د افغان ځوانانو د پروژې ګډون کوونکي: زموږ فکرونه بدل شول

په ټولټاکنو کې د ګډون د پراختیا لپاره د (IWPR) کار د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځول شو

د افغان ځوانانو د پروژې ګډون کوونکي: زموږ فکرونه بدل شول

په ټولټاکنو کې د ګډون د پراختیا لپاره د (IWPR) کار د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځول شو

(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
Tuesday, 7 October, 2014

 د کارکوونکي له خوا

په راتلونکي ۲۰۱۵ کال کې د پارلماني ټولتاکنو نه وړاندې، د سولې او جګړې د رپوټ ورکووني انستیتوت (IWPR) د ځوانو افغان رایه ورکوونکو د هڅونې د پروژې دویم پړاو پر لاره اچولی تر څو هغوۍ په دې ټاکنو کې ګډون وکړي او د هغوۍ غږونه واوریدل شي.

د ۲۰۱۳ کال د اګسټ له میاشتې را پدیخوا، د (IWPR) د روښانو افکارو: د خبرو کولو او یو بل ته د رسیدني نوښت له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۸ کلنۍ پورې له ځوانانو په تیره بیا له زده کوونکو سره  په ګډه کار کوي تر څو هغوۍ ته په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره الهام وروبښي. (په افغانستان کې د رایوشمېرنې رپوټ وګورئ)

اوس د همدې نوښت دویم پړاو دی، چې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا ورسره مالي مرسته شوي چې د ګډون کوونکو جدي فکر کول هڅوي او د هغوۍ د خبرواترو په مهارتونو کې ښه والی رامنځته کوي.

د دې نوښت په لومړي پړاو کې د هېواد له لسو ولایتونو څخه ۲۰۰۰۰ افغان ځوانانو برخه اخیستي وه. هغوۍ په ټاکنو پورې تړلو شاوخوا ۲۰۰ سیاسي بحثونو او د پوهنتونونو تر منځ په پنځو فورمونو کې برخه واخیسته.

د افغانستان د (IWPR) د برخې مشر، نور رحمان رحماني وايي: «له دې نوښت څخه زموږ موخه د ټاکنو اړوند چارو په اړه د پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلینو روزل او په ټاکنو کې د ګډون په خاطر د هغوۍ او د هغوۍ له لارې د هغوۍ د کورنیو او ټولنې د نورو غړو هڅول و تر څو چې د اپریل په ۵مه او د جون په ۱۴مه په ټولټاکنو کې برخه واخلي.»

سربیره پر دې، لس راډیويي مناظرې تر سره شوي او څه باندې سلو زده کوونکو ته د ژورنالیزم په برخه کې تر رای اچووني وړاندې روزنه ورکړل شوه. وروسته همدغو زده کوونکو بیا د (IWPR) د وېب پاڼې لپاره د مناظرو په اړه په لسګونو چاپي او راډیويي کېسي تولید او ولیکلي.

(افغان ځوانان او ټولټاکنې.)

د افغانستان په سویل ختیځ د پکتیا ولایت د پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځي زده کوونکی، ۲۲ کلن فیاض وايي:  «په مناظره کې هر زده کوونکی د یوې کورنۍ استازی دی، په همدې خاطر هغوۍ وکولای شول چې د خپلې کورنۍ غړي په ټاکنو کې د ګډون په خاطر وهڅوي. په لومړي سر کې زه هم په ټاکنو کې د ګډون په خاطر زړه نا زړه وم. خو وروسته له هغه چې په څو مناظرو کې مې ګډون وکړ، نو خپل فکر مې بدل کړ او د رایي اچووني کارت مې تر لاسه او بیا مې خپله رایه ورکړه.»

د همدې پروژې په دویم پړاو سره به، چې د اګسټ په لومړۍ نېټه به پیل شي، (IWPR) غواړي چې ټول افغانستان د همدې نوښت تر سیوري لاندې راولي او په همدې خاطر غواړي تر څو ۱۵۰۰۰ اضافي ځوانان (چې ۶۰۰۰ به یي ښځینه وي) د ټاکنو په مناظرو کې را ښکېل کړي.

د همدغو کسانو ځینې به یي د لاسرسي او وکالت (پلویتوب) په برخه کې روزنه تر لاسه کړي تر څو هغوۍ وکولای شي نور خلک دې ته وهڅوي چې خپلې رایي وکاروي.

د شپږو پروژه اي زونونو له خوا به د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شي، چې په هر زون کې به دوه دوه ټیمونه وي او د دې ټیمونو مشري به د مناظرو د کنټرولرانو او ځانګړو روزل شویو ژورنالیستانو له خوا تر سره کېږي. له کومه وخته چې د دې پروژې دویم پړاو پیل شوی، (IWPR) د ټول افغانستان څخه ۱۷ د مناظرو کنټرولران او ۲۴ چاپي او راډیويي ژورنالیستان روزلي دي.

په دغو مناظرو کې به عمده سیاسي او ټاکنیز مسایل په دې موخې سره تر پوښښ لاندې ونیول شي تر څو د دیموکراتیک بهیر په اړه غلطه انګیرنه ورک کړل شي، د افراطي تبلیغاتو په اړه عامه خبراوی زیات شي او خلک په خپلواک ډول سره فکر کولو ته وهڅول شي.

افغان ځوانان به هم وهڅول شي نه یوازې د دې لپاره چې رایه ورکړي، بلکې د دې لپاره هم تر څو د رایي اچووني په مرکز کې د کارکوونکي یا د ټاکنو د څارونکي په توګه کار وکړي.

په افغانستان کې د (IWPR) د کارونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دغې ادارې د افغانستان د څانګې له مشر، نوررحمن رحماني سره اړیکه ونیسئ. (noorrahman@iwpr.net )

Frontline Updates
Support local journalists