د افغان ځوانانو مناظره: ټاکنې له دود سره سمون لري

د افغان ځوانانو مناظره: ټاکنې له دود سره سمون لري

په افغانستان کې د محمد خان ليکنه

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو غونډو له ډلې څخه په يوې کې د طب يوه محصل، محمد نبي زاهد وپوښتل، د ټاکنو اوسني بهير ته اسلامي شريعت په کومه سترگه گوري. نوموړي يادونه وکړه، په دود کې د عمومي پرېکړو يووالي په پام کې نيول کيږي، نه د افرادو خوښه.  

دا پوښتنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پکتيا ولايت په مرکز، گرديز کې په يوې غونډې کې د پوهنتون له سلو څخه زيات محصلان راغوڼد شوي وو.

د غونډې يو تن برخوال، د پکتيا د پوهنتون د اسلامي ښوونو استاد عبدالناصر (...) په ځواب کې وويل، د اسلامي قوانيو سيستم د رايو د ورکولو د ميتود په گډون د غوراوي بېلا بېل ميتودونه تر پام لاندې نيولي دي.

نوموړي وويل، داسې کوم لاسوندي په لاس کې نشته چې وښيي د اسلام په لومړيو کې واکمنان څنگه ټاکل کېدل. خلکو د خپل مشر د ټاکلو حق درلود. هغه د خلکو د دغه حق په اړه د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله عليه وسلم يو حديث بيان کړ. 

د نيازالله اصيل ځاځي په نامه يوه ځايي ژورنالست وويل، په پيل کې شيان تر دې کچې پېچلي نه، بلکې ساده وو، ځکه نړۍ ډېره کوچنۍ وه.

هغه وويل: "د اسلام په لومړيو وختونو کې مشر د يو څو تنو له خوا ټاکل کېده. اوس دا کار د ټاکنو د چارواکو، لکه د ټاکنو د خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کميسون له لارې سرته رسيږي."

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists