د افغاني مېرمنو خوندي کورونه
يو ديني عالم وايي د ښځو پناځای [د امن کور] د اسلامي ارزښتونه استازيتوب کوي، خو يو شمېر خلک يې بد بولي.
د افغاني مېرمنو خوندي کورونه
يو ديني عالم وايي د ښځو پناځای [د امن کور] د اسلامي ارزښتونه استازيتوب کوي، خو يو شمېر خلک يې بد بولي.
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د رابلل شوو مناظرو د لړۍ د ويناوالو له خولې په سيمه ييزو حکومتي ادارو کې د شفافيت نشتوالي خلک خوابدي کړي او فساد يې زيات کړی دی.
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هغو مېرمنو ته خوندي کورونه جوړ شوي چې له کورني تاوتريخوالي يا جبري ودولو څخه تښتي. زاړه پال له دې کار سره مخالف دي او وايي «اخلاق» يوې کورنۍ ته ډېر ارزښت لري.
د کابل شمالختيځ ته د کاپيسا ولايت په گډون په افغانستان کې د گوتو په شمېر يو څو پناځايونه موجود دي. د نوموړي ولايت د ښځو د چارو رئيسه، صيفوره وايي، نوموړي پناځايونه د هغه چا د ساتنې قانوني واک نه لري، چې ورته پنا راوړي. په حقيقت کې دا کورونه موجود دي، خو دروازې يې پرانيستې او کېدای شي قربانيان يې له جنسي او کورني سرغړونو سره مخامخ شي.
د نوموړي ولايت د مذهبي چارو د رياست مشر، مولوي عبدالله عابد له دې خبرې سره يوه خوله دی او وايي دا استوگنځي د هغو ښځو لپاره يو سم ځای دی چې نشي کولای عدلي سيستم ته لاره پيدا کړي. هغه وايي، خواخوږي په اسلام کې لوړ ارزښت لري. دا خوندي کورونه هغو مېرمنو ته ښه ځای دی چې له بلې لارې عدالت ته نشي رسېدای. د هغې تر شا د بشرپالنې اصل يو اسلامي ارزښت شمېرل کيږي.
صيفورې او عابد د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې رابل شوو مناظرې برخوالو ته وينا اوروله چې په دې وروستيو کې د کاپيسا، کندوز، دايکندي او نيمروز په ولايتونو کې جوړې شوې وې. په نوموړو مناظرو کې خلکو ته بلنه ورکړ شوې وه چې د پنا اخيستونکو ښځو د رول او د هغوی د موضوعگانو د څرنگوالي په اړه خبرې اترې وکړي.
د کاپيسا شمال ته په کندوز ولايت کې د ممتاز په نامه يوې مېرمنې خپله کيسه وکړه چې څنگه نوموړي استوگنځي درې کاله دمخه هغه وژغورله. کله چې پلار يې د هغې د واده وړانديز رد کړ، اړوند شخص له يوې وسله والې ډلې سره د هغه کور ته راغی او د ممتاز پر مخ يې تېزاب وشيندل.
نوموړې د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: «له پېښې وروسته ما د ښځو په استوگنځي کې پنا واخيسته. د نوموړي خوندي کور په مرسته درې ځله د درملنې لپاره هند ته واستول شوم.» هغې زياته کړه، که مرسته ورسره نه وای شوی، نو اوس به ژوندۍ نه وه.
په کندوز کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسون د څانگې غړې، شفېقې سپر وويل، هغه مهال چې خوندي کور نه وه، ښځو به په کلو، جوماتونو يا د کلي د مشر په کور کې پنا اخيسته. ستونزې به نه هوارېدې او له تاوتريخوالي سره به مخامخ وې.
د مناظرو يو شمېر ويناوالو د پنا اخيستلو د ځايونو د چمتو کولو په اړه شک او کلک مخالفت څرگند کړ.
د کاپيسا د مدني ټولنې يوه فعال، عبدالحکيم نصرت الهي وويل: «د ښځو د پنا اخيستلو استوگنځيو ښځې زړورې کړي چې له کورونو وتښتي او پنا واخلي.»
د افغانستان لويديځ ته په نيمروز کې د ښځو د پناځايونو حقوقي سلاکار د يوې ښځې موضوع ياده کړه چې د سپکو او مبتذلو لاملونو له مخې په منظم ډول مراجعه کوله. هغه وويل: «کله چې ترې وپوښتو څنگه ظلم ورباندې کيږي، وايي، مېړه يې ورته وايي لاړه شه او خواړه ورته پيدا کړه، خو هغه نه غواړي دا کار وکړي.»
په کندوز کې سپر دا وينا رد کړه چې د ښځو د خوندي کورونو د موجوديت له امله ښځې له کوره څخه تېښتې ته هڅيږي.
هغې وويل: «دغه خبرې له اوازو پرته بل شی نه دی.»
هغه افغاني مېرمنې چې پر جنسي بېلارېو تورنې دي، له کوره تښتي يا واده ته زړه نه ښه کوي او يا د «اخلاقي جرمونو» د تتې او ناڅرگندې اصطلاح له امله، چې په قانون کې ځا نه لري، بنديانيږي. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د کابل په ښځينه زندان کې)
په کندوز کې د غونډې يو بل اوريدونکي وويل، د ښځو په خوندي کورنو کې يې د جنسې سرغړونو کيسې اورېدلي. حسينې سرورې، چې د هغه ځای د امن کور مشره ده، وويل، د «لاسوندو د نه موجوديت» له امله دا تورونه درواغ دي.