د افغانستان د صنایعو د تولید د مرکز زوال

صنعتکاران وايي ښايي روان زیانونه بېرته په سخته کوشېر [جبيره] شي.

د افغانستان د صنایعو د تولید د مرکز زوال

صنعتکاران وايي ښايي روان زیانونه بېرته په سخته کوشېر [جبيره] شي.

Afghan construction workers shovel cement to build a wall. (Photo: Paula Bronstein /Getty Images)
Afghan construction workers shovel cement to build a wall. (Photo: Paula Bronstein /Getty Images)

د شمال ختیځ ولایت، بغلان د فابریکو خاوندان گوته څنډي که حکومت کوټلي ګامونه وانخلي، نو د دغه پخواني صنعتي مرکز تولید به له خنډونو سره مخ شي.

د ولایت مرکز، پلخمري یو مهال د ټوکرانو، بورې او سمینټو د تولید ځای و. ځايي سوداگریز مشران گوته څنډي، له کمزورې پانگونې سره مل د روانې جگړې له امله رامنځته شوی زیان بېرته په سخته جبيره کېدای شي.

هغه مهال چې ۷۰ کاله دمخه د پلخمري د افغان نساجي فابریکې بنسټ کېښودل شو، اووه زره کارگران يې درلودل او په هغه ښارګوټي کې اوسېدل چې د یو زر کورنیو لپاره جوړ شوی و.

د نوموړې فابریکې رئیس، غلام قادر وویل، دغه فابریکه اوس ۴۰۰ کارگر لري او له فابریکې څخه لاسته راغلی عاید په سخته د هغوی معاشونه پوره کوي.

قادر وویل: «اوس د دغه فابریکې تولیدات نه پلورل کيږي او د تړلو له گواښ سره مخ ده.»

د محمد ظاهر په نامه یوه پخواني کارگر وویل: «زه له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې په دغه فابریکه کې کار کوم. بخوا په دې فابریکه کې د اوبدلو ۵۵۰ ماشینونه وو. له هغه ډلې څخه اوس یوازې ۶۰ ماشینونه فعال او د ورځې ۶۰۰ متره سپین ټوکر تولیدوي.»

د نوموړې فابریکې د عاید منبع د اوبو د برښنا د تولید خپله فابریکه ده. دغه فابریکه ټولې سیمې ته اوبه او برښنا رسوي.  

قادر په دوام وویل: «د دغه فابریکې یوازنی عاید د پیسو په وړاندې ځايي کورنیو ته د برښنا د تولید فابریکه ده.» هغه وویل، آن دغه پیسې په سخته رسیږي.

هغه په دوام وویل: «دوه کاله دمخه د بند یوه دروازه سیلابونو خرابه کړه. پاتې درې نورې دروازې هم خراب حالت لري.»

د غوري د سیمنټو فابریکه، چې د هېواد په کچه تر ټولو لویه فابریکه گڼل کیږي، یو مهال د سیمې د اقتصاد زړه و.

دغه فابریکه، چې څه دپاسه ۵۰ کاله دمخه د چیک هېواد د ودانولو د شرکت له خوا جوړه شوې وه، دوې جلا فابریکې لری او په ۲۰۰۶ کال کې خصوصي سکتور ته وسپارل شوه.

سره له دې چې د سیمنټ د انتقال لپاره ډېر درانده دي، له دې امله د کور دننه تولیدیږي. له ایران او پاکستان څخه ارزانه سیمنټ هېواد ته راوړل کیږي.

همدارنگه په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو پوځونو له وتلو وروسته بازار هم په پراخ ډول تر اغېز لاندې راغی، چې وروسته ودانولو چارو ته تقاضا ډېره راولوېده.

معروف سروري د افغان سیمنټو د شرکت رئیس دی، چې په دې ورځو کې يې د غوري د دواړو فابریکو مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

هغه وویل، سره له دې چې کولای شي د کورنۍ تقاضا د پوره کولو لپاره د لوړ کیفیت سیمنټ تولید کړي، خو نه یوازې پاکستاني ارزان بیه سمینټ يې گواښوي، بلکې د برښنا ټیټ تولید يې په وړاندې خنډ جوړوي.  

د بادغیس ولایت د سکرو پراخ کانونه لري، خو له ځايي کانونو څخه فابریکو ته د برښنا د رسولو لپاره دوامداره ډاډ موجود نه دی.

سروري د سکرو نشتوالي د تولید د لږوالي لامل بولي، وايې، د انرژۍ په منابعو کې پانگه اچول مثبت اغېز لري.

سروري په دوام وویل: «څومره چې په هېواد کې د برښنا د بندونو شمېر زیات شي، په همغه کچه به موږ خپل کانونه استخراج کړای شو. په دې توگه زموږ د سیمنټو تولیدات هم ارزانه کیږي. دا کار به په افغانستان کې د سمینټو مارکیټ ډېر تود وساتي.»

د شمال د سکرو د تشبثاتو رئیس، شاه محمد فیض زاد وویل، د صادراتو بازار دمگړۍ د هغوی په لومړیتوبونو کې راځي.

هغه وویل: «موږ باید د دولتي عایداتو د لوړولو لپاره خپل سکاره بهر ته ولیږو چې له کرکر، دره صوف او آش پشتې څخه استخراجیږي.»

په دغه ولایت کې د عمده صنایعو له ډلې څخه د بغلان د قند فابریکه ده، چې په ۱۹۴۰ کال کې د جرمني هېواد په پانگې جوړه شوې وه. دا فابریکه په خپل ډول کې د افغانستان له لومړنیو تشبثاتو څحه ده او نسبتا ښه کار کوي.

دغه فابریکه چې د ۱۹۹۱ کلونو کورنۍ جگړې له امله بنده شوې وه، بیا يې په ۲۰۰۶ کال کې د جرمني په مرسته په تولید پیل وکړ.  

د فابریکې رئیس، غلام سخي سخیزاده وویل، د بورې هره ۵۰ کیلويي خلته په بازار کې په ۲۴۰۰ افغانۍ پلورل کیږي او تولید يې ورځ په ورځ زیاتیږي.

هغه وویل: «په تېرو دوو کلونو کې زموږ د بورې او چغندرو تولید څلور برابره زیات شوی. دمگړۍ موږ هره ورځ له ۴۰ ټنو څخه تر ۵۰ ټنو پورې بوره تولیدوو، چې ډېر مثبت يې ارزوو. موږ پر هره ممکنه لار تر خپل وس زیار کاږو چې د دغه فابریکې تولیدي وړتیا لوړه کړو او د پخوا تر کچې يې ورسوو.»

سخیدزاده بیا هم وویل، دولتي مرسته به د هغوی په تولید کې د ستر توپير لامل شي.

هغه په پای کې وویل: «که چېرته حکومت زموږ بوره واخلي او د کورنیو چارو وزارت یا نورې حکومتي ادارې او موسسات پرې اکمال کړي، نو دا به له موږ سره ډېره مرسته وکړي او د تولید کچه به لوړه شي.»

د بغلان د والي ویاند، محمود اکمل ومنله چې پلخمري یو مهال د صنعتي مرکز په نامه شهرت درلود، خو اوس د مالي وجوهاتو د کمښت له امله فابریکې د تړلو په حال کې دي. هغه وویل، د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو کموالي هم د فابریکو د تولید په کمښت کې رول لوبولی دی.

سیمه ییزه اداره وايي، کابل ته پکار ده، د بغلان ولایت د بیارغاونې بودجه زیاته کړي، چې د ځايي فابریکو د بيا راژوندی کېدو زمینه چمتو شي.

د بغلان ولایت د اقتصاد د ریاست استازي، محمد نعمان رسولي وویل، په ۲۰۱۷ کال کې بغلان ولایت ته د ځايي تولیداتو د سمون لپاره شل عشاریه اووه ملیونه افغانې (۳۰۰۰۰۰ ډالره) بودجه ټاکل شوې وه، خو هغه بس نشوه.

د بغلان د دولتی پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، عبدالعلیم محمدي وویل، د سیاسی بې ثباتۍ او پانگې د فرار او همدارنگه فساد په گډون د تولیداتو د کموالي ډېر لاملونه موجود دي.

هغه وویل: «حکومت نه خصوصی سکتور پانگې اچولو ته هڅوي او نه پانگه وال د کوچني پورونه ورکړي ته. پانگوالو ته د گاونډیو هېوادونو د رقابتي او ناسالمو سیالیو په وړاندې د مرستې نشتوالی، په تېره بیا بازارونو ته د هغی د مالونو انتقال او د بیو پالیسي د کورنیو تولیداتو د رالوېدو عمده دلیلونه دي.»

هغه وویل، روان بغاوت هم خپل تاثیر لري، نوموړي زیاته کړه: «تر هغه چې په هېواد کې امنیتي ټیکاو رامنځته نشي، پانگه وال به دلته خپله پانگه وانه اچوي.»

Support our journalists