د اساسي قانون معما

د قانوني چارو ماهرين ښايي په دى هڅه وي چى داسى يو اساسي قانون طرح کړي چى د افغانانو او د هغوى لويديځوالو ملاتړو ته د منلو وړ وي.

د اساسي قانون معما

د قانوني چارو ماهرين ښايي په دى هڅه وي چى داسى يو اساسي قانون طرح کړي چى د افغانانو او د هغوى لويديځوالو ملاتړو ته د منلو وړ وي.

يوه کميټه چى د افغانستان د نوي اساسي قانون د مسودى له پاره ټاکل شوى د يوى سختى دندى سره مخامخ ده چى د لويديځ د خپه کولو پرته څه ډول اسلامي قانون ته درناوى وکړي.


هغه مهال چى اساسي قانون بشپړ شي، دا حقوقي کود به د افغانستان له پاره چى په دى وروستيو کى د دوو لسيزو جګړى وروسته رابرسيره شوى يو نوى پير رامنځ ته کړي.


د کميټى ريس او د انتقالي ادارى د ولس مشر مرستيال نعمت اله شهراني په دى باور دى چى دا اساسي قانون به په هيواد کى ټولنيز عدالت تامين کړي. هغه زياتوي موږ هيله مند يو چى اساسي قانون وکولى شي د افغانستان د خلکو د هيلو او اړتياو ځواب ووايي.


د نومبر په دريمه وروسته له دى چى کميټه ونومول شوه، د هيواد پخواني باچا ظاهرشاه وويل زه هيله مند يم چى کميسون به داسى يو اساسي قانون تسويد کړي چى هم به دموکراتيک او هم به اسلامي وي.


البته دا دواړه داسى مسـلى دي چى په آسانۍ سره يي په اساسي قانون کى ځايول ګران دي او ځينى تحليل کوونکي لادمخه د اساسي قانون کميټه په دى تورنوي چى لويديځوالو نظرونو ته پر اسلامي اصولو ترجيح ورکوي.


د کميټى د نهو تنو حقوقي چارو د کارپوهانو له ډلى چى په کميسون کى غړيتوب لري، د کميسون د ريس په ګډون پنځو تنو يي د امريکا په پوهنتونونو کى تحصيل کړى او يا يي هم ډير کلونه په لويديځ کى ژوند کړى. دغه راز ډيرو يي د شرعي قوانينو په برخه کى لوړى زده کړى کړي دي.


اوس بحث په دى اړه دى چى نوى اساسي قانون تر کوم کچ پر اسلام خپل فکر متمرکزوي، ځکه شونى نه بريښي چى د يوه سکيولر يا پر مذهب نه ولاړ اساسي قانون دى د لويي جرګى او يا هم په مجموع کى د خلکو له خوا تصديق شي.


د لويديځوالو هيوادونو استازي، چى په مليونونو ډالر د افغانستان د بيا ودانولو له پاره ښکته او پورته کوي ، د يوه سکيولر کود غوښتونکي دي ځکه دوى په دى باور دي چى دا به ډير دموکراتيک وي.


شهراني د هغى کميټى مشري کوي چى غړي يي عبدالاسلام عظيمي، محمد رحيم شيرزوى، محمد قاسم فاضلي، محمد موسى معروفي، محمد موسى اشهري، محمد سرور دانش او ښځينه قاضيان مکرمه او آصفه کاکړ دي.


د کابل قاضي عبدالصبور چى د حقوقي چارو د کارپوهانو د اتحاديي ريس هم دى وويل: موږ په افغانستان کى له دوى څخه کارپوه کسان نه لرو. دوى د اساسي قانون په برخه کى تر ټولو پوه کسان دي.


هغه زياته کړه زه په دى باور يم پداسى حال کى چى سياسي ګوندونو او مطبوعاتو ته به خپلواکي ورکړ شي صلاحيت به د دريو ځواکونو، مقننى، اجرائيي او قضائيي په لاس کى وي او د بشري حقونو له پاره جلا فصل په پام کى ونيول شوى.


خو محمد جعفر د کابل پوهنتون د حقوقو پروفيسور د اساسي قانون د کميټى په اړه د شک په څرګندولو وايي: ولس مشر حامد کرزى غواړي په افغانستان کى داسى يو حکومت جوړ کړي چى برتانيا او امريکا پرى خوابدي نه کړي.


هغه وايي لومړيتوب بايد اسلام ته ورکړ شي ځکه له هغى پرته په ټول افغانستان کى به خلک نوى اساسي قانون وسوځوي.


شاه محمود خرد د حقوق پوهانو داتحاديي ريس، کميسون په دى تورن کړ چى ګنى پکښى ډير کسان پردي دي.


هغه وايي ښايي دوى د افغانستان په اړه معلومات ولري خو ټاکل شوى وه چى د کميټى غړي د هيواد له دننه څخه وي چى د دغه ځاى له ستونځو سره آشنا وي.


که څه هم د کميټى غړي محمد سرور دانش د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى دوى به په انزوا او ګوښيتوب کى کار نه کوي. هغه وايي موږ به د ټول ملت نظر په پام کى نيسو او له نورو کارپوهانو څخه به نظر غواړو.


برسيره پر دى هغه وويل لويي جرګى ته به پوره او بشپړ واک او خپلواکي ورکړل شي چى نوى اساسي قانون په غور او ځيرتيا سره وګوري او پکښى تعديلات راولي.


د کابل پوهنتون د شريعاتو د پوهنځي ريس او د لويي جرګى د کميسون د تدوير مرستيال عبدالعزيز وايي: موږ بايد د ټولنى اړتياو ته پاملرنه وکړو او عمومي اسلامي اصول له پامه ونه غورځو.


کرزي چى د يکشنبى د ورځى په مراسمو کى يي په مختصره توګه وينا وکړه ، پخپله وينا کى يي د مذهب په اړه ډيره لنډه اشاره وکړه. هغه وويل: موږ له خداى تعالى څخه راضي يو چى د افغانستان په تاريخ کى يوه نوى پاڼه پرانيزو او داسى يو اساسي قانون چمتو کړو چى د خلکو له اړتياو سره سم وي. په وينا کى نور څه د اسلام په اړه نه دي ويل شوي .


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists