د افغانانو لخوا د ګاډو خطرناکه چلول

د ترافيکي ګڼه کوڼى او د ترافيکي پيښو د زياتوالي له امله چارواکي دى اه اړ شوي دي چى ګام واخلي.

د افغانانو لخوا د ګاډو خطرناکه چلول

د ترافيکي ګڼه کوڼى او د ترافيکي پيښو د زياتوالي له امله چارواکي دى اه اړ شوي دي چى ګام واخلي.

افغان چارواکي غواړي چى غير قانوني ګاډي او بى باکه موټر چلونکي له سړکونو څخه ليرى کړي.


اوس ستونځه دا ده چى خلک د دوو زياتو لسيزو جګړو او ګډوډيو له امله د ټرافيکي قانون د نه مراعت کولو سره روږدي شويدي او د هغوى د دغه عادت له منځه وړل يو ګران کار دى.


لومړۍ لانجه د اټکل له مخى د (٣٠٠٠٠) ښي لاسه سټيرينګ ګاډو شته والى دى چى د هغو هيوادونو څخه را وړل شويدي چى پکښى پر ښي لاس ګاډي چلول کيږي. پر سړکونو د همدغو ګاډو شته والى نه يوازى يوغير قانوني کار دى، بلکى ډير خطرناک هم دى.


بله ستونځه دا ده چى پر سړکونو ګڼ شميرګاډي بي له نمبر پليټ، څراغونو، د شاه د لورى د کتلو د هندارو او حتى له دروازو او د مخ د لويو ښيښو پرته چلول کيږي. خو اوس د ټرافيکي ګڼه ګوڼى او ترافيکي پيښو د زياتوالي له امله چارواکو د يوه ګام د پورته کولو پريکړه کړيده.


د کابل يو موټر چلونکى حبيب الله دا مني چى د هغه ښى لاسى سټيرينګ ګاډى د ټرافيکي قانون د نه مراعت کولو سبب کيږي، خو وائي: زما موټر يوازينى موټر نه دى چى د همدى سنونځى سبب کيږي، بلکى د بهر څخه ډير نوي ګاډي را وړل شويدي چى د همدى ستونځى سره مخامخ دي.


يو بل موټر چلونکى سعيد هم دا مني چى بايد دده د ګاډي سټيرينګ پر ښي لاس نه وي، خو وائي: زه تر اوسه پورى د پوليسو لخوا د همدى امله درول شوى نه يم. هغه زياته کړه: زه يو ځل د پوليس لخوا د ګاډيد شاه هندارى او د ډډى د څراغونو د نه درلودلو له امله ودرول شوم او تر څو چې هغوى بيا ما د همدى امله و نه دروي، زه د همدى ستونځى د حل کومه اراده نه لرم.


د افغانستان ټرافيکي قانون په (١٩٨١) ميلادي کال کې د نړيوال معيار سره سم کړل شو. خو د طالبانو د بى نظمى واکمنۍ په وخت کې يو گڼ شمير د ښي لاس سټيرينګ ګاډي له بهر څخه را وړل شول او اوس د هغوى شمير دومره زيات دى چې حکومت د هغوى پر ضد يو چټک ګام اوچتوالاى نه شي.


د افغان دټرافيکو د ادارى مشر عبدالشکور خيرخوا د دجنګ او سولى راپور ورکونکې ټولنى ته وويل: همدا ګاډي د ټرافيک د قانون مراعت نه کوي، خو موئږ اوس هغوى ته نمبر پليټونه ورکړيدي او په راتلونکى کې غواړو چې څه بدلون راشي.


موټر چلونکې بي له نمبر پليټونو څخه د ګاډي د چلولو حق نه لري. هغوى يو نمبر پليټ په (٨٢) ميلون افغاني (٧٠٠ امريکائي ډالرو) رانيسي چې دا په داسى يوه هيواد کې چې د سړکونو حالت ئى زښت خراب دى، ډيره جګه بيه ده. همدارنګه دا ډول يوه جګه بيه د ډيرو موټر چلونکو د وس څخه وتلى ده.


يو ګڼ شمير موټر چلونکي او په تيره بيا هغه کسان چې د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې ئي د موټر چلول پيل کړيدي، په منظم او صيح ډول سره موټر نه شواى چلولاى. اوس هغوى مجبوره دي چې د نوو موټر چلونکو په شان د يوه ډاکټر تر معاينى وروسته د اوو ورځو د ټرافيکي قوانينو د زده کړى په يوه کورس کې ګډون وکړي او بيا بايد د موټر د چلولو په آزموينه کې بريالي شي.


د ټرافيکو د ادارى د ﻻيسنس يا اجازه ليک د څانګى مشر دجنګ او سولى راپور ورکونکې ټولني ته وويل: ډير موټر چلونکي په ټرافيکي قوانينو ډير لږ او يا هيڅ نه پوهيږي او له همدى امله هغوى د يو زيات شمير ټرافيکي بيښو د را منځ ته کيدو سبب کيږي. هغه زياته کړه: هغه خلک چې د لايسنس پرته ګاډي چلوي، د خپلو هيوادوالو د مرګ پيغام وړونکې دي.


وحيدالله اماني د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists