افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته تګ له پاره وهڅوى .


د يوه نوى پروګرام په اساس چه پخپله خوښه د تګ د مرستى په نامه ياديږى، په بريتانيه کى مهاجر چى په پناه غوښتونکو باندى شهرت لرى، که د زور څخه پرته پخپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شى، د مالى مرستى مستحق کيږى.


نوموړى پروګرام چه ډير ژر پيل کيدونکى دى، د هغى پريکړى په اساس رامنځ ته کړاى شويدى چه افغانستان د لومړى ځل دپاره پس له اوو کلنو څخه د طالبانو د رژيم د ړنګيدو څخه وروسته د تګ دپاره يو خوندى ځاى دى .


خو هغه افغانان چه په بريتانيه کى ژوند کوى، فکر نه کوي چه همدا مالى پروګرام چى هرى کورنى ته د څو زرو ډالر ورکول پکښى شامل دى، د ډيرى علاقى د عکس العمل سبب شى .


داسى نه ښکارى چه د هيواد ناڅرګند امنيتى حالت، لږ معاشونه او نامعلومه راتلونکى به افغان مهاجر خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو له پاره وهڅوى .


د ابراهيم خيل ورور اسماعيل بريتانى ته د تګ د مخه په افغانستان کى ډاکټر وه . نوموړى اوس د بريتانى په شمال کى د نيوکاسل په ښار کى ژوند کوى او که څه هم د هغه د مهاجرت د غوښتنى درخواست تر اوسه منل شوى نه دى، خو نوموړى د خپلو دوو وظيفو څخه د مياشتى (٨٠٠) ډالر تر لاسه کوى . د هغه يوه وظيفه په يو رستورانت کى کار کول دى او بله وظيفه ئى د ټکسى چلول دى .


ابراهيم خيل وويل: په افغانستان کى تر اوسه امنيتى حالت ښه نه دى او که مهاجر د اروپائى هيوادنو څخه بيرته خپل هيواد ته راستانه شى، نو ښائى په ولايتونو کى د وسله والو کسانو لخوا وځورول شى او د همدى امله به دده ورور بيرته خپل هيواد ته راستون نه شى .


داسى ګمان کيږى: چه د بريتانى د حکومت همدا پروګرام به (١٠٠٠) درخواستى ځان ته را جلب کړى او د بريتانى د کورنيو چارو وزارت د نوموړي پروګرام دپاره د اتو لکو پونډو چه د (١،٢) ميلون ډالرو سره برابر دى، بوديجه تر لاسه کړيده . د همدى پروګرام د شپږو مياشتو په امتحاني دوره کى به يوه مجرد کس ته (٩٠٠) ډالره او يوى کورنى ته (٣٨٠٠) ډالره ورکول کيږى .


د همدى پيسو برسيره د الوتکى ټکيټ هم ورکول کيږى او همدا پيسى به افغانستان ته د مهاجر د رسيدو وروسته ورکول کيږى . د همدى پروګرام هدف دا دى چه هغه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته په تګ باندى وهڅول شى چه د پناه غوښتنى د درخواست په هکله ئى پريکړ شوى نه وى، يا د پناه غوښتنى د رديدو په هکله ئى عرض کړى وى او يا ور ته مؤقته پناه ورکړه شوى وى .


احمدى چى يو افغان مهاجر دى او د برتانيا په دوهم لوى ښار برمينګهم کى ژوند کوى، اوس د کابل څخه په ليدنه بوخت دى . نوموړى يو د هغو بختورو افغان مهاجرو له جملى څخه دى چه د برتانيا لس کلنه ويزه لرى . هغه د جګړى او سولى د راپورونو ټولنى ته وويل: ما بريتانى ته د تګ دپاره خپل کور په يو لک ډالره خرڅ کړ او تر هغه وخت پورى به بيرته خپل هيواد ته ستون نه شم چه د ځان او د خپلى کورنى د تظمين دپاره مى په کافى اندازه سره پيسى برابرى کړى نه وى .


محمد آرش چى د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کى کار کوى، ورور ئى فياض د خپلى ميرمنى او دوو ماشومانو سره يو ځاى د لندن د کينګزبرى په سيمه کى د مهاجر په توګه ژوند کوى .


فياض د (١٤) کلنو راهيسى د خپل هيواد څخه بهر، په پاکستان، روسيه او اوس بلاخره په بريتانيه کى ژوند کوى. که څه هم نوموړي خپل ورور ته ويلى دي چى په جلاوطنۍ کى د ژوند کولو څخه ستړى شويدى، خو بيا هم خپل هيواد ته د بيرته تګ اراده نه لرى. محمد آرش وويل: دده ورور نه غواړى چى افغانستان او د هغه وروسته پاته ښوونځيو ته راستون شى، ولى چىد هغه ماشومان په برتانيا کى ډيره ښه ښوونه او روزنه تر لاسه کوى.


يو زيات شمير افغانان په بهر کى د خپلو اوسيدنکيو مهاجرو دوستانو په ورليږلو پيسو خپل ژوند پر مخ بيائى. په کابل کى د شهيدانو او مهاجرو د وزارت يو کارکونکى چه د خپل نوم د په ډاګه کولو څخه ئى ډډه کول، وويل: دده اکا دوى او د دوى نورو خپلوانو ته هره مياشت (٣٥٠) ډالره راليږى. د هغه اکا د خپلى ميرمنى او دوو ماشومانو سره په لندن کى ژوند کوى. نوموړى وويل: دده اکا د خپلى کورنى سره يو ځاى لندن ته د تګ له پاره دوه لکه ډالر ورکړه او اوس موئږ نه غواړو چه هغوى بيرته خپل هيواد ته راستون شى، ولى چه موئږ د هغه په راليږلو پيسو خپل ژوند پر مخ بيايو.


د برتانيا د حکومت د همدى پروګرام برسيره، د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو د مرستى نور نوښتونه هم وړاندى کړاى شويدي. په کابل کى د مهاجرو نړيوال سازمان يو پروګرام طرح کړيدي چه د لوړى سطحى د تعليم يافته او مسلکى مهاجرو افغانانو سره خپل هيواد ته په بيرته تګ کى مرسته وکړى.


نوموړي سازمان د نړى د بيلابيلو برخو څخه نژدى (٦٠٠٠) افغان مهاجرو درخواستى تر لاسه کړيدى او تر اوسه يوازى (٤٠٠) تنه مهاجر د لايقو افغانانو د بيرته تګ د پروګرام لاندى افغانستان ته ستانه شويدى چه فقط پنځه تنه مهاجر د بريتانى څخه تللي دى.


په کابل کى د مهاجرو د نړيوال سازمان د نوموړي پروګرام يوه ماًمور احمد ډيزډراويچ وويل: تر ټولو مهم دليل چه ولى په زياته شمير د لوړى سطحى تعليم يافته اومسلکى افغانان خپل هيواد ته بيرته ستانه شوى نه دى، لږ معاشونه او امنيتى حالت دى.


نوموړي زياته کړه: خو بيا هم ډير د لوړى سطحى تعليم يافته او مسلکى مهاجرد دوى د لايقو افغانانو د بيرته تګ د پروګرام لاندى خپل هيواد ته تللي دي او د هغوى د مسلکونو سره سم کارونه ور ته موندل شويدى. هغه وويل: زموئږ سازمان نوموړو افغانانو ته د مرستى په ډول يو څه پيسى ورکړيدى چه خپل ژوند پر مخ بوزى.


د افغانانو د مهاجرت لړۍ په (١٩٧٩) ميلادى کال کى د شوروى لخوا د افغانستان د اشغال څخه وروسته پيل شوه او بيا د (١٩٩٢) او (١٩٩٦) ميلادى کلنو تر منځ د کورنى جګړى او وروسته د طالبانو د واکمنى د پراخيدو پر وخت کى د مهاجرت همدا لړى زياته شوه.


افغانان د نړۍ د مهاجرو يوه لويه برخه تشکيلوى چه د دريو ميلونو څخه ډير افغانان مهاجر دى او نژدى يو ميلون نور پخپل هيواد کى بيځايه شويدى.


عبدالولى په کابل کى يو آزاد او خپلواکه خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists