د افغانستان په ختيځ کې ښاري ککړتيا
د فابريکو خاوندان وايي، له جلال آباد ښار څخه بهر نوي صنعتي پارکونه د کارونې لپاره چمتو نه دي
د افغانستان په ختيځ کې ښاري ککړتيا
د فابريکو خاوندان وايي، له جلال آباد ښار څخه بهر نوي صنعتي پارکونه د کارونې لپاره چمتو نه دي
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه
د جلال آباد ښار د دوسرکې د استوگنې په سميه کې پرته ودانۍ [فابريکه] د کورنيو په گاونډ کې پرته او کوچنيان يې په کوڅو کې لوبې کوي.
له گاونډيو کورونو څخه هغه يوازې په دې توپير کيږي چې لوړ غږونه ترې راوځي. له تېرو پنځو کلونو راهيسې نوموړې فابريکه په دې سيمه کې جوړه شوې او الومونيوم توليدوي.
د افغانستان په ختيځ کې د جلال آباد د ښار اوسيدونکي وايي، په گاونډ کې يې د مرمرو د جوړولو، د جغل د ميده کولو او د بخار د ديگونو د توليد په گډون د درنو صنعتي فابريکو شتون د هغوی ژوند ستونزمن کړی دی.
د ننگرهار پوهنتون يو محصل، ضمير دانشمل وويل: "زه د المونيومو د [جوړولو] د فابريکې د لوړ غږ له امله په کور کې درس نشم لوستلای. د شپې او ورځې ارام نه لرو. ملکانو [او مشرانو] مو څو څو ځلې د ننگرهار [ولايت] چارواکو ته شکايتونه وکړل، خو... هيچا ورته غوږ ونه نيو."
د جلال آباد ښار اوسيدونکي شکايت کوي چې ښار يې د شاوخوا ١٣٠ پخپلسر جوړو شوو فابريکو د فعاليت له امله ککړ شوی دی، د فابريکو خاوندان بيا وايي، داسې بل کوم ځای نشته چې فعاليت پکې وکړي.
چارواکو د صنعتي فابريکو لپاره له ښار بهر څلور سيمې ټاکلي دي، خو صنعتکاران وايي، هلته برښنا او اوبه نشته، امنيت يې کاواکه دی، ځمکه گرانبيه ده او له هغې سره سره نژدې ملگرو او انډيوالانو ته ورکړ شوې، نه هغه چا ته چې اړتيا ورته لري.
د المونيومو د فابريکې خاوند، محمد ايوب ستانکزی وايي، د فابريکې اواز يې گاونډيان په عذابوي، خو وايې له دې پرته بله چاره نه لري.
هغه وويل: "د حکومت له خوا ځانګړي شوي صنعتي پارکونه، نه برښنا لري او نه امنيت."
د چاپېريال د ادارې يوه چارواکي، رازق وويل، له دې پرته چې د هغه اداره د خپلسرو جوړو شوو صنعتي واحدونو له خوا د رامنځته شوي زيان څارنه وکړي، بل څه نشي کولای.
نوموړي زياته کړ ه: "موږ پوهيږو چې صنعتي پارکونه، نه امنيت لري او نه برښنا. له دې امله نشو کولای د استوگنو په ځايونو کې د فابريکو د جوړولو مخه ونيسو."
چارواکي ادعا کوي په لنډه موده کې به صنعتي پارکونه د کارولو وړ وگرځي.
د افغانستان د پانگې د ملاتړ د ادارې سيمه ييز مشر، غلام نبي رحمانزي وويل، د ښار ختيځ لوري ته په حصار شاهي کې د يوه صنعتي پارک د جوړولو کار اوس بشپړ شوی. ترانسپورت او د برښنا د نصب او جوړولو چارې يې بشپړې شوې او څلوېښت ځايونه لا له وړاندې وېش ته چمتو شوي دي.
هغه وويل، اوس يوازې د برښنا د غځولو کولو ستونزه پاتې ده.
د ښار لويديځ ته په شيخ مصري کې د يوه بل صنعتي پارک مدير، محمد نبي ومنله چې [د ودانولو] کار له هغې غړند دی چې په پام کې نيول شوی و. د پيسو نشتوالي د سړکونو، ويالو اومواصلاتو د جوړېدو مخه ډب کړې ده. د پارک د ساتنې او محافظت لپاره پوليسو يوازې د پنځو تنو د گومارلو ژمنه کړې.
هغه وويل، ستره موضوع د برښنا نشتوالی دی.
نوموړي وويل: "کله چې برښنا صنعتي پارکونو ته ورسيږي، ډاډمن يم صنعتکاران به خپل فابريکې په کار واچوي. هغوی به امنيتي ځواک په خپله وگوماري."
محمد نبي ټينگار وکړ، ځمکه صنعتکارانو ته په وړيا ډول ورکول کيږي.
[د] آی ډبليو پي آر [خبريال] د برښنا د شرکت رياست ته مراجعه وکړه، چې صنعتي پارکونو ته د برښنا د وېش دنده لري، خو ويې ويل له رسنيو سره د مرکو کولو واک نه لري.
د ننگرهار د والي، گل اغا شيرزي وياند، احمدضيا عبدلزی له دې خبرې سره موافق و، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو په وړاندې لوی خنډ د برښنا نشتوالی دی.
هغه وويل: "هغه شېبه چې د حصا رشاهي صنعتي پارک ته برښنا ورسيږي، موږ به همغه گړۍ د هغې امنيت ونيسو."
داسې ژمنې د جلال آباد د اوسيدونکو قناعت نشي ترلاسه کولای.
د پنځه څلوېښت کلن حضرت محمد په نامه د دوسرکې يوه اوسيدونکي وويل، د مرمرو د څېرمه فابريکې د ککړتيا له امله زما ماشومان پر تنفسي ناروغيو اخته شوي دي.
هغه وويل: "کله چې سهار [له خوبه] پاڅيږو ... داسې ښکاري لکه چې د باران پر ځای له هوا څخه دوړې او خاورې راتوييږي."
هغه وويل، اوس په ښار کې د يوه کور په لټه کې دی چې له دې حالت څخه ځان وساتي. "[د کورونو] کرايې لوړې دي، خو له هغې سره سره مې پتېلې، چې په خيمه کې به ژوند کوم خوله دې سيمې څخه کډه کوم "
هجرت الله اختيار په ننگرهار ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.