د افغانستان د ښځو ځانگړي پارکونه

شين چاپېريال د ځورونې له ډار پرته د راټوليدو ډېر ښه فرصت چمتو کوي.

د افغانستان د ښځو ځانگړي پارکونه

شين چاپېريال د ځورونې له ډار پرته د راټوليدو ډېر ښه فرصت چمتو کوي.

فاطمه د هرات د شميره  د باغ دښځو پارک شنې سيمې ته په ډېرې خوشالۍ گوري.

نوموړې شل کلنې مېرمنې آی ډبليو پي آر ته وويل: «هرکله چې دلته راشم، تر بلې اوونۍ  ځان ډېر هوسا او ارامه احساسوم.»

نوموړې په دوام وويل: «هميشنۍ هيله مې دا ده چې د کور له چاپېرياله بهر د نورو خلکو له قضاوت او ځورونې پرته له خپلو همزولو نجونو سره خبرې وکړم او وخاندم. پخوا مې هيڅکله دا فرصت نه درلود.»

نوموړی پارک، چې د هرات ولايت د ښځو د چارو په رياست پورې اړوند دی، په ٢٠٠٨ کال پرانيستل شوی و، خو د بريدونو له ډاره چا هغې ته د ورتگ زړه نه ښه کاوه.

فاطمې وويل: «د خدای فضل دی، په دې ورځو کې امنيت ښه دی. موږ د ښځو لپاره د تفريح ځانگړي ځايونه لرو. په پارکونو کې د تفريح پر مهال کومه اندېښنه نه لرو.»

د افغانستان ځان ساتي دودونو، ور سره مل امنيتي اندېښنو او د ځورنې ډار ښځو ته گرانه کړې چې د کورنۍ له نارينه غړو پرته عامه پارکونوته  لاړې شي.

د ښځو لپاره د تفريح ځانگړي شوې ځايونه ښځو ته فرصت ورکوي چې په امن کې راټولې شي، له خپلو ښځينه ملگرو سره وگوري او له طبيعت خوند واخلي.

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسه، محبوبه جمشېدي وايي، د شميره پارک هره ورځ پرانيستی وي او په وړيا ډول ورته ښځې ورتلای شي. د چکر وهلو او پکنيک پر ځايونو سربېره د ښځو لپاره ځينې ځايونه جوړ شوي چې قران کريم  يا گنډل زده کړي.    

هغې وويل: «د ښځو د چارو رياست هر کال د پارک د لا  زياتې زرغونتيا په موخه له ٨٠٠ – ١٠٠٠ پورې ونې په بيه کېنوي.»

په ښار کې د ښځو بل پارک د گوهرشاد بېگم پارک نوميږي. دا د هرات د ښار په شمال لويديځ کې يوه شنه سيمه ده او لږ و ډېر ٤٠ زره ونې لري. هره ورځ ورته شاوخوا ٣٠٠ ښځې راځي.

د هرات ښاروالۍ وويل، د داسې عامه پارکونو جوړول، چې ښځې يې هم وکارولای شي، يو لومړيتوب دی.

د هرات دښاروالۍ داجرایه ریاست رییس وحيد زيارت جاهي وويل: « پّه پام کې ده  چې د ترقي، تخت صفر، باغ ملت او پښتون پل په نامه څلور تفريحي پارکونه په نړیواله کچه جوړشي او هره نيمه ورځ به په  ځانگړي ډول يوازې د ښځو پر مخ پرانيستي وي .»

هرات د افغانستان د نورو سيمو په پرتله نسبتا ښه امنيت لري. د پوليسو وياند، عبدالروف احمدي وويل، له هغې سره سره په عامه پارکونو کې ځانگړي احتياطي تدابير نيول شوي دي.

هغه وويل: «ښځينه او نارينه پوليس افسران دواړه په پارکونو کې د گزمې په موخه گومارل شوي دي. زموږ پوليس د هر ډول شکمنو فعاليتونو په ليدو، چې کېدای شي امنيت ته خطر رامنځته کړي، گام پورته کولای شي.»

نوموړي په دوام وويل، له دې امله خلک کولای شي له باغونو څخه پوره گټه واخلي.

هغه وويل: «زياتره کورنۍ په بشپړ امينت، آن د شپې تر ناوخته پورې، په دې پارکونو کې اوسيږي.»

د پوهنتون استاد او ارواپوه، مصطفی حسيني وويل، د پارکونو ارام چاپېريال او تازه هوا رواني روغتيا ته ډېره گټه لري.

نوموړي په دوام وويل: «ښځې د نارينه گانو په پرتله د رواني ناروغۍ له خطر سره ډېرې مخ دي، ځکه هغوی له کورني تاوتريخوالي او د ازادۍ په وړاندې له پرتو خنډونو سره ډېرې مخامخ دي.»

حسيني وويل: «د پارکونو شين چاپېريال رواني فشار ټيټوي، هوسايي زياتوي او ښځو ته د دې فرصت ورکوي چې بدني تمرينونه سرته ورسوي. دا ټول د ښځو د ذهني او بدني روغتيا لپاره  لاملونه دي.»

دا کار په ځانگړي ډول ښځو ته ډېره گټه لري چې زياتره وختونه د محافظه کارو ټولنيزو دودونو له امله د کور دننه پاتې وي.

حسيني زياته کړه: «له دې امله چې هغوی ټوله ورځ په کور کې دننه پاتې وې او زياتره د کورني تاوتريخوالي له خطر سره مخ وي، د خپگان په څېر له ذهني او دماغي بې نظميو څخه کړيږي. د دغه راز شنو پارکونو تازه هوا د هغی د ذهني حالت په ښه کېدو کې ډېر مهم رول لوبوي.»

پارک ته ورتگ، که څه هم په اوونۍ کې يو ځل وي، د پام وړ توپير رامنځته کوي.

د هرات يوه استوگن، حميد عظيمي د ښځو د ځانگړو پارکونو هرکلی وکړ، ويې ويل، پخوا به يې د خپلې کورنۍ د ښځينه غړو د ځورول کېدو اندېښنه درلوده، که څه هم دی به ورسره وو.   

هغه وويل: «هره ښځه د گرځيدو او د ځان د خوشالولو حق لري. دغه شين چاپېريال ښځو ته د هوسايۍ او ارامتيا د احساسولو ښه ځای دی.»

ځايي فعالان ټينگار کوي چې له کوره  بهر ځايونو خوندي توب له تفريح ورهاخوا نورې ښگيڼې هم لري.

په هرات کې د افغان ښځو د شبکې مشرې، حسينې نيکزاد وويل: «دغه تفريحي پارکونه دا زمينه چمتو کوي، چې ښځې پکې راټولې شي، د نظر تبادله وکړي، د خپل احساساتو په اړه خبرې وکړي او يو بل ته سلا مشورې ورکړي.» 

نېکزاد وويل، دغه پارکونه د هغو غونډو ځايونه دي چې ښاري او کليوالي مېرمنې پکې له يو بل سره کتلای شي او هغه چاته د اړتيا وړ تفريح چمتو کوي چې له تاوتريخوالي څخه په ډک کورني چاپېريال کې ژوند کوي.

له دې خبرې سره سکينه موافقه ده چې د شمېرې پارک ته په منظم ډول راځي.

هغې وويل: «زه دغه تفريحي پارک ته د ځورونې له ډار پرته راځم. په دې پارک کې ښځې راټوليږي. موږ کولای شو له يو بل سره خپل احساسات شريک کړو. دا کار زموږ د فکر لار بدلوي او د دې فرصت راکوي چې له يو بل څخه زده کړه وکړو.»

Frontline Updates
Support local journalists