د بدخشيانو په وفادارۍ کې بدلون

جمهور رئيس کرزې د مخکيني جمهور رئيس برهان الدين رباني په پلرني ټاټوبي کې ډير محبوبيت لري.

د بدخشيانو په وفادارۍ کې بدلون

جمهور رئيس کرزې د مخکيني جمهور رئيس برهان الدين رباني په پلرني ټاټوبي کې ډير محبوبيت لري.

د بدخشان د دوکانو په کړکيو کې د حامد کرزي ځوړنده عکسونه څوک په شک کې نه اچوي چې د شمال د همدغه ولايت اوسيدونکي د عبوري يا منځ مهالې ادارى د مشر سره مينه لري. ښائي افغان مشر په نورو برخو کې د فشار احساس وکړي، خو د هيواد د ى برخى خلک په دى عقيده دي چې هغه ښه سړى دى.


دا د حيرانتيا سبب کيږي، ځکه چى همدا ولايت د کرزي د سيال پخواني ولس مشر رباني پلرني ټاټوبي دى چې هغه دلته زيږيدلې، لوى شوى او د طالبانو پر ضد د شمال د اتحاد مشر شويدى.


خو د هغه د وروستۍ پريکړى له امله چې په سياست کې د يوه مخکښ دريځ څخه لاس واخلي، د سيمى خلکو د دجنګ او سولى راپور ورکونکې ټولني ته وويل: هغوى د هغه د واکمنۍ د سابقىڅخه خوښ نه دي او پر نوي مشر باندى ډير ويسا او باور لري.


خلکو په چټکۍ سره دا ټکې په ګوته کړ چې کله پر حامد کرزي باندې تيره مياشت په کندهار کې بريد وشو، نو د هغه د بدخشان د جنوب د جورم د سيمى يو محافظ خپل ژوند د جمهور رئيس د ژغورنى له پاره قربان کړ.


محمد امير چې د بدخشان ولايت د مرکز فيض آباد په يوه نړيواله غير حکومتي مؤسسه کې کار کوي، وويل: موئږ د حامد کرزي سره ډيره مينه لرو. هغه زياته کړه: رباني دلته د خلکو په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې بدلون را منځ ته نه کړ او اوس حتى خلک په دى باوردي چې وچکالي د هغه د اشتباو له امله رامنځ ته شويده.


نوموړي وويل: اوس په حکومت کې يو لوي بدلون راغلي دي . هغه زياته کړل: د رباني په وخت کې د لوړو زده کړو و خاوندانو ته د کار موقع نه ورکول کيدل او يوازي د هغه د ګوند خلک پر کارونو ګمارل شوي وو او هم په زياته اندازه سره وسلي خپري وي.


د بدخشان د طب د پوهنځي د دوهم کال محصل ابراهيم د محمدامير خبري مني او وائي: رباني د خپل حکومت دپاره مناسب او سم خلک غوره کړي نه وو او بلاخيره ولس د هغه څخه خسته او ستړي شو. هغه زياته کړل: اوس ولس ددي امله د کرزي ملاتړ کوي چه هغه په هيواد کې سوله او ثبات ټينګ کړي دې.


د بدخشان د دروازبالا د سيمى د کلينک مشر ډاکټر دولت جان وويل: رباني د حکومت چلولو لياقت او توان نه درلود او حتى هغه د يوه ولايت چاري نه شواى سمبالولى او د هيواد چارى خو لا هلته پريږده.


کله چې کرزي د فيض آباد کوچني هوائي ډګر ته د دوو ورځو ليدني دپاره د اګسټ د مياشتي په پاى کې ورسيد، په بى ساري ډول ئي هرکلى وشو. اسماعيل چې د جمهور رئيس د هرکلي دپاره ورغلى وو، وويل: دلته د کرزي څخه داسى يو هرکلى او ميلمه پالنه وشوه چې د افغانستان په هيڅ ولايت کې نه ده شوى. هغه زياته کړه: که انتخابات تر سره شي، زه به د رباني پر ځاى کرزي ته خپله رايه ورکړم.


د فيض آباد څخه د ليدنې په وخت کې کرزي د سړکونو، روغتونو او د مخابراتو او بريښنا د شبکو د بيا جوړولو ژمنه وکړه. د بدخشان والي سيد محمد امين طاريق وويل: کله چې کرزې دلته راغلى وو، ما ور ته وويل چى خلک مرسته غواړي او که تاسو د هغوى خدمت وکړۍ، نو هغوى به ئي ډيره ستاينه وکړي.


په عين وخت کې رباني په کابل کې دى او د تاجکو د اکثريت څخه د جوړ شوي جميعت اسلامي ګوند د نورو خلکو سره يو ځاى په کار بوخت دى. هغه د (١٩٧١) ميلادي کال راهيسى د همدى ګوند مشر دى. جميعت د روسانو پر ضد د جګړى په وخت کې په يوه لوى او منظم ګوند بدل شو.په (١٩٨٩) ميلادي کال کې نوموړي ګوند (٢٠٠٠٠) ملاتړي د احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندې درلودل چې هغه د القاعديى د شبکي د پلويانو لخوا په تير سپټمبر کې ووژل شو.


رباني په (١٩٩٢) ميلادي کال کې د مجاهدينو د رژيم جمهور رئيس شو او کله چې څلور کاله وروسته طالبانو کابل ونيوه، نو هغه خپله اداره لومړې مزارشريف ته او بيا خپل پلرني ټاټوبي بدخشان ته انتقال کړه.


د طالبانو د واکمنۍ د نسکوريدو وروسته رباني بيرته کابل ته راغى. هغه د تير ډسمبر د بون د کنفرانس وروسته واک کرزي ته ور وسپاره.


په داسى حال کى چى په افغانستان کى انتخاباتو ته يوازى د يوه کال څخه ډير وخت پاته دى، ځينې کتوونکې احساسوي چې ښائي رباني د مسعود تر نامه لاندى واک ته د رسيدلو هلى ځلى يو ځل بيا وکړي، خو داسې نه ښکاري چى د هغه پخواني پلويان به ور څخه ډير ملاتړ وکړي.


دانش کړوخيل يو خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists