د افغانانو گډې غونډې اوسنۍ سياسي اندېښنې په ډاگه کوي

د جولای د مياشتې غونډې پر سياسي ننگونو او د ټاکنو د ځنډ له امله پر خپگان راڅرخېدې.

د افغانانو گډې غونډې اوسنۍ سياسي اندېښنې په ډاگه کوي

د جولای د مياشتې غونډې پر سياسي ننگونو او د ټاکنو د ځنډ له امله پر خپگان راڅرخېدې.

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړۍ گډون کوونکي وايي هغوی ته د افغاني رسنيو له خوا د معلوماتو د چمتو کولو په پرتله دا مناظرې ډېر پراخ معلوماتي وړاندې کوي.

په ننگرهار، زابل، خوست او هلمند ولايتونو کې د تېرې مياشتې په غونډو کې له اوږدې مودې راهيسې پر ځنډېدلو پارلماني ټاکنو خبرې اترې وشوې چې د جون په ٢٢ د پارلمان د پنځه کلنې دورې له پای ته رسېدو دمخه بايد په ٣٠ – ٦٠ ورځو کې سرته رسېدلې وای.

د پارلمان اوسنۍ دوره د ولسمشر، محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې تر نوو پارلماني ټاکنو پورې وغځول شوه. (وگورئ: افغانانو ټاکنيزو اصلاحاتو ته زغم له لاسه ورکړی دی.)

د اسرارالله قاري زاده په نامه يوه گډون کوونکي وويل: «هيڅ يوه رسنۍ د ټاکنو په اړه تر دې کچې پراخ اړين معلومات نشي چمتو کولای، لکه دا مناظرې يې چې چمتو کوي. دا مناظرې ځوانانو ته د دې فرصت چمتو کوي چې د ټاکنو پر اهميت پوه شي او زياتره يې اوس په دې اند دي چې وړ او مستحقو نوماندانو ته به رايه ورکوي.»

د زاهد الماس په نامه يوه بل گډون کوونکي زياته کړه: «ولس پر دې نه پوهيږي چې دولت او حکومت تل کمزوری وي او نشي کولای ټول کارونه سرته ورسوي. خو دا مناظرې له خلکو سره مرسته کوي د خپل حکومت پر ستونزو او کمزورتيا وپوهيږي.»

د کونړ، غور، کندهار او پکتيا په ولايتونو کې په مناظرو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو پر قانون خبرې اترې وشوې. 

سره له دې چې دا قانون په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشر د فرمان له مخې خپور شو، خو د ٢٠١٣ کال د می په مياشت کې د پارلمان له خوا رد شو او تر اوسه يې پته نشته. د پارلمان محافظه کاره غړو دعوه کوله چې دا قانون له اسلامي شريعت سره په تضاد کې دی.  

د سلما سعادت په نامه يوې گډون کوونکې وويل: «دا مناظرې ډېرې په زړه پورې او ارزښتمنې دي. دا مناظرې کولای شي زموږ د خويندو معلومات لوړ کړي او په ټولنه کې مثبت بدلونونه راولي.»

د کونړ د ولايتي شورا غړې، روبينې مشواڼۍ وويل، قانون بايد هرو مرو د عمل مېدان ته راووځي.

هغې وويل: «که چېرته قانون پلی شي، نو د جبري ودونو په څېر زيان رسوونکو دودونو مخه به ونيسي او د ليک لوست کچه به پورته لاړه شي.»

د نايب خان ساپي په نامه د سياسي چارو يوه کارپوه زياته کړه: «د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړولو په قانون کې يو څه ستونزې شته. خو له هغې سره سره به غوره وي چې په نوموړي قانون کې سمون راوستل شي.»

د کونړ ولايت د ښځو د چارو له رياست څخه سراج الحق وويل: «که چېرته زموږ خلکو له اسلامي احکامو سره سم عمل کولای، د ښځو په وړاندې به هيڅ تاوتريخوالی موجود نه وو؛ ځکه هغومره چې اسلام د ښځو حقونه خوندي کړي، بل کوم قانون يا دين يې نشي خوندي کولای.»

د زابل په ولايت کې د خپلې خوښې کار په اړه د جوړ شوی گردي مېز (خبرې اترې) د جولای په شپږمه د هغه ولايت د ملي رادېو له لارې خپرې شوې. اورېدونکو د پوښتنو کولو چانس تر لاسه کړ او د سور غر د مدني ټولنې د مشر، عبدالمقيم حليمي په گډون يې د گردي مېز له برخوالو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې.  

حليمي وويل، ټولنيز کار د افغاني ژوندانه يوه نه بېليدونکې برخه ده، خو د لسيزو شخړو له امله دې دود ته زيان اوښتی دی. 

هغه وويل: «خلکو ته يو پيغام ورکول کيږي چې يوه بل ته ځانونه ورسوي؛ لسټوڼي بډ وهي، د خپل هېواد په خاطر کار وکړي او د بهرنيانو مرستې ته سترگې په لار نشي.»

همدا راز د خپلې خوښې د کار په اړه د کونړ او کاپيسا ولايتونو د ځوانانو تر منځ د سکايپ له لارې مناظره جوړه شوې وه.

د کونړ ولايت د «ځوان فکر د غورځنگ ټولنې» څخه حشمت ژمن وويل، ټولنيز فعاليتونه د جگړو ميراث تالا ترغۍ کړل.

هغه وويل: «زموږ هېواد د ډېرو جگړو او ناورينونو له لاسه کړېدلی دی. اقتصادي ځوړتيا او د خلکو مخ پر زياتيدونکې اړتيا زموږ تر منځ د خپلې خوښې د کار روحيه کمزورې کړې ده.» نوموړي زياته کړه، سره له دې دا دود د کونړ ولايت په ځينو برخو کې ژوندی پاتې شوی دی.

د مناظرې يوه برخوال وويل: «موږ له حکومت او نورو ناحکومتي موسسو څخه غوښتنه کوو، چې له خپل ولس سره د آی ډبليو پي آر په څېر کار وکړي. هغوی بايد خلک سره راغونډ کړي او د معلوماتو د لوړولو په موخه عملي گامونه اوچت کړي.» 

 

Frontline Updates
Support local journalists