د افغانستان په شمال کې د امنيتي ډار زياتوالى

طالبان په شمالي ولايتونو کې چټک پرمختګ کوي او د ځايي زورځواکو په وړاندې د غچ اخيستونکو يا پيسو ګټونکو له ډلې څخه تازه قوتونه جذبوي.

د افغانستان په شمال کې د امنيتي ډار زياتوالى

طالبان په شمالي ولايتونو کې چټک پرمختګ کوي او د ځايي زورځواکو په وړاندې د غچ اخيستونکو يا پيسو ګټونکو له ډلې څخه تازه قوتونه جذبوي.

Afghan National Police and German police mentors talk near Checkpoint Showrak in Balkh Province. (Photo by ISAF Public Affairs)
Afghan National Police and German police mentors talk near Checkpoint Showrak in Balkh Province. (Photo by ISAF Public Affairs)
Tuesday, 2 November, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

د روان کال په پيل کې د يو بس چلوونکى، استاد توريالى له کابل څخه مزارشريف ته په غځيدلې لورې لارې له ساعت سره سم روان و. دا لاره، چې د شمال – سهيل تر منځ عمده اکمالاتي لويه لاره ده، ورځ او شپه له موټرو ډکه وه. په دې لاره سوداګر او نړيوال او کورني مرستندويه کارکوونکي تله راتله.

په تېرو شپږو مياشتو کې توريالي د شپې له خوا تګ راتګ کاوه او له بريده نه ډارېده. وروسته نوموړي ته دا څرګنده شوه چې زيات شمېر مسافرين آن د ورځې له خوا نه غواړي د لارې خطر په غاړه واخلي.

هغه وويل: "ما به د مياشتې ١٥٠٠ ډالرتر لاسه کول، خو دا اندازه اوس له دې امله نيمايي ته ټيټه شوې ده، چې مسافرين غواړي د ورځې په رڼا کې سفر وکړي او تجارتي توکي له ځانه سره ونه ليږدوي."

"پوليس د ورځې له خوا د لويې لارېپه اوږدو کې ګزمې کوي، خو د شپې له خوا يا طالبان او يا نورلاره وهونکي د طالبانو په جامه کې راوځي چېڅوک يې توپير نشي کولاى."

د توريالي له خوا بيان شوې ستونزه د افغانستان په شمال کې د امنيتي وضعې د خرابوالي خبرې کوي، چې دمخه نسبتا يوه کراره سيمه بلل کېده او يا لږ تر لږه د طالبانو فعاليتونه پکې نه ليدل کېدل.

ځايي چارواکي په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان شمالي ولايتونو ته د ياغيانو د ننوتلو پړه د رغندو امنيتي تدبيرونو په نشتوالي پورې کوي. سربېره پر دې پر پښتون توکمه پرګنو برېدونه او بېوزلي دواړه د طالبانو له ليکو سره د خلکو د يوځاى کېدو لپاره ښه زمينه برابروي.

د پوليسو د پامير د ٣٠٣ زون قوماندان،داود داود آى ډبليو پي آر ته وويل: "ياغيان په سهيلي ولايتونو کې تر فشار لاندې راغلي دي، له دې امله يې شمال ته مخه کړې ده."

داود وويل، وضعه د کندوز،، تخار، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب او د بدخشان، سرپل او سمنګان په څېر په نورو شمالي ولايتونو کې خرابه ده. د طالبانو پښې هلته هم رسېدلې دي. وګورئ: ("طالبان د خلکو د زړونو د خپلولو هلې ځلې کوي." ددې تکتيک له لارې طالبان د کابل شمال ته، په کاپيسا ولايت کې ملاتړ ترلاسه کوي. او "د دولتي محکمو په پرتله د طالبانو عدالت (مناسبتر) دى."، چې د يو متبادل حکومت په توګه يې په شمال کې تاسيس کړى دى.)

يوازې په تېره مياشت کې د داود ترمسؤوليت لاندې زون کې د بريدونو له امله د ملي اردو د سرتېرو او پوليسو ٣٠ تنو او د ولسي خلکو او کارکوونکو په لسګونو هغو ته مرګ ژوبله اوښتېده.

داود يادونه وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو او د ناتو تر مشرۍ لاندۍ نړيوالو سرتېرو تر منځ همغږي کمزوري ده، خو زياته يې کړه چې په دې اړه ګامونه پورته شوي دي.

د بلخ والي عطامحمد نور په خپلې وروستۍ وينا کې وويل، په داسې حال کې چې پروسږکال يوازې په يو څو کلواوبانډو کې امنيتي اندېښنې موجودې وې، خو اوس يې د ولايت ټولې برخې نيولې دي. وضعه تر دې کچې خرابه شوې چې د افغان ملي اردو د ١٢٠٠٠٠ سرتېرو او د ٦٠٠٠ امريکايي او ٥٠٠٠ جرمني سرتېرو په شتون کې د ياغيانو فعاليتونه د مزارشريف دروازې ته رارسېدلي دي.

نوموړي شکايت وکړ چې د امنيتي وضعې د خرابېدو په اړه د هغه په پخوانيو خبرتياوو غوږونه کاڼه شوي وو. د ياغيانو د رېښو د ايستلو لپاره همغږي پلانونه ونه نيول شول او ترڅنګ يې ځايي پوليس سم تجهيز او سمبال نه شول،په شمير کې يې زياتوالی رانغی او لهاردو څخه يې د اړتيا ا وړ لازم ملاتړ تر لاسه نه کړای شو..

هغه وويل: "په کلو او ولسواليو کې د پوليسو شمېر لږ دى. وسلې يې د طالبانو په پرتله بې کيفيته دي په شمالي ولايتونو کې د يو يا دوو کلو په سر يو پوليس رسيږي، په داسېحال کې چې په نوموړو يو شمېر کلو کې د طالبانو شمېر لسګونو ته رسيږي."

نوموړي ګوته وڅنډله کې وضعه همداسې دوام ومومي،نو د افغانستان د سهيل په پرتله به وضعه په شمالي سيمو کې تر دې هم ناوړه شي. هغه د زيات شمېرافغان امنيتي ځواکونو د ځاى په ځاى کولو غوښتنه وکړه. نور وويل هغه په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو د زياتوالي له نظر سره مخالف دى.

هغه وويل: "زما په اند که زيات شمېر بهرني پوځونهموجودوی، نو د هغوى عملياتو او زياتو بمباريو له امله به زياتې امنيتي ستونزې رامنځته شي"

نور شمالي ولايتونه په ورته ډول اغېزمن شوي دي.

د ابراهيم په نامه يو سوداګر چې د فارياب په ولايت کې د تېلو تجارت کوي او د ترکمنستانپولې ته څېرمه د اندخوى په پرتې ولسوالۍکې اوسيږي، وايي، اوس طالبان په سيمه کې فعاليت کوي او ځوان جنګيالي پخپلو ليکو کې جذبوي.

هغه وويل: "يو څو شپې دمخه طالبانو له موټره بهرکړم او پوښتنې گرويګنې يې راڅخه وکړې،خوکله چې مې ورته وويل يو سوداګر يم، په بيړه يې پرېښودم."

د فارياب والي، عبدالحق شفق دا ومنله چې د هغه د ولايت په زياترو برخو کې طالبان فعاليت کوي، خو زياته يې کړه هغوى يوازې تيت و پرک ګوريلايي بريدونه کوي او له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري. .

شفق له دې سره موافق دى چې د هغوى [طالبانو] جلب و جذب مخ په زياتيدو دى او زياته يې کړه، "ددې کار لامل د خلکو بېوزلي او بېروزګاري ده،چې د طالبانو له ليکو سره د يوځاى کېدو له لارې يو څه پيسې لاسته راوړي."

د فارياب د امنيې قوماندان بريد جنرال عبدالخليل اندرابي آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه پوره سرچينې نه لري او د کورنيو چارو د وزارت مرستو ته بيړنۍ اړتيا لري.

هغه وويل: "موږ د پوليسو کمبوت لرو. موږ هلې ځلې کوو چې د پوليسو په ليکو کې ځايي اربکي استخدام کړو. د کورنيو چارو وزارت بايد زموږ د پوليسو شمېر زيات کړي. دا زموږ د ډېرې اندېښنې خبره ده."

د افغانستان په شمال کې د افغان حکومت د ملي پراختيا د پاليسۍ د پلي کولو مسؤول، جنرال فيض محمد وويل، د افغاني طالبانو ترڅنګ پاکستاني طالبان او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي شامل دي.

د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي په ١٩٩٠ کلونو کې په مرکزي اسيا کې رامنځته شول، خو د طالبانو د نژدي متحدينو په توګه افغانستان اوپاکستان ته وکوچېدل. تېر کال په اوږدو کې دا ډله، چې په اصل کې پښتانه،نه بلکې ازبيک دي، د افغانستان شمال ته وکوچېدل.او هلته يې په بريدونو کې د طالبانو د وړتياوو له غښتلي کولو سره مرسته وکړه. ښايي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي د مرکزي اسيا جمهوريتونو، تاجيکستان او ازبيکستان کې فعاليتونه سرته ورسوي. د نوموړې ډلې په اړه وګورئ: (مليشه يي اسلامي ځواکونه مرکزي اسيا ته ستنيږي.)

دناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي پوځ (ايساف) وياند، جنرال جوزف بلوتز ورته انځور وړاندې کړ. هغه ژورنالستانو ته وويل، طالبان او ازبيک مليشې په شمال کې، چې د ګوتو په شمېر نړيوال ځواکونو پکې ميشت دي، ډېرې فعالې شوې دي.

د افغانستان د شمال لپاره د ايساف سيمه ييز قوماندان، تورن جنرال، هانس ورمر فريتس د بلوتز په څېر وايي په سيمه کې د بغاوت په وړاندې نوي عمليات تر لاس لاندې دي. هغه وايي د عملياتو مشري به د افغان اردو په غاړه وي او د هغوى بهرني متحدين به يې ملاتړ کوي.

نورڅارونکي وايي د افغانستان شمال په سيمه کې د دولتى زورواکو د ظالمانه چال چلن له امله د ياغيانو د فعاليت مرکز ګرځېدلى دى او زياتره ميشت پښتانه لږه کي ځوروي..

سياسي کارپوه، محمد وکيل وويل، طالبان له هغو خلکو څخه ځوانان جذبوي، چې په شمال لويديځ او شمال ختيځ ولايتونو کې د جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي دزورواکانو له خوا ډېر ځوريدلي دي .

په پام کې وه ددې تنظيمونو وسله والې څانګې، چې مخينه يې ١٩٩٠ کلونو ته رسيږي، له ٢٠٠١ کالراوروسته د ملګرو ملتونو د مشرۍ لاندې د يو پروګرام له مخې مات او بې وسلې شي.

وکيل وويل، هيچا هم د سياسي ډلو د پلويانو له خوا د يو لړ سياسي وژنو پوښتنه ونه کړه. هغه وويل، په حکومت کې د جمعيت او جنبش دواړو خلک څوکۍ لري..

هغه وويل: "وروستي کلونه د داسې پېښو شاهد دي چې د يو ګوند له خوا پکې د بل ګوند غړي،قومي مشران، په تېره بيا پښتانه هغه، وژل شوي دي. لا تر اوسه پورې په دې وژنو کې تورن کسان نيول شوي نه دي. دې کار د نورو ګوندونو او قومي ډلو خپګان راپارولىده. هغوى بيا په خپل وار له ياغيانو سره مرسته پيل کړې، پنا يې ورکړې او ملاتړ يې کړى دى."

د بلخ په ولايت کې د پښتنو د اسحق زيو يو قومي مشر، چې وي غوښتل ونه نومول شي، وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د سياسي او قومي لاملونو له مخې له سلو څخه زيات قومي مشران وژل شوي دي.

هغه وويل،ددې جنايتونو سرته رسوونکو ته د سزا د نه ورکولو له امله د خپګان او غچ د اخيستلو احساس رامنځته کړى دى.

هغه پوښتي: "کله چې ستا يو ورور او يا بل نژدې خپلوان ووژل شي او په بشپړ ډول بېګناه وي او ته قاتل وپېژني، نو ايا کرار به کښينې؟ نه، هيڅکله نه!دا د هماغو خلکو دريځ دى چې اوس له طالبانو سره مرسته کوي."

د اسحق زيو مشر په پاى کې وويل: "که چېرته حکومت قاتلين نيولى واى، نو دې خلکو به يقينا ورسره مرسته کړى واى. دا د حکومت نيمګړيتا ده، چې د يو شمېر قاتليونو له امله يې د [ډېرو] خلکو ډاډ له لاسه ورکړى دى." 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists