د انټرنيټ د نشتوالي له امله يو افغان ولايت ګوښه پاتې دی

په ارزګان کې د [معلوماتي] تکنالوژۍ د تشې له امله ښوونه او روزنه، ژورناليزم او نورې برخې شاته پاتې دي.

د انټرنيټ د نشتوالي له امله يو افغان ولايت ګوښه پاتې دی

په ارزګان کې د [معلوماتي] تکنالوژۍ د تشې له امله ښوونه او روزنه، ژورناليزم او نورې برخې شاته پاتې دي.

Saturday, 11 February, 2012

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه

سره لدې چې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې انټرنيټ ته لاسرسی لوړ شوی، خو د مرکزي ولايت ارزګان اوسيدونکي وايي هغوی تقريبا په بشپړ ډول له اړيکو بې برخې او له نورې نړۍ ګوښه پاتې دي.

په متحده ايالتونو کې د (internetworldstats.com) مېشتې [د انټرنيټ د نړيوالې] شبکې د وينا له مخې د افغانستان د دېرشو مليونو وګړو له ډلې څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې لږ وډېر يو مليون تنه د انټرنيټ له اسانتياوو څخه برخمن وو، خو د چارواکو په وينا په ارزګان کې، چې د وروسته پاتې ولايتونو په کتار کې يو و لايت دی، د ګوتو په شمېر يو څو تنه د انټرنيټ اسانتياوې لري.      

زيات شمېر زده کوونکي نه پوهيږي، چې انټرنيټ څه شی دی. همدا راز ژورنالستانو آی ډبليو پي آر ته وويل، له ارزګان څخه د رپوټ د لېږلو شونتيا نشته، ځکه هغوی نشي کولای رپوټونه په برښنايي لارو واستوي. 

د پوهنې د رياست مرستيال، عيد محمد خان ووويل، د ښوونې او روزنې ولايتي چارواکي له کابل سره د پوستې له لارې اړيکې نيسي، چې ځواب يې زياتره په مياشتو مياشتو کې نه رارسيږي.  

[عيد محمد] خان وويل: «موږ ته بايد د انټرنيټ اسانتياوې چمتو شي. دا به د حکومتي او ناحکومتي موسسو له کارکوونکو سره خورا زياته مرسته وي.» 

هغه وويل، په نوموړي ولايت کې د ګوتو په شمېر يو څو تنه مسلکي ښوونکي شته. سمبال کتابتون پکې نشته. او د زده کړې امکانات له دې امله نور هم پسې غړند دي چې زده کوونکي نشي کولای د انټرنيټ له لارې څېړنه وکړي او خپل د ليد افق پراخه کړي.  

[عيدمحمد] خان وويل: «نن ورځ د انټرنيټ له لارې علمي معلومات په چټکۍ تر لاسه کېدای شي. ټولې ستونزې به ژر هوارې شی، که څوک انټرنيټ ته لاسرسی ولري.»

 زيارکښ زده کوونکي له ولايت څخه بهر ځي او د معلوماتي تکنالوژۍ د زده کړې لپاره دوې، درې مياشتې هلته تېروي. د هغوی په ډلې کې يو تن د سميع الله په نامه د يوې ليسې فارغ التحصيل دی، چې په دې وروستيو کې له کندهار څخه راستون شوی او سترګې يې غړېدلې دي. 

هغه وويل: «انټرنيټ يوه بله نړۍ ده. هغه يو بېساری ښوونکی دی.» 

هغه د ارزګان د ځوانانو په اړه تاسف څرګند کړ، چې د پوهې او زده کړې شونتيا نه لري، ويې ويل: «زه اوس پوهيږم چې په نوره نړۍ کې خلک کوم لوري ته روان دي او موږ کوم لورې ته روان يو.» 

د ولايتي مرکز، تيرينکوټ د سيدال خان ناصري د ليسې زده کوونکي، محمد يونس وويل د هغه په څېر زده کوونکي په پوهنتون کې د شاملېدو لږ چانس لري.

هغه وويل: «موږ ډېر بدمرغه يو، چې نه مسلکي ښوونکي لرو او نه عصري تکنالوژۍ ته لاسرسی. پوهنتونونه موږ ددې ستونزو د شتون له امله نه قبلوي.»

هغه مهال چې په تيرينکوټ کې د يوولسم ټولګي له يو زده کوونکي عزت الله څخه وپوښتل شول، انټرنيټ ته لاسرسی لري او که نه، نو هغه وخندل.  وويل: «وروره، لومړی راته ووايه چې انټرنيټ څه شی دی. بيا به زه درته ووايم  چې هغه راته په زړه پورې دی او که نه.» 

د ارزګان ولايت د رسنيو د کلپ مشر، فريد حايل څرګنده کړه، چې د انټرنيټ د کافيګانو نشتون د ځايي ژورنالستانو د کار مخه ډب کړې ده. هغوی په تيرينکوټ کې يو شمېر هغو دفترونو ته ځي او د خپلو کيسو او رپوټونو د لېږلو لپاره د هغوی د انټرنيټ د کارولو اجازه غواړي، چې له انټرنيټ سره نښلول شوي دي. 

هغه وويل: «زموږ د رسنيو کلپ لا تر اوسه  انټرنيټ نه لري. خبريالان نورو دفترونو ته ځي او په سوال د هغوی د انټرنيټ له لارې خپل رپوټونه او مرکې ليږي.. کله چې اجازه ورته ورنه  کړای شي، هغوی ټاکلی وخت له لاسه ورکوي او رپوټونه يې بې ګټې پاتې کيږي. دا يوه لويه ستونزه ده.» 

ځايي خبريال، اجمل وصال وويل، د اېميل له لارې د رپوټونو استول ستړې کوونکی کار دی.  وصال وويل: «باور وکړه، کله چې پر کار پيل کوم، نو په دې اړه ډېر اندېښمن يم چې څنګه به خپل رپوټ استوم او څوک به مې د خپل انټرنيټ کارولو ته پرېږدي.»

په دې وروستيو کې هغه مهال يو څه هيلې راپيدا شوې چې د افغانستان د څېړنې او ژباړې مرکز د انټرنيټ د يوې کافې د پرانيستلو لپاره هلې ځلې پيل کړې. دې مرکز له ځايي حکومت سره په ګډه د انټر نيټ لرې پرتې کافيګانې جوړوې. د لومړي کال لپاره به لګښت له هغې سره په ګډه پرې کړي او ځايي کارکوونکو ته به د نوموړو تاسيساتو له سپارلو څخه دمخه هغوی ته روزنه ورکړي. 

څرګند نه ده چې په ارزګان کې د پروژې د پاتې راتګ مسؤوليت د چا په غاړه دی. مرکز اوځايي چارواکي دواړه پر يو بل پړه اچوي. د مرکز رئيس، عبدالله الهام ادعا کوي کله چې يې د ولايت مرستيال خدای رحيم ته د پروژې په اړه تليفون وکړ، نو د مرستې کولو خبره يې رد کړه.

خو خدای رحيم وويل هغه خوښ دی چې د انټرنيټ کومه کافې جوړه شي او انکار يې وکړ چې تليفوني خبرې له سره شوې نه دي.

خدای رحيم وويل: «څه چې الهام ويلي، رښتيا نه دي. که هغه غواړي [چې کومه کافې جوړه کړي] موږ له هر لوري له هغه سره مرستې کولو ته چمتو يو. موږ  په ارزګان کې داسې خلکو ته سترګې په لار يو چې د راتلونکي نسل لپاره کار وکړي او د هغوی وړتياوې وروزي.»    

د ارزګان د ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس،غلام نبي الفت وويل، هغه به په ډېرې خوشالۍ د انټرنيټ د کافي له جوړلو سره مرسته کړی وای، خو الهام له هغه سره هيڅکله اړيکې نه دي نيولي.

الهام مني چې له هغه سره يې اړيکې نه دي نيولي، خو داسې فکر يې کاوه چې دې کار ته اړتيا نشته، ځکه د والي له دفتر سره يې دمخه اړيکې نيولي دي.

هغه وويل: «که چېرته په رښتيا هم د ارزګان د فرهنګ رياست مرستې ته چمتو وي، نو موږ به خپل پلاوی يو ځل بيا [نوموړي] ولايت ته وليږو.»

د ارزګان اوسيدونکو وويل، هغوی د ځنډ له امله ستړي شوي دي او د عصري تکنالوژۍ د نشتوالي له امله زيان مومي.

يونس وويل، د معلوماتي تکنالوژۍ د بنسټيزو مهارتونو [له لاسته راوړلو] پرته زده کوونکي د کار موندلو لږ چانس لري.

هغه وويل: په راتلونکې کې به ټول کارونه په کمپيوټر او انټرنيټ پورې تړلي وي، خو موږ له  دواړو بې برخې يو. کله چې له لېسې فارغ شو، نو په هيڅ شي به نه پوهيږو. هيڅوک به مو پر کار نه ګوماري. د خپل عمر دولس کلونو مو خوشې تېر کړل.»

Education
Frontline Updates
Support local journalists