د بلخ ولايت په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې څرنګوالى

زده کوونکي او ښوونکي وايي يوازې هغه څوک ښه زده کړه کولاى شي.چې په خصوصي ښوونځيو کې يې زده کړې ته وسه رسيږي.

د بلخ ولايت په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې څرنګوالى

زده کوونکي او ښوونکي وايي يوازې هغه څوک ښه زده کړه کولاى شي.چې په خصوصي ښوونځيو کې يې زده کړې ته وسه رسيږي.

Girls study under canvas at a school in Balkh province. (Photo: Isaf media)
Girls study under canvas at a school in Balkh province. (Photo: Isaf media)

په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر خبريال، عبدالقيوم بابک ليکنه

د زرمينې د ښوونځي تورې جامې، چې د مزار شريف د فاطمې بلخي په ښوونځي کې تر يوې خيمې لاندې  په بندې هوا او سختې ګرمۍ کې په لوڅه ځمکه لوست لولي، په خاورو اودوړو لړلي دي.

يوازې ګرمه هوا او د ټولګيوالو د شمېر زياتوالى په زده کړې کې د هغې د ستونزو لاملونه نه دي.

هغې (زرمينې) وويل: "زياتره زموږ ښوونکي ټولګي ته نه راځي. زده کوونکي په خاورو دوړو کې لوبيږي او کله ناکله يو له يل سره جنګ کوي. زموږ ښوونکي وايي څه احمقان خو نه دي چې په دې خاورو دوړو او ګرمې هوا کې د لوست ورکولو لپاره دلته راشي."

"هغوى وايي: "موږ ته دومره پيسې نه راکوي چې تاسو ته لوست درکړو" موږ هيڅ شى نه شو زده کولاى. کله چې له هغوى پوښتنه کوو، نو ځواب نه راکوي."

زده کوونکي، ميندې – پلرونه او ښوونکي ټول په بلخ ولايت کې د دولتي ښوونځيو له سيستم څخه ناخوښه دي. هغوى ګوته څنډي چې د سرچينو کمبوت، د تجربه لرونکو ښوونکو او مناسب معاش د نشتوالي له امله د زده کړې کچه ډېره زياته ټيټه ده.

يو شمېر نور شکايت کوي، چې د طالبانو له سقوط په راورسته نهو کلونو کې د ښوونې او روزنې د سيستم په نوي کولو کې د ښوونځيو د سمبالولو په برخه کې د کيفيت پر پرتله پر کميت زيات ټينګار شوى دى.

سره له دې چې د بلخ  په ولايت کې ٥١٣ ښوونځي شته  خو زياتره يې د لوست خونې، ميزونه اوڅوکۍ نه لري. يو شمېر يې د زرمينې د ښوونځي په څېر ترخيمو لاندې لوست لولي، ښوونکي يې زياتره مسلکي نه دي او د ټيټ معاش له امله بې مينې دي.

د بلخ د پوهنې د رياست د مشرتابه پلاوي يو غړي، قيس ماهر عيان يادونه وکړه يو څو ښوونځي آن د ټټيو او د څښلو اوبو د زېرمو په څېر لومړنۍ اسانتياوې نه لري.

هغه وويل: "د ښوونې او روزنې اوسنى حالت يوه تراژيدي ده او که چېرته چټک عملي ګامونه پورته نشي، نو کېداى شي راتلونکي نسل د بيسوادۍ د ستر ناورين له ګواښ سره مخامخ شي."

سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون  له مخې ښوونه او روزنه له لومړنۍ دورې څخه تر پوهنتونه وړيا ده، زيات شمېر ميندې او پلرونه ددې اړتيا وينې چې خپل اولادونه خصوصي ښوونځيو ته واستوي، ترڅو د سمې زده کړې او لوست ډاډ ترلاسه کړي. د يو نيکمرغه هغو لپاره چې وس يې رسيږي، د زده کړې توپير څرګند دى. .

ديارلس کلنه ميترا د مولانا جلال الدين بلخې په دولتي ښوونځي کې زده کړه کوله، تر هغه چې پلار يې د الفلاح په نامه خصوصي ښوونځي ته تبديله کړه. نوموړى ښوونځى د کال ٥٠٠ ډالره فيس اخلي. اوس هغه په شپږم ټولګي کې ده او وايي چې له چاپيريال څخه خوند اخلي.

ميترا وويل: "زموږ د پخواني ښوونځي ښوونکي په ټولګي له ښکنځلو سره سم راننوتل او لوست به يې نه راکاوه. پر ځاى به يې هغوى د خپلې معلمۍ دنده لايقو زده کوونکو ته سپارله، چې موږ ته به يې لوست راکاوه."

په داسې حال کې چې د هغې مخکنيو ښوونکيو "تل له ټيټ معاش، د کور له کرايې،  روغتيايي ستونزو او لوږي څخه شکايت درلود"  د هغې د نوي ښوونځي لوستونه د سهار په اوو بجو پيل کيږي، ټولګي يې پاک او ښوونکي يې خوښ او هڅاند ښکاري.

هغې زياته کړه: "پلار مې زما له زده کړو څخه خوښ دى. هغه زما په پوهه کې زيات بدلون ګوري. زما مو راو پلار وايي دا ښوونځى چې څومره پيسې اخلي، پرې ارزي."

د الفلاح [د خصوصي ښوونځي] سرښوونکي، ولي محمد خان آى ډبليو پي آر ته وويل: "هرڅومره پيسې چې له زده کوونکو څخه د زده کړې د فيس په نامه اخلو، زياته برخه يې د زده کړې د اسانتياوو په چمتوکولو لګوو؛ مسلکي او تحصيل لرونکي ښوونکي ګومارو او د زده کوونکو نورې اړتياوې پوره کوو. زموږ تدريسي سيستم ډېر پرمختللى او عملي دى. له دې امله زيات خلک غواړي خپل اولادونه زموږ په ښوونځي کې شامل کړي."

د بلخ ولايت د پوهنې رئيس، ظاهر پنهان دا نه مني،.  چې ګوندې د خصوصي ښوونځيو تدريس د دولتي ښوونځيو په پرتله ښه دى. 

هغه وايي: "برعکس دولتي ښوونځي په تدريس کې د خپلې اوږدې مخينې له مخې له خصوصي ښوونځيو څخه ښه دي." نوموړي زياته کړه، يو شمېر بډاى خلک ددې لپاره خپل اولادونه په خصوصي ښوونځيو کې شاملوي، چې د برمتې او تښتونې له خطر څخه ځانونه يو څه خوندي کړي. خصوصي ښوونځي نسبتا ښه امنيت لري. 

د يو شمېر دولتي ښوونځيو د ښوونکو په ګډون، چې پخپله غواړي اولادونه يې خصوصي ښوونځيو ته لاړ شي،  زيات شمېر خلک دا قضاوت نه مني. 

سره له دې چې محمد کريم  کرۍ  ورځ د مزارشريف په يو دولتي ښوونځي کې تدريس کوي،خو خپل اولادونه يې د الفلاح [په خصوصي ښوونځي] کې شامل کړي دي.

کريم وويل: "ما ځکه خپل اولادونه په خصوصي ښوونځي کې شامل کړي دي، چې دولتي ښوونځي د تجربه لرونکو ښوونکو د نشتوالي، لږ معاش او د تدريس د کمزوري چاپېريال له امله ورځ په ورځ خرابيږي. کوچنيان په دولتي ښوونځيو کې څه شى نه شي زده کولاى."

د مولانا جلال الدين بلخي د ښوونځي ښوونکي، نجيب الله خان وويل، ستونزې ډېرې دي. که مې د ښه معاش کوم کار پيدا کړ، هماغه ساعت  دا دنده پرېږدم. 

هغه وويل: "ټوله مياشت يو ښوونکى په تودو خيمو،  په خاورو او دوړو کې پټ لوست ورکوي  او د مياشتې په پاى کې سل ډالره معاش ورکول کيږي. يو ښوونکى به څنګه وکړاى شي ددې هېواد بچيانو ته خدمت وکړي."

په مولانا جلال الدين ښوونځي کې شرايط هم د زده کوونکو او هم کارکوونکو، دواړو لپاره نامناسب دي. له ٩٠٠٠ څخه زيات زده کوونکي د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښين تر څلورو بجو پورې په دريو وختونوکې، د زده کوونکو د ډېر والي او د درسي خونو د لږوالي له امله په خيمو کې لوست وايي.

سرښوونکي، حيدر خان وويل: "موږ له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان يو. دولتي ښوونځي لږې سرچينې لري، خو [د هغې تر څنګ] بايد زيات شمېر زده کوونکي جذب کړي."

هغه يوې خيمې ته ګوته ونيوله او ويې ويل: "آن موږ زده کوونکو ته د ناستې ځاى نه لرو.ايا دا سمه او مناسبه ده، چې د ښوونيز نصاب د پلي کېدو په موخه تر خيمو لاندې په څلوېښتو درجو تودوخه کې ماشومان وساتو ؟"

کورنۍ د شرايطو له امله ګوري چې خپلو کومو ماشومانو ته کولاى شي سمه زده کړه چمتو کړي. 

د بلخ د نجونو د ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې، بهاره وايي. د هغه ورور د يو خصوصي ښوونځي په درېم ټولګي کې لوست لولي، خو سره له دې چې دا اول نمره هم ده،  د خپل ورور په پرتله لږه پوهيږي.  

هغې په خپګان وويل: "زه هم هيله لرم خصوصي ښوونځي ته لاړه شم، ځکه زموږ په ښوونځي کې تدريس ښه نه دى. خو پلار مې يوازې زما د ورور د فيس د ورکولو وس لري. له دې امله بايد په دولتي ښوونځي کې [خپل لوست ته] ادامه ورکړم."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists