د افغان مېرمنو تنکۍ برياوې له ګواښ سره مخامخ دي

په وروستيو ټاکنو کې د ښځو ونډه تر بل هر وخت لوړه وه، خو په سخته لاسته راغلې برياوې په اسانه له لاسه تللاى شي.

د افغان مېرمنو تنکۍ برياوې له ګواښ سره مخامخ دي

په وروستيو ټاکنو کې د ښځو ونډه تر بل هر وخت لوړه وه، خو په سخته لاسته راغلې برياوې په اسانه له لاسه تللاى شي.

Wednesday, 29 September, 2010

د آى ډبليو پي آر د اديتورې، دانيلا پيليد ليکنه

د افغانستان پارلماني ټاکنې له پراخو درغليو سره مل وې، خو پاتې راتګ يې يوازې همدا شى نه و. کېداى شي رايې اچونې بهرنۍ نړۍ ته د ښځو د حقونو د پرمختګ په اړوند ناسم احساس ورکړى وي.

د سپتمبر په اتلسمې کې د ښځينه نوماندو شمېر د ٢٤٩ څوکيو لپاره د ٢٤٤٦ نوماندو په ډله کې ٣٨٥ و، چې د ٢٠٠٥ کال د ټاکنو په پرتله په سلو کې ٥٧ زياتوالى څرګندوي.

که شرايط اجازه ورکړې واى، کېداى شول په سياسي بهير کې زيات شمېر مېرمنو برخه اخيستى واى.

نهه کاله وړاندې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د نوې ادارې د رامنځته کېدو په درشل کې نړيوالې ټولنې د ښځو حقونو ته د اجندا په سر کې ځاى ورکړى و. خو هغسې ونشول. له هېواد څخه بهر د نظر يو شمېر خاوندان او ماهران دليل راوړي چې هلته په افغانستان کې د بهرنيو پوځون شتون د ښځو د حقونو د پرمختګ لپاره نه دى او بايد چې نه وي.

په سياسي ډګر کې د افغاني مېرمنو شتون يوه ستره بريا ده او کېداى شي په اوږدې مودې کې د سولې او امينت له تامين سره مرسته وکړي.

اوس يو شمېر شنونکي ډاريږي چې ښايي د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د نړيوالو شريکبانډو له خوا پخوانى او راتلونکى پرمختګ له طالبانو سره د خبرو او مذاکرې قرباني شي. .

"ښځې د افغاني ښځو لپاره" د ډلې غړې، ايستر هاينېمن وويل: "موږ په افغانستان کې د روغې جوړې په لور د سياسي ارادې په اړه زيات اندېښمن يو. دا کار ښايي د ښځو د حقونو په بيه پاى ته ورسيږي. موږ د لومړي ځل لپاره زياته اندېښنه لرو او هغه دا چې ښايي زموږ ټول شوى کار تالا ترغۍ شي."

د افغانستان شرايط لا اوس هم ښځينه سياسي فعالينو ته زيات زيانمن دي. هغوى په عامه ډګر کې د زيات شمېر بوختو ښځو په څېر هره ورځ له ګواښ سره مخامخ کيږي او په ځينو حالتونو کې خو خبره آن تر تاوتريخوالي رسيږي.

د ټاکنو د کمپاين په بهيرکې د ښځينه نوماندو پوسترونه زياتره خراب شوي، تصويرونه يې خراب شوي او يا يې سترګې توږل شوي وې. زياترو يې د امنيتي اندېښنو له امله کمپاين ونه کړاى شو، چې ډېرى پکې د مرګ له ګواښ سره مخامخ وې. په ډېره تازه پېښه کې د فوزيې ګيلاني لپاره پنځه نارينه کمپاين کوونکي په هرات ولايت کې د اګست په مياشت کې ووژل شول. .

له دې ټولو سره سره ښځينه سياسي فعاليت په داسې يو هېواد کې حيرانوونکى کار دى، چې يوازې لس کاله دمخه پکې ښځې او نجونې له کار او آن ښوونځيو ته له ورتګ څخه بې برخې وې.

د وږمې فروغ په نامه يوې افغانې ښځينه فعالې وويل: "سياسي ګډون يوه ستره بريا ده. موږ نه يوازې ښځې په پارلمان کې ګورو، بلکې دا کار د ډېروهلوځلو په پايله کې شوى دى. دا د يو خوځښت پيل دى. آن که چېرته کومه نوماندې پاتې راشي، نو په هغه سيمه کې يې نوم پاتې کيږي، چې دمخه پکې ښځو خوله نه شو بېرته کولاى او اوس دادى کمپاين کوي."

فروغ اخطار ورکوي دا برياوې د حکومت هغو هڅو له ګواښ سره مخامخ کړي، چې غواړي د خپل واک د ټينګښت لپاره مذهبي بنسټپال د ځان ملګري او راضي کړي.

يوې مشهورې نړيوالې فعالې، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل: "کرزى ښځو ته د بهير د يوې برخې په سترګه ګوري، خو پخوا يې د خپلې ګټې لپاره په ډېره اسانه پلورلې هم دي. ښځې پر هغه د خپلو حقونو د مدافع په توګه هغومره باور نه لري."

هغې زياته کړه، ډېره روښانه بېلګه يې د ٢٠٠٩ کال د شيعه ګانو د شخصي احوال قانون و، چې د نورو ګامونو په کتار کې يې د کوچنيتوب قيمومت او د خوځښت د ازادۍ په اړه د افغانستان د شيعه لږه کيو مسلمانو ښځو حقوق محدود کړل.

په داسې حال کې کرزى مجبور و د متحده ايالتونو د ولسمشر، بارک اوباما د نيوکو په ګډون د نړيوالو نارو سورو او غندنې له امله نوموړى قانون يو څه پټ وساتي، خو دا ډار لا شته چې که بنسټپال د لاسوهنې خيال ولري، نو نړيواله ټولنه به د ښځو د حقونو د ساتنې په پلمه له افغانستان څخه د خپلو وتلو کار ته لومړيتوب ورکړي. له دې سره سره چې نړيوالې ټولنې د ښځو په حقونو کې پرمختګ ته تر هر څه زيات ارزښت ورکړى او افغان حکومت د هغې په اړه پرله پسې ژمنې کړي، خو اوس ټول پام دوو موضوعګانو ته اوښتى، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه او [له طالبانو سره] روغه جوړه ده.

دا لا څرګنده نه ده چې سولې ته د غاړې ايښود په بدل کې به د طالبانو غوښتنه څه شى وي. کېداى شي د نجونو له زده کړې سره د هغوى مخالفت يو څه نرمښت پيدا کړى وي، خو داسې بريښي چې د ژوند په نورو ډګرونو کې به د ښځو د ګډون په اړه خپل نه پخلاکيدونکي مخالفت ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

يوه اندېښنه داده کېداى شي کرزى له ياغيانو سره د معاملې په صورت کې په دې موافقه وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې اسلامي شريعت ته مرکزي رول ورکړ شي. (که دا کار وشي،نو) د افغاني مېرمنو لپاره به ښه زيرى نه وي.

د شيعه قانون په اړه نارو سورو څرګنده کړه چې د نړيوالې ټولنې سخت دريځ له افغاني مېرمنو سره مرسته کولاى شي. اوس بايد ددې ډاډ ترلاسه شي چې [له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې] په بيړه وتل او د روغې جوړې خبرې اترې د ښځو د حقونو په بيې پاى ته ونه رسيږي.

کېداى شي په وروستيو ټاکنو کې د زيات شمېر مېرمنو ګډون د خوښۍ لامل شي، خو رښتينې وضعه ددې څرګندونه کوي چې د ښځو حقونه مازې د رايو د بکسونو له لارې لاسته راتلاى نشي.  

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists