د افغانستان په شمالي ښار کې نابرابر پرمختګ

د مزارشريف د بېوزلو برخو اوسيدونکي وايي د ښاري پرمختګ له پروژو بې برخې دي.

د افغانستان په شمالي ښار کې نابرابر پرمختګ

د مزارشريف د بېوزلو برخو اوسيدونکي وايي د ښاري پرمختګ له پروژو بې برخې دي.

Saturday, 26 February, 2011

په بلخ ولايت  کې دازاد خبريال  ذبيح الله نوري ليکنه

د مزارشريف د ښار د شمالي برخو اوسيدونکي شکايت کوي چې د ښاري پراختيا له پروژو څخه بې برخې دي او زياتره د شتمنو برخو اوسيدونکي ترې ګټه اخلي. 

د ښار شمالي ناحيې د ښار د سويل په پرتله ډېرې ګڼ مېشتې دي. ددې سيمو خلک داسې انګيري چې د بيارغاونې په اړه له دوې سره عادلانه چلن نه کيږي، په تېره بيا چې کله د سړکونو د جوړلو خبره راپورته کيږي. يو شمېر داسې انګيري، له هزاره ګانو سره چې د ښار په دې برخه کې په ډېره شمېره اوسيږي، د پخوا په څېر له تبعيض څخه کار اخيستل کيږي.

جهانتاب فيضي په دې وروستيو کې په بهر کې له يوې مودې تېرولو وروسته د ښار په شمال لويديځي ناحيې کې خپل کلي، کارته زيارت ته راستنه شوې او وايي چې د ښاري پراختيا په برخو کې د غيرعادلانه کار په ليدلو يې ټکان خوړلى دى.

هغې وويل: "د بيا رغاونې توپير د سترګو په رپ کې ليدل کيږي. که له کارته زيارت څخه شمال ختيز لور ته کارته صلح ته لاړ شې، نو د حکومت له خوا به هيڅ ودان شوي ځايونه په سترګو ونه ويني. خو که همدا واټن سويل لوري ته لاړ شي، نو بيخي بل شى به وګورې."

د ښار د شمالي برخې په ګاونډ کې  د کارته سيدآباد اوسيدونکى، نور محمد فريد د سړکونو په بد حالت ډېر خپه او غمګين دى.

هغه وويل: "د ښار د شمالي برخې زيربنا او دې ټکي ته په پام چې پکې د نورو برخو په پرتله څلور هومره زيات خلک اوسيږي، د بيارغاونې د لومړيتوب حق لري. خو له دې سره سره بيا هم د ښار په دې برخې کې هيڅ کار نه دى شوى.  په روان  [١٣٨٩] کال کې د سړکونو د پخولو کار سرته ونه رسيد. بل کال ته به هم پاى ته ونه رسيږي."

فريد په دې انددى چې د مزارشريف ښاروال،  محمد يونس مقيم [د ښار] په شمال کې د سړکونو د جوړولو کار درولى دى. د پخولو پرځاى يې جغل او کاڼي هم نه دې پرې هوار کړي. خو د [ښار] په سويل کې يې سړکونه جوړ کړي چې تګ راتګ پرې هم لږ دى.  

ښاروال د ښار په سويلي برخه کې د حيات په کوڅه کې يو شخصي کور لري، چې د يو څو لږو ځايونو په څېر يې سړکونه پاخه  شوي دي.

مقيم د شخصي يا سياسي تعصب ادعاګانې رد کړې، وايي د ښاري پراختيا پروګرامونه د ښاري پراختيا له ماستر پلان سره سم پر مخ ځي.   .

هغه وويل که د حيات د کوڅې د پخولو خبره وي، نو لامل يې دادى چې هلته دوې اسلامي ودانۍ پرتې دي.

مقيم وويل: "هلته يو جومات او يو مذهبي مرکز پروت دى او خلک د خپلو مذهبي مناسکو د اداکولو لپاره هلته تګ راتګ کوي. له دې امله مو سړک پوخ کړ."

ښاروال وويل، شمال ته پروت يو سړک د شلو کيلو مترو په واټن قير ته چمتو شوى او کابو نيمايي کار يې سرته رسېدلى. د سيدآباد، باختر او کارته صلح د ناحيو د سړکونو پر جوړولو به ډېر ژر پيل وشي.

داسې ښکاري چې د ښار له شمال څخه تر سويل پورې ښاري پلان يو له بله توپير لري. ځايي خلک په سويل کې د خالد بن وليد کارتې ته ګوته نيسي، چې سړکونه يې دېرش متره پلن پاخه شوي او دواړو غاړو ته يې د اوبو د بهېدو لښتي ايستل شوي  هغوى وايي د ښار په شمال کې، چې د مزارشريف روغتونونه، مارکيټونه او پوهنتون پراته دي، د سړکونو پراخوالى يې يوازې لس متره دى. .

محمد شريف ارين د مزارشريف په سويل کې اوسيږي، خو له دې سره موافق دى چې شمالي برخې هم بايد د بيارغاونې له پروګرامونو څخه برخمنې شي، ترڅو د ټولنو او جمعيتونو تر منځ  راپيدا شوې بې باوري له منځه يوسي.. 

هغه پوښتي: "آيا ښاروال نشي کولاى د شمال پر سړکونو يوڅه جغل واچوي؟"

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists