د افغانستان په ختيځ کې د رپوټ ورکولو ستونزه
د رسنيو د څار ځايي ډله وايي چې د معيارونو د لوړولو لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
د افغانستان په ختيځ کې د رپوټ ورکولو ستونزه
د رسنيو د څار ځايي ډله وايي چې د معيارونو د لوړولو لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه
د بېکفايتۍ او فساد ادعاګانې په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده او معمولاد حکومتي کارکوونکو په غاړه اچول کيږي.
د ختيځ ولايت، ننګرهار ژورنالستان دا مني چې د هغوی يو شمېر همکاران پورته ستونزو ته متمايل دي.
په يو شمېر ناکره ورکړ شوو رپوټونو کې په يوه تلويزيوني خپور شوي خبرکې د طالبانو له خوا د متحده ايالتونو د بې پيلوټه الوتکې د راغورځولو او د ناستو ټولو سپرليو د وژل کېدو ادعا شوې وه. يوې سيمه ييزې رادېو د حزب اسلامي د مشر، ګلبدين حکمتيار د نيولو خبر ورکړی و، په داسې حال کې چې هغه حکمتيار نه، بلکې په هغه ډلې پورې د ادعا له مخې يو اړوند محصل و، چې بندي شوی و.
موضوعګانې او رپوټونه زياتره د اشخاصو په اړه په ناسمې املاء او ناسمې نېټې چمتو کيږي.
د رسنيو ماهرين د کره توب د کمزورو معيارونو لامل د روزنې نشتوالی او ټيټ معاش بولي، چې له امله يې ځينې رپوټ ورکوونکي له لنډون څخه کار اخلي.
د ژوناليزم استاد، عبدالبصير سباوون وويل: «رسنيو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.»
سباوون په دې اند دی چې ننګرهار د ژورناليزم په برخه کې ښې روزنې ته اړتيا لري.
هغه وويل: «دلته د ژورناليزم په اړه د لنډې مودې کورسونه جوړيږي. ژورناليزم يو عادي مسلک نه دی، چې په يو څو مياشتو کې دې زده شي.»
د رسنيو شنونکی، نجيب الله نايل زياتره په خبري رپوټونو کې د ورته والي په اړه شک کوي او د هغه په وينا دا کار هغه ژورنالستان کوي چې په ګډه د يوې ټاکلې موضوع په اړه رپوټ چمتو کوي. که نوموړی خبريال د موضوع په اړه سم يوه نشي، نو ټول هم هماغه يوه غلطي تکراروري.
هغه وايي: «دا موضوعګانې ټولې يو راز بريښي، توپير يې يوازې داوي چې هر خبريال پکې خپل، خپل نوم ليکي. همدا يو را ز رپوټ بيا د ټولو رسنيو له خوا خپريږي.»
نور خبريالان بيا چارواکو ته غوړه مالي کوي.
نايل پوښتي: «زيات شمېر ژورنالستان حکومت ته انتظار باسي يو څه ووايي او وروسته هماغه څه خپروي چې اورېدلي يې دي. هغوی هغه رښتينې ستونزې نه څپړي چې موضوع يې تر سيورې لاندې راوستې. پر دا راز رسنيو به خلک څه باور وکړي؟»
په ننګرهار کې د رسنيو يوشنونکي، چې ويې غوښتل ونه پېژندل شي، وويل هغه يو شمېر خبريالان په خپلو سترګو ليدلي چې خپل رپوټونه له خپرېدو دمخه حکومتي چارواکو ته کرښه په کرښه لولي.
نوموړي زياته کړه: «که چارواکو ته رپوټ د منلو وړ نه و، نو خبريال رټي او هغه ورته بيا چوپ ناست وي.»
د ژوندون د رادېو تلويزيون د شبکې خبريال، ارشاد رغند وويل، بډې په سيمه ييزو رسنيو کې يوه ستونزه جوړوي. هغه مهال چې يو خبريال مياشتې، مياشتې معاش وانخلي، نوسخته ورته بريښي چې د ځايي سياستوالو او چارواکو له خوا د نغدو پيسو، جامو، د سون د توکو او ځمکې په څېر سوغاتونه رد کړي.
په هر صورت، رسنۍ که د ځايي زورورو اشخاصو او يا بهرنيو مرستندويانو له خوا تمويليږي، نو داسې هڅه کيږي ژورنالستان هغه ډول ليکنه وکړي چې تمويلوونکي يې د لوستلو هيله ولري.
د ننګرهار د اريانا د پوهنتون محصل، شکيل احمد رفيقزي وويل: «ژورنالستان نه يوازې په ننګرهار کې، بلکې په ټول هېواد کې، په ډلو ټپلو پورې تړلي دي. هغوی د هغه چا تر اغېز لاندې دي، چې مرسته ورسره کوي. څنګه کولای شي هغوی داسې يو څه وليکي چې د خپلو ملاتړو ګټې له خطر سره مخامخ نکړي.»
په ننګرهار کې د رويترز د خبري رسنۍ خبريال، پروېز رومل وويل، هغه دا مني چې يوشمېر خبريالان خپل مسلک بې اعتباره کوی، خو زياته يې کړه، داسې نور خبريالان هم شته چې [د خپل مسلک] لوړه کچه يې ساتلې ده.