د افغان ماشومو کارګرانو ستونزمن حالت

ماهران وايي د ماشومانو پرکار له بنديز لګولو سره سره دا عمل د افغانانو نوى نسل له خطر سره مخامخ کوي.

د افغان ماشومو کارګرانو ستونزمن حالت

ماهران وايي د ماشومانو پرکار له بنديز لګولو سره سره دا عمل د افغانانو نوى نسل له خطر سره مخامخ کوي.

Many Afghan children are missing out on the education that might offer hope of a better future. (Photo: ISAF media)
Many Afghan children are missing out on the education that might offer hope of a better future. (Photo: ISAF media)
Thursday, 21 October, 2010

په کابل کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې  خبريالې، يلدا اسلمي ليکنه

خواجه اغا مزمل په داسې حال کې، چې ډېر خولې دى او جامې يې  په ګريسو غوړې او چټلې شوې دي، په خپلو وچو او نريو لاسونو يې دروند سټک پورته کوي او پر سندان يي وهي

دا ډېر ستړى ديارلس کلن ماشوم تر دمې دمخه بايد څو ساعته نور هم کار وکړي. سره له دې چې هغه د سهار له مخې ښوونځي ته ځي، هره ورځ له غرمې وروسته ورکشاپ ته راځي او د شپې تر ناوخته له مستري سره کار کوي.

هغه وويل: "پلار مې ډېرې زياتې ستونزې لري. زه يې اړايستلى يم چې دا کار وکړم." نوموړي زياته کړه، د مياشتې له ٢٠ څخه تر ٣٠ ډالرو پورې مزدوري کوي.

خواجه اغا مزمل غواړي د نور ماشومانو په څېر لوبې وکړي. هغه وويل، په دې باور دى چې د تر لاسه شوي  مهارت او وړتيا له امله به وکړاى شي په راوروسته ژوند کې  ښه چانس ولري.

ماهرين له دې خبرې سره موافق نه دي، وايي له زده کړې بې برخې شوي ماشومان به د بېوزلۍ تورې کندې ته ولويږي، اقتصاد به يې ناوړه شي او له ټولنيزو ناخوالو سره به لاس او ګرېوان وي.  . 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کنواسيون، چې افغانستان هم لاسليک کړى دى، د ماشومانو  سخت فزيکي کار ناقانونه ګڼي، ځکه کېداى شي روغتيا ته يې زيان ورسوي. تر يوولس کلنۍ د ټيټ عمر پر ماشومانو د هر ډول کار سرته رسول منع دي. تر اتلس کلنۍ پورې بايد په اوونۍ کې له ٣٥ ساعتونو څخه زيات کار ونه کړي.  

خو زياتره پر دې اصولو سترګې پټيږي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د صندوق، يونسيف  د وينا له مخې په افغانستان کې په هرو درېو ماشومانو کې يو ماشوم بايد له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره کار وکړي.  

د افغانستان د بشري حقونو د کميسون د ماشوم د پراختيا او ملاتړ د پروګرام تنظيموونکي، محمد حسين نصرت د ماشومانو د کار د ستونزو  پرله پسې لامل د درې لسيزو جګړو بدغونى ميراث بولي.

سره له دې چې ولسمشر حامد کرزي په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته د ماشوم د ملاتړ يو ميکانيزم  جوړ کړ، خو نصرت وايي حکومت په مناسب ډول له دې بهير سره مرسته ونه کړاى شوه. هغه وويل، اړمنو کورنيو ته بايد مرستې چمتو شي، خو حکومت لا تر اوسه په دې کار کې بريالى شوى نه دى.

هغه وويل: "د بشري حقونو کميسون  پر حکومت باندې فشار راوړى دى. موږ ددې ستونزې د هوارولو لپاره د کتنې وړانديزونه کړي دي، خو دا چې حکومت تر کومې اندازې هغه عملي کړى، يا نه، بايد وويل شي، دا زموږ له مسؤوليت او سرچينو څخه پورته خبره  ده."

د عامه ګټو؟ [د ټولنيزو چارو] د وزارت معين،   [واصل نور] وويل، د هغه وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له دوو مليونو څخه له زياتو بېوزلو ماشومانو سره مرسته کړې ده.

هغه وويل: "د هغوى ډېرى د کوڅې ماشومان او يتيمان وو. د هغوى لاسونه له کاره نيول  شوي او ښوونځيو ته استول شوي دي." نوموړي زياته کړه، دا کار د حکومت  او نړيوالو موسسو په مرسته سرته رسيدلى دى.   

د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس تر اتلس کالو ټيټ عمر لري. ډېرى لويان پر ليک او لوست نه پوهيږي. څارونکي ګوته څنډي چې له زده کړې بې برخې شوي ماشومان به د بېوزلۍ څرخ نور هم ګړندى کړي.

يوولس کلن امرالله، چې په غوړو لاسونو يې خپله د غرمې ډوډۍ خوړه، په ورکشاپ کې د خپل ورځني کار کيسه وکړه او ويې ويل چې د اوونۍ په پاى کې څلور ډالره کور ته وړي.

هغه په ماشومانه موسکا وويل: "د ښوونځي په دريم ټولګي کې وم. پلار مې ليک لوست نه لري [بېسواده دى.]. په يو ښوونځي کې چپړاسي و. هغه له کاره وشړل شو او اوس وزګار دى. پلار مې راته وويل، نوره اړتيا نشته چې ښوونځي ته لاړ شې. هغه وويل د حکومت په ماموريت اعتبار نشته او په نس مو نشي مړولاى. بايد يو مستري شم او په راتلونکې کې د ښه عايد خاوند شم."

امرالله وايي که د هغه پلار بېروزګاره شوى نه واى، نو هيڅکله به يې هغه له ښوونځي څخه ايستلى نه واى..

نوموړي زياته کړه: "ما غوښتل ډاکټر شم، ډاکټري مې خوښيږي."

هغه شمېر نجونې چې له کوره بهر کار کوي،  د ټولنيز محافظه کاره چال چلن له امله له زيات فشار سره لاس او ګرېوان دي. 

دولس کلنه فريده د بازار پر لارو کوڅو سګريټ او ژاولې پلوري او د ورځې دوه نيم ډالره ګټي. هغه وايي پلار يې ډېر زوړ دى او کار نشي کولاى. هغه پنځه خويندې او دوه ورونه لري او ټول په کور کې دي. 

هغې وويل: "هره ورځ تر ماښامه د بازار پر سړکونو ګرځم. خاورې، دوړې او د موټرو لوګي تنفس کوم. بايد د لارويانو ستغې سپورې تېرې کړم. بله چاره نه لرم. مجبوره يم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم. که دا کار ونه کړم، نو کېداى شي ټوله کورنۍ مې د بازار  لارو سړکونو ته راووځي او درويزه ګري وکړي."

په ډېرو لرې پرتو کلو بانډو کې ماشومان د خپلې کورنۍ له غړو سره په کروندو کې کار کوي او يا غالۍ اوبي. په ښارونو کې هغوى د ورکشاپونو، هوټلونو او ودانيو د خاوندانو تر ځبيښاک لاندې وي.

درانده فزيکي کارونه د ماشومانو په تنکي بدن ډېر فشار راوړي. 

د داخله ناروغيو يو ماهر، احمد خالد عالمي وويل: "ماشومان د عمر په داسې پړاو کې دي چې وده کوي او استراحت ته اړتيا لري. دروند کار پر ماشومانو زيات فشار راوړي او کېداى شي د معيوبيت لامل يې شي." هغه زياته کړه، کېداى شي د کار فشار د ودې مخه ونيسي.  

ځينې ماشومان دومره غښتلي نه وي، چې  د ورکړ شوي کار د سر ته رسولو وس دې ولري.  د ١٣ کلن فريدون په نامه يو ماشوم د لرګو د يو سوداګر سره کار کوى  د ټپي کېدو له امله اوس په پښه نګوښي.[ګوډ ګوډ ګرځي]

هغه وويل: "يوه ورځ مې يو غټ لرګى پورته کاوه. هغه ډېر دروند و، په پښه مې ولويدو او ماته يې کړه. دوه مياشتې په کور پاتې شوم. اوس له کورنۍ سره د مرستې په خاطر يو ځل بيا همدې کار ته راغلى يم."

فريدون د لرګيو د تللو لپاره د لويو لرګيو د چلولو په اړه وويل، پلار يې ښوونکى دى. د هغه معاش د ټولې کورنۍ نفقه نشي پوره کولاى. په داسې حال کې چې پلار يې هر سهار ښوونځي ته ځي، زوى يې هرماسپښين کار کوي.

ماهران ګوته څنډي چې کېداى شي دروند فزيکي کار پر ماشومانو  سخت رواني اغېز وکړي.

د ارواپېژندنې استاد، وحيدالله وحيد وايي، هغه ماشومان چې د لوبو  او زده کړې پر ځاى کار ته اړايستل کيږي، په پاى کې ترې يو غوسه ناک، جګړه مار، غير ټولنيز او منفي باف ماشوم جوړيږي. 

هغه وويل: "زياتره داسې ماشومان د ټولنې بې ګټې غړي وي. د هغوى  شخصيت زيان ليدلى وي. هر چا او هر شي ته د بدبينۍ او شک په سترګه ګوري. کېداى شي هغوى د ټولنې د اوږو بار شي." 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists